
غونډه پرون ماښام د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد په نړيوال پوهنتون کې ترسره شوه چې د پاکستان ۱۵ پوهنتونونو د افغان محصلينو مشرانو او استاذوو پکې ګډون درلوده، غونډه د قرانکريم په سپيڅلو مبارکو اياتونو شروع چې له هغه وروسته د شوری پخوانی ريس محترم عبدالله سعید د تیر کال د شوری کړي کړنې او فعاليتونه تر نظر لاندې ونيول، او د شوری لاسته راوړني يې د ګډونوالو سره شريکی کړي، د نوموړې له وينا څخه وروسته د شوری پخواني عمومی سکرتر محترم ډاکتر حضرت الله رحيمی د شوری په اړه خپله اړين نظر ښکاره کړ، د رحيمی له وینا وروسته د شوری مرستیال محترم محب هارون مهمند هم د شوری د لاسته راوړنو او هم د شوری د لاپرمختګ په اړه خپلی نظري د ګډون والو سره شريکی کړي،
د نوموړې له خبرو وروسته د شوری د نوی کال عمومی انتخاب شروع شو، چې د ټولو اتحاديو او د ټولنو محصلينو د رايو په اکثريت حضرت الله رحيمی د ريس په توګه او محب هارون مهمند د لومړي مرستيال په توګه وټاکل شول،
چې د شورا د نورو کابینت ممبرانو انتخاب په لاندې ډول ترسره شو.
محترم عالم ګل الم ــــــــــــــــــــ دوهم مرسيتال
محترم اعجاز احمد ځلاند ـــــــــ دريم مرسيتال
محترم اسدالله مبارز ــــــــــــــــ عمومی سکرتر
محترم محمد اصف ستانکزيي ـــــ مالی مسول
شريف الله نسيمی ـــــــــــــــ خارجه چارو مسول
محمد اصف ستانکزيي ــــــــــ مالی مسول
نجيب الله عيار ــــــــــــــــــــــ معاون مالی مسول
ايمل صافی ــــــــــــــــــــ د مطبوعاتو مسول
عبدالله زرمتی ـــــــــــــــــــــ مطبوعاتی مسول معاون
عبدالقدوس ابدال ــــــــــــــــــــ خارجه اړيکو مسول
اسدالله حامند عطار ــــــــــــــــــــ ضمنی سکرتر
عبدالرحيم فضل ـــــــــــــــــــــــــ سپورتي مسول
ثنا الله امين افغان ــــــــــــــــــــــــ
شاه محمد ــــــــــــــــــــــــــــــــــ کلتوری چارو مسول
ډاکتر شفيع ــــــــــــــــــــــــــــــــ معاون کلتوری چارو مسول
وصال الدين کبیر ــــــــــــــــــــــــ معاون د خارجو اړيکو مسول
د ځل په نوی نووښت د شوری د رهبری شوری هيت هم وټاکل شو، چې محترم عبدالله سعيد د شوری ريس او هارون زاخيلوال يې مرستيال ريس په توګه وټاکل شو، چې د شوری د مختلفو پوهنتونونو غړي په لاندې ډول دي.
محترم ډاکتر واکمن صافی
محترم مالدار شاه ځدران
محترم محکم خان
محترم داود محمدي
د شوری د انتخاب څخه وروسته د شوری هيت په پاکستان کې د افغانستان سفير محترم جانان موسی زی سره رسمی غونډه درلوده چې پکې د شوری په اړه او هم د محصلينو د هم اهنګی او مشکلاتو په بنا خبري او اترې وشي، او هم د نوی کابيت غړي محترم ته وروپيژندل شول. د ښاغلی جانان موسی زی هم دغه نوی نووښت وستايه او هم يې وعده وکړه چې په راتلوکې به سفارت د شوری سره په همغږی وی او هغه مشکلات چې محصلينو ته په مختلفو برخو کې دی په شريکه سره حلوو،
د جانان موسی له غوندې څخه وروسته شوری د محترم فیض سره د محصلينو اړوند مشکلاتو يو اوږد مهاله ناسته درلوده چې د هر پوهنتون محصل او استاذی خپل ستونزی د محترم فيض سره شريکی کړی، نوموړې ياده کړه چې هغه مشکلات او ستونزی چې محصل ته په پاکستان کې ورپښ دی زر دی چې د سفارت له لارې حل او ځای پر ځای کړي، چې د شوری کلنې غونډه په سفارت کې په دعا سره پای ته ورسيده.