دنړۍ تر ټولو بوډا سړی د113 کلنوپه عمر په جاپان کې ومړ

نن دجمعې ورځ 19.06.2009 د نړۍ تر ټولو بوډا سړی ، چې 113 کلن و د جاپان هېواد په ميازاكي وﻻيت کې ومړ .
دغه سړی چې توموجي تانابه  Tomoji Tanabe نوميده د زړه د ناروغۍ له امله ومړ او د نوموړي نوم د ګينس د ريکارډونو د ثبتولو په کتاب کې هم راغلی دی .
  توموجي تانابه  د خپل اوږد ژوند ﻻملونه د سګرټو او الکولي مشروبات نه څښل ګڼي . خو د اوږد ژوند ﻻملونه ډېر نور هم کيدی شي  .
  ويل کيږي هغه خلک ، چې کمه غوښه خوري او يايې هېڅ نه خوري او ترکاري او ميوې زياتې خوري هم اوږد ژوند کوي . همدا راز چاپريال هم د انسان پر ژوند ډېر اغيز لري ، چې د اوسني کابل غوندې په يوه ککړچاپريال کې د اوږده ژوند کول به يوه معجزه وي .
د روغتيا دنړيوال سازمان د رپوټ له مخې جاپانيان د دوهم پرله پسې کال لپاره دنړۍ تر ټولو زيات عمر لري . د روغتيا د نړيوال سازمان د سروې له مخې ، چې دنړۍ په 193 هېوادونو کې تر سره شوې، په نړۍ کې دخلکو منځنی عمر 71 کاله ښودل شوی.د رپوت له مخې جاپانۍ مېرمنې د 86 کلومنځني عمر په درلودو سره د نړۍ تر ټولو ډېر عمر کوي او جاپاني نارينه د 79 کلو منځني عمر په درلودو سره د سان مارينو او آيسلنډ تر نارينه وو وروسته درېيم ځای لري. په دغه رپوټ کې د عمر تر ټولو ټيټ منځنی عمر په سېراليون کې 41 کاله او په افغانستان کې 42 کاله ښودل شوی.
رپوټ زياتوي ،چې دواکسينونو له استعمال سره په 2007 کال کې د ماشومانو مړينه په هرو زروماشومانو کې له 91 څخه 67 ته راکښته شوې، خودامېداوه ميندو مړينه په هرو سلو زرو کې د پخوا په څېر 400 پاتې شوې.