دا دکـــوم جـــرم ســـــزا ده ؟

لويه خدايه په افغان باندې تورتم دی
نه پوهيږم د کــوم خوا نه دا ماتم دی
 
هــرقــدم کې د مرګي دام ورته خور دی
شپه او ورځې يې دا کور کلی بې دم دی
 
طالبــانو اې ناټــو څــه يــې ګــــناه ده
چې مرګی ورسه ملګری هر قدم دی
 
څه ګناه يې دې واړه بچـــي ده کړې
خپله خاوره کې الوتی چې په بم دی
 
دپکتيکا ولسوالۍ کې شوې پېښه (1)
يو نن  نه دی هره ورځ مو دغه غم دی
 
پنځه وروڼه د ظالم راکټ خوراک شول
د کمکيانو دغه مرګ څنګه د زغم دی
 
طالبانو تاسويې پلار سره دښمني وه
دا د ګل غوندې ماشوم په څه کې ګرم دی
 
اسدجان او ستار جان خو صغيران و
دا صغير سوی لمبو کې دم په دم دی
 
دا کمکيان خو د ګناه اود ثوابه ناخبر و
نو بيا ولــې په کمکــي باندې ستــم دی
 
پاکـــه ربه دا دکـــوم جـــرم ســـــزا ده
چې دقام مې دښمن شوی ټول عالم دی
 
ديوې خوا نه پرې ټانګونه بمباري ده
بلې خوا ته په ځانمرګي سر قلم دی
 
رؤفي سلګو نيولی ډېر بې تاب دی
شپه او ورځ يې په ژړا سترګې په نم دی
 
مطيع الله رؤفي ، جرمني
 
(1)  وګوری : http://www.rohi.af/fullstory.php?id=3622&CatID=10