په افغانستان كښې پر نا امنۍ د حنيف اتمر اعتراف!


د لوی او بخښوونكي خدای په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
دوشنبه 22جون 2009
سرليكنه (اداريه )
 د هېواد امنيتي حالات د پخوا په پرتله ډير ترينګلي شوي ، په تيره اوونۍ كښې د بريدونو او پېښو ګراف مخ په زياتيدو وه ، يوسلو ديرش جرمي پېښې شوي ، په 26 ولايتونو كښگې 118 ځانمرګي بريدونه شوي، 86 پوليس د طالبانو لخوا نيول شوي دا هغه خبرې دي چې د كورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر په كابل كښې كړي دي دا داسې وخت دي چې د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د ټاكنو لپاره رسمي كمپاين پيل شوي او ټاكنو ته له دوو مياشتو لږ وخت پاتې دي نوموړي د شخصي امنيت د ټينګښت لپاره ديوشمير پوليسو د ټاكلو خبره هم كړي دسياسي شننونكو پر اند د شخصي امنيت د ټينګښت پر  ځواك د ولس باور نشته ځكه چې كه دولت شخصي امنيتي كمپنۍ ته د لوړ معاش په بدل كښې دامنيت د ساتنې دنده وركوي نو ايا د دې باور څوك وركولاي شي چې دغه امنيتي شركت به د مخالفينو لخوا د پيسو په وركړي امنيت ګډوډ نه كړي كه څه هم په انفرادي توګه وي كه دولت د شخصي كمپنيو د لوړ پوړو چارواكو سره د امنيت د ټينګښت تړون لاسليك كړي وي خو د امنيتي شركت  د غړيو ضمانت څوك وركولاي شي چې د رشوت او يا د كومي بلې طمعې به بدل كښې امنيت نه ترينګلي كوي ډير ځله داسې  ليدل شوي چې دامنيت ترينګلتيا د شخصي كمپنيو د سرتيرو لخوا رامنځ ته شوي كه څه
 د شركت لوړ پوړيو چارواكو دولت او ولس ته پوره  ډاډ وركړي خو بيا هم په خپل ډاډ كښې ناكام شوي دي پر افرادو واك نه لري يواځې د يو څو روپيو په بدل كښې د امنيت د ساتنې سينه ډبوي خو په عمل كښې همدا شخصي امنيتي كمپنۍ دي چې دامنيت ټينګښت ته يو ډول نه ډول ګواښ پيښوي ياله مخالفينو پيسي اخلي اويا كوم بل لالچ تر سره كوي .
 
ليكوال : فضل قادر انډيوال