زه به راشم


زه به راشـــم دخيـالــونـو تــاج مـحل تـه
هــرڅه ســپارم به دخـپل تـنـدي ازل تـه
دقــفــقــاز دښــاپــيرو دحــــسن خـيــالـه
ســتاديـدن به کـړمه ښـکته دزړه تـل تـه

دګــناه له ډاره مــخ مـــې وو پــټ کــړې
مابه ويل چې جنتـوکې ســکــون غــواړم
خــو دوزخ دبيلــتــانه ســتــي په اور کړم
اوس ګــيلو ته دی يو نوې بدلـون غـواړم

دارمان غــوټــۍ ته نوې وســوسـه شـــوم
دهتـلردمــينې خــيال ته يو کيـــسه شـــوم
ما ويل چــې مــنزلـــګاه به شـــم دمــيـنې
خــو بيځــايه زه ورګـډه په قافـيـــله شــوم

اوس دژوندارمان په وريځوکې پټ شوې
دبوډۍ ټال په شينــکي اســمان کې نــشته
دخــيالـو او ايــمان ټال کـې به ځـنګــيـږم
سلــــيمان د نګــين ياد جــهان کــې نشـته

نه مـکې دمـوســی خان به راژوندې شـي
نه به مـــينه مـو شــي خپله نه پردې شـي
نه به ته د شــاه جــهان غوندی پاچــاشـئ
نه ممتاز به ســتا شـــيرينه دځــوانی شـي

بس دژوندپه کګږليچونو کې ورک شوې
دزمــا ن نــه افســانــې به درتــــه راوړم
دا ژوندون خــو ديادونـــو امتـــحــان دی
دژوندپاې نه څــوکيــسي به درتـه راوړم

که ژوندون راته تيـــاروکـې رڼا راکــړي
ياعيسی راته مړجــسم کې ســاه راکــړي
زه به بيــادقــفقاز غـروکې ښاپــيــرې شم
ســتانـاکامــو ارمــانـونـو تـــه زولـۍ شـم

کشــمالــي او چــمبــيلي دننــګــرهــارنـه
ګــلابــونـــه ســـتا د ميـــــنې د بازار نــه
دانار ګــلان بــه ټــول پلــو کـې ټول کړم
حفــيظ رابـه وړي مـراد سـخي دربــارنه