لي کوان یو دسینګاپور بنسټګر

 
بریا، سوله او پرمختګ هغه ملتونو او ټولنو ته څان رسوي چې خپل مشران، د فکري پراختیا، ژمنتیا، کلک هوډ او یو لړ نورو لوازماتو  پر بنسټ انتخابوي. هغه ټولنې چې د سمتي او قبیلوي ذهنیتونو له ګرابه د راپورته کیدو توان لري او د ټولنیزې ښیرازۍ په موخه په خپلو مشرانو کې د جوهر پیژندنې پیاوړی ځواک او هنر تر لاسه کړي، د خپلو مشرانو د مرګ وروسته ددوی په شناختو ساندو ته نه پاته کیږي.
دریمه نړۍ په ټولیز ډول د لیډرشیپ د تشې په رنځ اخته ده. ادارې او سیاسي فساد چې اوسمهال په دریمه نړۍ کې د ځینو ټولنو لکه افغانستان، هند، پاکستان،... د کلتور برخه ګرځېدلې، ددې لامل شوی چې سیاسي او اقتصادي مشرتابه یې د فساد ککړو او مافیایي ذهنیت لرونکو کسانو په لاس پریوزي.
د ټولنې په پرمختګ او ابادۍ کې د هر فرد رول او مسئولیت خورا مهم دی، مګر له داسې اشخاصو پرته چې محوري رول لري او د ملت جوړونې په برخه کې د ټولنې ټولې پرګنې او پاړکي سره په یو ټغر راټولولای شي، پرمختګ ناشونی وي.
الهې جیولوژیکي امتیازات، طبعي سرچینې، سیندونه،... که څه هم د اقتصادی او ټولنیز پرمختګ په برخه کې خورا مهم رول لري مګر هر وخت د پرمختګ او ښیرازۍ ضمانت نشي کولای، که سم مدیریت، مشرتابه، ادارې او له فساده خالي چاپيریال یې بدرګه نه کړي نو، ځینې وخت کیدای شي ټولنو ته زیان اړونکې پایلې ولري.
په طبعي لحاظ، سویلي اسیا له ختیځې اسیا بډایه ده مګر د مشرتابه  ټیټ معیار، د  بې ثباتۍ، فقر او  باغي ذهنیتونو په ګورت کښیوتې ده.
افغانستان تیرې څلویښت لسیزې کیږي چې د وړ مشرتابه له تشې سره مخ دی، تیرې لسیږې د افغان تاریخ تورې پاڼې جوړوي. د ملت جوړونې په برخه کې ملي مشران پوره رول لري مګر عام ولس ته هم د روانې غمیزې یو څه مسئولیت راجع دی. تر اوسه پورې ملت خپلو مشرانو پسې د سمت او ژبې په بنسټ روان دی چې پایلې یې همدی زغمي. وړتیا، میریټوکراسي، ملي حس هیڅ ددوی تر فکر لاندې نه راځي. دلته تر اوسه هغه څوک د مشرۍ تاج وړلای شي چې زر او زور ولري، دا معیار په لاندې شعر کې انځور شوی:
تاج وړلای هغه سر شي، چې وژل لکه وبا کا
لکه پړانګ داړل څیرل کا، بیرول لکه بلا کا
فکر نه کیږي چې اوسنی امریکا ـ جوړه حکومت دې افغانستان ته ثبات او امنیت راوستلای شي، پرمختګ او ثبات هغه وخت شونی وي چې د مسئولیت لپاره وړتیا لرونکي کسان پیدا کړل شي، دلته د هر څه برعکس د اشخاصو لپاره  خیالي مسئولیت، چې قانون یې نشي توجیه کولای، پیدا کیږي.  د نوي مشرتابه په ټاکل کیدو سره امریکا او لویدیځ ته د اوبو خړولو او ماهیانو نیولو ښه موکه په لاس ورغله.  الله دې په افغانستان رحم وکړي!
بادشاهان چې څومره ډیر وي، هومره وي دنیا برباده
که په افغانستان کې رښتیا هم هدف پرمختګ او امنیت وي نو، اړینه ده چې دختیځې اسیا د مشرتابه له مورګې کار واخیستل شي.
