د مټ درد او اصلي علتونه یې

نن مې داسې وپتېیله، چې د مټ درد په هکله یو څه ستاسو درنو ملګرو سره ځکه شریک کړم، چې په ورځنیو چارو کې ډیر ورسره مخامخ کیږم، هغه دا چې د ناروغانو په کتنه او درملنه کې ډیر داسې ناروغان لرم، چې د مټ درد سره مخامخ وي. په عادي ډول خلک مټ یو مفصل یادوي، خو دا داسې نه ده، د بدن په نوموړې سیمه کې د څو مفصلونو او عضلو درد ښایي د مټ درد په نامه یاد شي. د مټ لپاره لکه د نورو مفصلونو په څیر حرکت یوه عادي خبره ده، خو ځینې وخت همدغه حرکت د درد سبب ګرځي او د مفصل د لا زیات زیامنیدو سبب کیدای شي. په دغه لیکنه کې به کوښښ وکړم، چې تاسې سره عام معلومات شریک کړم.
په موضوع د ښه پوهیدلو لپاره به خپله لیکنه په څو برخو وویشم:
د مټ اناټومي؛
د درد اصلي لاملونه؛
د ډاکټر کتنه (معاینه)؛
د ناروغۍ درملنه.
د مټ اناټومی
 

 
د مټ مفصل د دریو هډوکو نه جوړ شوی دی: د لاس پاسینی هډوکی-نلی(humerus)، د ولی، یومکی هډوکی(shoulder blade) او د کلۍ یا ګروی هډوکی(collarbone) په ګډه د مټ بند جوړوي.
 
