راشه چې سپرلی دې شم

راشه چې سپرلی دې شم ګلزار دې شم
راشه  چې  د بدې  ورځی  يار  دې شم
 
ستا  د پاکی مينې  محبت کې  يار
ژوندشمه   وږمه  شمه بهار دې شم
 
نه شته بله  لار  نه  بل تدبير چيرې
راشه چې مرهم دې شم  قرار دې شم
 
ته  ما  ته     په  مينه  مينه   وګوره
زه به  دې  لمبه شمه انګار دې شم
 
ما سره  جذبه  د ه  محبت  زړه  کی
راشه چې کاکل دې شم سینګار دې شم
 
مينه د اخلاصه  سره خوندکوي
راشه  چې  د مينې  وفا دار دې شم
 
هسکه غاړه زيب لري  امېل سره
راشه چې دسپېنې غاړې هار دې شم
 
شرنګ دې دپايزيب په زړګي ښه لګي
راشه چې پايزيب دې  شم شرنګار دې شم
----------------------------------
سميع الدين افغانی
٢٦  -  ٥  -  ٢٠٠٩