چین د ماو له برکته اوس ددې جوګه دي چې په نړۍ کې د زمري رول خپل کړي، د مالیزیا ولس د مهاتیر محمد له برکته سوکاله دی، (لي کوان یو) هغه سینګاپور د نړۍ په اقتصادي مرکز بدل کړ چې تر اوسه اوبه له ګاونډیو واردوي، تاسې ته یې ژوند او هڅې په لاندې ډول وړاندې کوو:
لي کوان یو هغه وخت وزېږېد چې هېو د بریټانیا مستعمره وه.نوموړي د لندن په  کمبرېج پوهنتون کې حقوق لوستلي او له هماغه ځایه یې د سینګاپور د ازادۍ لپاره مبازره پیل کړې.دی د  (PAP) له جوړوونکو څخه و، دا  ګوند له تیرو درې لسیزو راهیسې سینګاپور رهبري کوي، ښاغلی لي کوان دهمدې ګوند مشري هم کړې ده. سینګاپور  په ۱۹۵۹کال یې له بریټانیا څخه خپلواکي تر لاسه کړه هغه مهال یې د مالیزیا سره  ګډ حکومت جوړ کړ، په ۱۹۶۳کال له مالیزیا او سینګاپور سره جلا شول. سینګاپور یو بندرې هیواد دی، یو مهال یې  د څښاک اوبه له ګاونډویو څخه واردولې، مګر د ښاغلي (کوان) فکر او مشرتابه وکولای شول چې د نړۍ په ستر سوداګریز مرکز یې بدل کړي.
د سینګاپور په اقتصادي او سیاسي اووښتون کې د ښاغلي کوان اقتصادي ماډل ستر رول لوبولای، نوموړي د نړیوالې پانګې او اقتصادي کدرونو د ور جذبولو په موخه کور دننه د پانګوالو د ورتګ په موخه اقتصادي پالیسي نرمه کړه. په دې سربیره، د نوموړي د مشرتابه پر مهال هغه د لوړو زده کړو معیار ته پوره پاملرنه وکړه، سینګاپور په اسیا کې له طبعي زیرمو محروم هیواد ګڼل کیږي له دې امله د ښاغلي کوان اقتصادي ماډل تر ډیره د خدماتو په مسئله راڅرخیږي، نوموړی په دې وتوانید چې سینګاپور په خدماتي اقتصادي بدل کړي.
نوموړی په1959 کې داسې مهال لمړی وزیر شو چې سینګاپور د نژادي او مذهبي ستونزو سربیره د تاوتریخوالي او بې کارۍ څپو پسې  اخیستی و، نوموړی د خپل یو دیرش کلن مشرتابه پر مهال وتوانید چې په سینګاپور کې سیاسي ثبات راولي، ښه حکومتداري، معیاري زیربنا، او عامو وګړو ته د ژوند ښه شرایط برابر کړي.
د فکر له مخې نوموړي په سینګاپور کې د لویدیځ کپیتلیزم په مقابل کې داسې متبادل سیستم رامنځته کړ چې کولای یي شول، فساد، مذهبي اختلافات او نورې ټولنیزې ستونزې د قانون د حاکمیت په مټ له منځه وړلای شي، په همدې موخه نوموړي یو خورا غیزمن حکومت جوړ کړ چې په پایله کې یې د عامو وګړو ژوند ډیر پرمختللی شو. چین له تیرې لسیزې راهیسې لګیا دی د سینګاپور له دولتي جوړښت نه درس اخلي او په هماغه لار د تلو هڅه کوي، کزاکستان له وړاندې د سینګاپور له کامیابۍ اغیزمن شوی.
د نوموړي د مشرتابه پر مهال په سینګاپوري حکومت کې تر ډیره بریده  لوستي ځوانان ځای په ځای شوي و، د نوموړي شعار دا و چې د سینګاپور حکومتي مشران باید د پرمختګ او کار په برخه کې د وسپنې په څير کلک هوډ ولري. ښاغلی لي کوان یو یودیرش کاله د سینګاپور لمړی وزیر و، په 1990 کې یې مشرتابه ګوه تونګ ته پریښوده.
نوموړي د خپل مشرتابه پر مهال د قانون حاکمیت د سینګاپور د پرمختګ پټ راز باله، نوموړی د ژوند په وروستیو کې له دې امله اندیښمن و چې د سینګاپور راتلونکی نسل به د قانون حاکمیت سره کوم ډول چلند کوي.
ښاغلي کوان پرون  دوشنبه سهار وختي له دې نړۍ سره پریښوده. اوسني حکومت د ښاغلي کوان د مړینې له کبله اووه ورځې ملي ماتم اعلان کړی، د نوموړي جنازه به راتلونکې یکشنبه تر سره کیږي.
روح یې ښاد، بشریت یې پوروړی دی
میړونه مري، نومونه یې پاته کیږي.