غزل

ته که چوپ يي رقيبان يې راته وايي
که يقين نه وي ګومان يې راته وايي

ځه! له ما ته د بېل ژوند ازماېښت وکړه
ننګونه ده جانان يي راته وايي

ته لګيا اوسه چې زه لېونى نه يم
ستا رېښې رېښې ګرېوان يې راته وايي

تا لرلمه او تا نيمګړى پرېښوم
چې تياره شي هر ارمان يي راته وايي

زه د وخت له ځولۍ ټول غمونه ګرانې!
ترېنه اخلمه خو ګران يي راته  وايې


اسلام اباد ١٣-١-١٣٨٦