د لاس هډوکي پاسینۍ ګړده برخه(humeral head) او د یومکي هډوکي کاسې ته ورته برخه چې Glenoid نومیږي په ګډه د مټ بند جوړوي. دغه دوه هډوکي د عضلو او وژو، پلو(Tendons) په وسیله یو د بل سره وصل دي، چې د کومو په مرسته موږ خپل مټ ته حرکت ورکوو.
د درد اصلي لاملونه
د مټ درد عام لاملونه موږ په څلورو برخو ویشلای شو:
د پلو، وژو یا ټانډون التهاب(بورسیت یا د وژې التهاب) او یا یې پریکیدل؛
د مټ سستیدل، بی ثباتی(Instability)؛
دبندونوپاړسوب، ارتروز(Arthritis)؛
كسر، ماتوالى(Fracture).
د یادونې وړ ده، چې د مټ درد نور غیرې عام لاملونه او علتونه هم شته، چې په ناروغانو کې ډیر کم لیدل کیږي، چې هغه په دې ډول دي: د مټ بند تومور، انتانی او عصبي دردونه.
بورسایټیس(Bursitis)
بورسا یو ډول کوچنۍ کڅوړې ته وايي، چې په کې مایع او اوبه موجودې وي، او د بدن په ډیرو بندونو کې شته، د دغو کڅوړو اصلي دنده د هډوکو او وژو، پلو او عضلو تر منځ یو پر بل موښنه او اصطكاك کموي.
ځینې وخت د یوه مفصل او بند ډیر حرکت او پر بند ډیر فشار راوستل د دغې کڅوړې التهاب منځ ته راولي، چې دغه حالت په خپل وار سره د یوه مفصل د درد سبب ګرځي. د مټ په بند کې دغه کڅوړه د یومکي هډوکې یوې برخې لاندې، چې اکرومیون(Acromion) نومیږي ځای لري، چې ترې لاندې د مټ د څلورو مهمو حرکتي عضلو نه د یوې عضلې وژه پرته ده، چې د نوموړې کڅوړې یا بورسا التهاب او لویدل په دغه عضله فشار راولي، چې په پایله کې یې د نوموړې عضلې د وژې التهاب او د مټ د درد سبب ګرځي، چې دغه حالت په خپل وار سره د یوه ناروغ ورځنۍ چارې لکه د ویښتانو شانه کول یا د جامو اغوستل ګرانوي.
د وژې، پلې یا ټانډون التهاب یا (Tendinitis)
ټانډون د یوې عضلې رسۍ ته ورته هغه برخه ده، چې عضله د هډوکي سره وصلوي. د یوې وژې التهاب هغه وخت منځ ته راځي، چې په نوموړې پله یا وژه ډیر فشار راشي یا په بله ژبه کله چې د یوې عضلې نه د خپل حد نه ډیر کار اخیستل کیږي او په یوه بند کې د حد نه ډیر حرکت منځ ته راځي او یو څوک د یوه مفضل نه ډیر کار اخلي، دغه حالت د یوې پلې د التهاب سبب ګرځي، چې یوه ښه بیلګه یې د ټینس او ولیبال لوبغاړو د لاسونو درد دی. د مټ بند د وژو تر ټولو ډیر التهاب د نوموړي مفصل د څلورو مهمو عضلو(Supraspinatus, Infraspinatus, Teres minor, Subscapularis) د ټانډونونو یا وژو التهاب دي.
د وژې یا ټانډون پریکیدل(Tendon Tears)
د یوې وژې پریکیدل هغه وخت منځ ته راځي، چې یا په عضله ډیر فشار راشي یا د یوې عضلې نه بې حده ډیر کار اخیستل کیږي او یا په کوم ټانډون کې د تخریبي تغیرات(Degenerative changes) منځ ته راشي، دغه حالت په مضمن ډول د یوې وژې د پریکیدلو سبب ګرځي، چې په بایله کې یې د مټ هغه حرکت چې د نوموړې عضلې اصلي دنده ده، له منځه ځي او په مټ کې د درد سبب ګرځي.
د لاس نیونې سندرم(Impingement syndrome)
دغه سندرم هغه وخت منځ ته راځي، کله چې موږ خپل لاس د بدن نه لرې څنګته پورته کوو، د درد اصلي علت په هغه عضله چې د اکرومیون لاندې پرته ده د ډیر فشار له کبله ده یا په بله ژبه دغه سندرم هغه وخت منځ ته راځي، چې یا د کلۍ او اکرومیون(Acromioclavicular joint) مفصل التهاب یا ارتروز ولري، چې د نوموړي التهاب په نتیجه کې دغه بند پړسیږي او یا د دغې سیمې بورسا یا کڅوړه لویږي، چې دغه حالت د مټ مفصل په دغه سیمه کې پر هغه عضله، چې اصلي دنده یې د لاس پورته کول دي، فشار راولي او په دې ډول کله چې موږ خپل لاس پورته کوو درد منځ ته راځي.
د مټ سستیدل بې ثباتي(Instability)
دغه حالت هغه وخت منځ ته راځي، کله چې د انسان لاس ووځي او د خپل ځای نه بې ځایه شي. د لاس وتل هغه وخت منځ ته راځي، چې په لاس په یوناڅاپي ډول بې حده فشار راشي، نو د لاس پاسینی هډوکی د نوموړي بند نه بې ځایه کیږي. د لاس وتل ریښتیا هم چې ډیر درد لري او عادي درد نور هم د درد د سختوالي سبب ګرځي. کله چې د لاس وتلو پوره درملنه ونه شي، نو د لاس بیا بیا د وتلو لامل ګرځي او دغه حالت د لاس د ارتروز(Arthritis) ناروغۍ سبب ګرځي.
د مټ ارتروز او التهاب(Arthritis)
لکه څرنګه، چې د لیکنې په پاسینۍ برخه کې یادونه وشوه، د لاس د بیا بیا وتل یا تروما د نوموړي مفصل د ارتروز ناروغي لامل ګرځي. د دغې ناروغۍ اصلي علایم د درد، پړسوب او شخي دي. د نوموړې ناروغۍ په پایله کې لومړی د مفصل غضروف ورانیږي.
د مټ بند د هډوکو ماتیدل، کسر(Fracture)
د مټ درد اصلي علت ښايي د نوموړي بند د هډوکو ماتیدل یا کسر وي، چې دغه حالت د لاس د نه حرکت سبب ګرځي او ډیر کم حرکت په مټ کې سخت درد منځ ته راولي.
د ډاکټر کتنه(معاینه)
دلته یو څو خبرې شته، هغه دا چې که په لاس یا مټ کې مو درد حاد او دروند وي، نو ښه به دا وي که خپل ځان ډاکټر ته وښایاست، خو که درد حاد نه وي، نو بیا یو څو ورځې متل شوئ او پر لاس فشار او ستړیا کم کړئ، که درد په کمیدو و او یا ورک شو، نو د ډاکټر حاجت نه شته، که درد نه کمید، نو خپل ځان ډاکټر ته وښایاست.
د ناروغ تاریخچه
دا یوه جوته خبره ده، چې د یوې ناروغۍ د ښه تشخیص کولو لپاره تر ټولو ښه رول د ناروغۍ تاریخچه لري. ډاکټر ښايی د کتنې په وخت کې له تاسو نه یو څو پوښتنې وکړې:
هغه دا چې درد مو حاد دی که مضمن؟
درد مو کله پیل شوی دی او په کوم حالت کې خپل ځان ښه احساسوئ؟
د درد د ډیرولو اصلي لاملونه کوم دي؟
درد یواځې په خپل مټ کې احساسوئ، که کوم بل ځای ته هم انتشار کوي؟
د درد د کومولو لپاره مو کومه درملنه هم کړې ده که نه؟
فزیکي کتنه(معاینه)
د ډاکټر په کتنه کې به ډاکټر د مټ پلسوب، تودوښه، درد، د عضلو کمزورتیا، د مټ حرکات، د بند سؤ شکل او نورو علایمو ته ډیره پاملرنه وکړي. دا ځکه، چط د یوط ناروغۍ د ښه تشخیص لپاره دغه علایم ډیر مهم رول لري.
ټیسټونه او لابراتواري معاینات
د نوموړې ناروغۍ لپاره ښايی ډاکټر لاندې معاینات او لارښونې تاسې ته وکړي:
اکسرې؛
Magnetic resonance imaging )MRI)؛
Computed tomography (CT) scan؛
تلویزوني معاینه سونوگرافي؛
آرتروسکوپي.
درملنه
په پیل کې به ښه دا وي، چې د ۵-۷ ورځو لپاره په لاس ډیر فشار رانه ولي او د ډیر حرکت نه ډډه وکړئ، که شوني وي خپل لاس ته اورتز یا دسمال واچوئ، چې د ډیر حرکت نه يې وساتي. ستاسې ډاکټر به د څو ورځو لپاره د درد د کمولو او په نوموړي مفصل کې د التهاب ضد دوګانې درکړي، که د درد دواګانې تاثیر نه لري، نو د ستروید پیچکاری ښايی درته ووهي.
 همدا ډول د نوموړې ناروغۍ د درملنې لپاره فیزیوتراپي هم ښه نتیجه لري. دا هم د یادونې وړ ده، چې کله چې درد ارام شي نو د مټ خاص ورزش عمده رول لري، چې دلته به یې یوه بیلګه په ویډیو کې درسره شریکه کړم.
 

 
کله چې په مټ کې درد ډیر وخت ونیسې او درملنه یې د دریو میاشتو ډیره وي او کوم تاثیر نه لري، نو په داسې حال کې د جراحۍ اړتیا شته.