په درېاب دمحبت کړمه اشنا ګډ 
چې رسواشومه په مېنه بې پرواګډ 
مېن هله له هو ښېارو نه جلا شي 
چې دمېنې په توپان کې شې جلا ګډ 
د خو بانو په لور سر رندانو ټېټ کړو 
چې ساقي پيا له په لاس شو په نڅا ګډ 
د وفا مزه به بې له جفا څه و ه 
محبت کې که راز نه وي دجفا ګډ 
عقل کله مينه وړلی شي له زړه نه 
په تدبېر به اوښان نه شي په هو ا ګډ 
په جرئت مېنه رسوا کړه چې پخه شي 
مه شه ډار په محبت کله د چا ګډ 
خدمتګار مېنه دچا په تور لړ لې 
چې دسترګو تور اوسپېن شولو زما ګډ