
دلوى اوبخښونکي خداى په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
چارشنبه ٢٤ جون ٢٠٠٩
سرليکنه( اداريه)
دولسمشريزو ټاکنو لپاره کانديدانو هريو ډاکټر عبدالله عبدالله ، ډاکټر اشرف غني احمدزي ، مير ويس ياسني سره په کابل کې دامريکا سفير يکنبيري جلا جلا کتنې ترسره کړي او د هغوى له تگلارو ځان خبر کړې ، چې د کوم کانديد تگلاره او سترتيژي د امريکا دخوښۍ لامل گرځي ، چې ورسره خپل وړانديزونه هم ورگډ کړي او د کانديدانوتگلارې په رڼا کې امريکا خپل غوڅ دريځ څرگند کړي د افغانستان ټولټاکنو ته دامريکا په گډون د نړيوالو پام راگرځيدلى او له بلې خوا په افغانستان کې د ناامنۍ پېښې هم ورځ په ورځ مخ په زياتيدو دي او ځينوو شنونکيو اټکل څرگند کړې، چې په ټول
هېواد کې داسې ناامني روانه و ي نو کيداى شي ، چې ټاکنې وځنډيږي که څه هم د ټاکنو د امنيت لپاره بهر ني ځواکونه افغانستان ته رارسيدلي او له بلې خوا د کورنيوچارو وزير ډاکټر حنيف اتمر لا پخوا د نا امنۍ په اړه خبري رسينوته څرگندونې کړي . خبره داده ، چې ولس ته ډاډ ورکړې شي اندېښنې زياتېږي او ددې اندېښنو د مخنيوي لپاره دولتي چاواکي هيڅ اقدام نه کوي دا ، چې ټاکنې ورځ په ورځ رانږدې کيږي يوه بله پوښتنه د سړي ذهن ته ورځي او د ټاکنو مشروعيت له پوښتنې سره مخ کوي يوه دا چې په بهر نيو هېوادونو کې افغان کډوالو ته په ټاکنو کې برخه نه ورکول کيږي او ورته
ويل شوي ، چې کارډونو ترلاسه کولو لپاره اړوند ولايتونو ته لاړ شي او هلته دې په ټاکنو کې برخه واخلي او بله دا، چې په هغو ولايتونو کې ،چې زياتې سيمې د حکومت له واکه بهر دي ولس يې له ټاکنو بې برخې کيږي نو د دې ټاکنو له لارې کوم ولس مشر راميدان ته شي هغه به په قانوني او حقوقي دريځ رښتنې او دټولو خلکو د باور له مخې قانوني ولسمشر شي که څه هم قانون پوهان لاپه دې خبره سوچ کوي . چې دټول هېوادپه کچه رښتنې ټاکنې ، چې دټول هېواد ولس په کې په يو ډول برخه واخلي ناشونې ده دې لپاره حقوقي لارې لټول کيږي خو د بري لاره يې لاموندلې نه ده .
ليکوال فضل قادر انډيوال