زموږ کلـــی او ګلزار باندې څه وشول
په سپرليو ، نوبهار باندې څـــه وشول
بوراګـــان د باغ په لوري نه رادرومــــي
په دې خوارغريب مليار باندې څه وشول
چه د خياله يې رخسار په اوربل پټ وه
په هغــــې ښکلې نګار باندې څــه وشول
نه ادم شته نه رباب نه هغه مينه
د فرهــــاد د زړه قرار بانـــدې څه وشول
دلتــــه هـــرڅه دي وران شوي ويجاړيږی
زموږ کلـــی زموږ ښار بانــــدې څه وشول
دغه څوک دی چې په خپلوکی يې وران کړو
ولسونـــو او اعتبار بانــــدې څــــه وشول
داڅــــه وشول څـــه بـــه کيږی نه پوهيږو
زموږ د خلکـــو په وقـــار باندې څه وشول
د ظا لــــمو او بــې رحمو زور چليږي
افغانی زموږ روزګار باندې څه وشول
-------------------------------------
سميع الدين افغانی
١٩ - ٥ - ٢٠٠٩
مهاجرت
وروستي