د نوروز د جشن د مبارکی پیغام

 
 
په فیدرالی روسیه سانکت پیتیر بورګ ښارکی د افغانانو یووالی مرکز اجتماعی سازمان  مشرتابه
دافغانستان دخاوری  دیوی لوی بنسټی تاریحی ملی ورځی  نوروز یا بزګر جشن (میله ) چی اساس يې د بلخ (بلهیکه یا بخدی) دباختری اریایانو د پره ذاته یا پیشدادی بادشاهانو دګیومراث له اولادی یمه یا جمشید څخه اخیستل شوی دی  په ویاړ ټولو افغانانو ته دزړه له کومی تبریکی وایی.
خداوند تعالی دوکړی چی په دغه نوی کال  کی زموږ ګران هیواد  افغانستان ته سرتاسری سوله، ثبات اوارامی منځ ته راشی ترڅو افغانی کورني او باندینی کډوال بیرته  خپلو کلیو، دښتو او غروته  را ستانه شی او داوسنی اوهم راتلونکی نسل دشتون  په هکله په بیا جوړه ونه لاس پوری کړی .
موږ دافغانستان د ولسمشر ښاغلی  اشرف غنی اونوروښاغلیو مشرانو  نه دا تمه لرو اوغواړوغوښتنه هم تری کړو  چی  ولس ته د خپلوژبنو د بنسټی ټکیو دورکولوسره سم د په افغانستان کی یوه  خپل واکه او د اداری فساده نه تشه یوه ثابته دولتی اداره  چی د مسلکی تجروبو لرونکو  او دملی ګټو ساتونکو کدرو باندی والاړه وی، منځ ته راوړی .ترڅو دافغانستان خلک ددغی باندنی تپل شوی تراژیدی مهال څخه راووزی.
 
نعیم ګل  ځدران  په فیدرالی روسیه سانکت پیتیربورګ ښار کی دافغانانو د یووالی مرکز اجتماعی سازمان مشر.