
دلوى اوبخښونکي خداى په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سه شنبه ٢٣جون ٢٠٠٩
سرليکنه ( اداريه )
دهېواد په روانو ټولټاکنو کې له څلوېښتو زياتو نوماندانو د ولسمشرۍ لپاره نومونه ليکلي او خپل تگلارې يې د رسنيو له لارې ولس ته رسوي او په اتنخابي کمپاين کې پر ولس وېشي . څو خبرې ، چې د ټولو سره گډې دي ملي وحدت ، رغونه ، دهېواد پرمختگ او پرخپلو پښو ولاړ افغانستان اوورته نورې خبري دي، چې نوماندانو له خوا خلکو ته ويل شوي او کمپاين کونکي يې په زور او زېر ولس ته تکرار وي يوه خبره ، چې تگلارې سره جلا کوي هغه د پارلماني نظام او رياستي نظام تر منځ خبرې دي چې ډاکټر عبدالله د بدلون تر شعار لاندې د پارلماني نظام د دود ولو خبره کوي او ولسمشر کرزى خو
د رياستي نظام په چوکاټ کې په واک ناست دې خو ډاکټر اشرف غني د ځواکمن اقتصاد او پياوړتيا غږ پورته کړې ، چې ولس يې ملاتړ وکړي يو بل کانديد ، چې دملي کنگرې له خوا ځان راميدان ته کړې بشير پيژند نوميږي هغه بيا د فيډرالي نظام ډنډوره غږوي ، چې ولس پرې وغولوي اوس ولس ته په کار دي ،چې د کانديدانو تگلارې په ژوره توگه وڅيړي او داسې کانديد غوره کاندي ، چې د ټول هېواد په کچه دولس او هېواد په گټه وي او يو داسې کانديدته رايه ورکړي ، چې نظام يې د ولس رښتنې استازيتوب وکړي د پارلماني او رياستي نظامونو پلويان او مخالفين ډېر دي خو دواړه هم گټې لري او هم
تاوان خو يوه خبره ،چې دهېواد او ولس په ستر زيان تماميږي هغه د فيډرالي نظام غوښته ده،چې دځينو خودغرضه پرديو له خوا افغانستان ته د دا ډول تگلارو راليږدول غواړي فيډرالي نظام په ذات کې د هېواد د تجزې او وېش په معنا دې ، چې په افغانستان کې ملي کنگرې گوند د هم دې هدف لپاره رامنځ ته شوې او ځينې يې پردي پال په کې واکمن وي او غواړ ي، چې دهېواد د تجزې لپاره لارې برابرې کړي ، چې هېڅ کله به ددوى دا پوچ ارمان پوره نه شي .ولس بېدار دى ځيرک دى اود فيډرالي نظام ډنډورچيان به برياليتوب ته ونه رسوي .
ليکوال فضل قادر انډيوال