جنرال قاسم سلیماني

 
جنرال سلیماني ته په ګرد منځني ختیځ کې دپیاوړي سړی په سترګه کتل کیږي. نوموړی په عراق، سوریه ، فلسطین او لبنان کې دنفوذ او خبرې سړی دی ، تل هڅه کوي، چې له  رسنیو ځان وساتي  لږ غږیږي او ډېر اوري.  
ددې پیچلي جنرال په اړه ویل کیدل، چې دا دبغداد واکمن دی اوس  پرې تور دی، چې په سوریه کې دبل هر چا په پرتله  دواک او خبرې څښتن دی. واشنګټن پوسټ لیکلي دي : دا دایران په بهرنۍ تګلار کې له مهمو او کلیدي کسانو څخه یو دی. بله امریکايي مجله  نیویورکر وايي :
جنرال سلیماني په منځني ختیځ کې پیاوړی کس دی ، خو ډیر لږ یې پيژني. نوموړی پنځلس کاله کیږي،چې دسپاه پاسدارانو په چوکاټ کې دالقدس قول اردو (نیروی قدس) مشر دی ، سلیماني په منځني ختیځ کې داسې وضعیت رامنځته کړې دی، چې ټوله ګټه یې ایران ته رسیږي ، خو عجیبه داده، چې په دې ټوله موده کې  جنرال سلیماني ځان له رسنیو ګوښه او پټ ساتلې و او هر څه یې په پټه خوله ترسره کول.
دجنرال قاسم سلیماني  په 1957ز کې په قم کې زیږیدلی دی، له بیوزلۍ کورنۍ  سره تړاو لري.
نوموړی اوسمهال په پلازمینه تهران کې استوګن دی ، ژوند یې دنورو ایرانیانو په څېر دی، دصدام حسین دمهال استخباراتي راپورونه وايي : جنرال سلیماني له ډېره پخوا پردې روږدې شوې دی، چې دشپې 09:00 بجې بیده او سهار 04:00  رابېداریږي، له پروستاټ ناروغۍ سربېره دملا له درد څخه شکایت کوي.
نوموړی درې زامن او دوه لوڼې لري له خپلو بچیانو سره له درناوي او مینې ډک چنلد کوي ، خو چلند یې کټ مټ دیو نظامي پلار په څېر دی، لور یې نرګس په مالیزیا کې اوسیږي او دا یې په اړه سخت اندېښمن دی ځکه ، چې لور یې دپلار  پر لار نه ځي .
سلیماني په 1980 زکې له سپاه پاسداران سره یو ځای شوی دی، دعراق – ایران په جګړه کې یې ونډه درلوده وروسته بیا له عراق سره په پرته کرښه دلسو مهمو نظامي قومندانانو ډلې ته ننوت او د وخت په تیریدو یې ترفیع تر لاسه کړه او دهمدې ډلې له مهمو هغو څخه یو شو.
په 1998ز کې د احمد وحیدي پر ځای د القدس قول اردو (نیروی قدس ) مسوول وټاکل شو او د 2011 ز په جنورۍ کې یې د جنرالۍ رتبه ترلاسه کړه .
جنرال  سلیماني دخپل عمر ډیره برخه  په نظامي فعالیتونو کې تېره کړې ده له عراق سره دجګړې پرمهال د کرمان ولایت د قول اردو، چې هغه مهال په (41 انتقام خداوند) یادیده مسوول و او تر څنګ یې  نور ډېر فعالیتونه هم ترسره کول .
جنرال سلیماني دعلي خامنئي په سپارښتنه   د لبنان ، عراق ، افغانستان او فلسطین  په برخه کې دبهرنۍ تګلارې مسوول او سرپرست وټاکل شو ، په هېوادو کې دسفارتونو مامورین او ډیپلوماټان د سپاه پاسداران  له لورې ټاکل کیږي نه دبهرنیو چارو وزارت  لخوا .
امریکايي استخبارات وايي :   په 1997-1996ز، چې دایران او طالبانو تر منځ  اړیکې بیخي خرابې شوې همدا مهال جنرال  سلیماني دافغانستان – ایران  دګډې پولې له لارې بوسنیا ته جنګیالي استول.
دایران دچارو کارپوهان وايي : دسپاه پاسداران په چوکات کې دالقدس قول اردو په نوم  په رښتینې مانا کوم تشکیل نشته ، بلکې سلیماني  دبهرنۍ تګلارې مسوول دی، چې په ګرده نړۍ کې دپان ایرانیزم  لپاره کار کوي.
وړاندې له دې، چې امریکا پر افغانستان نظامي یرغل وکړي، په افغانستان کې دامریکا پخوانی سفیر ریان کروکر وايي : زه پوه شوم، چې  دولسمشر بوش حکومت ته  ایرانیان نور صبر نه شي کولای . ایران فکر کاوه، چې خبره نوره ناوخته شوې ده او له بمبارۍ پرته بله چاره نشته .
د 2001ز په اکتوبر کې دایران مشر مرکچي ( سلیماني) پر میز یو بنډل کاغذونه په زوره وغورځول او زیاته یې کړه : تر هغې، چې تاسې په هوا کې ددې چټي حکومتونو له جوړولو لاس وانخلئ او سمدلاسه  بمباري پیل نه  کړئ ، دحکومت دجوړولو په اړه به هیڅ پرمختګ ونه شي، کله، چې جدي خبرو ته چمتو شوئ ، بیا پوهیږئ،چې ما چیرې پیدا کړئ ، له کوټې په  منډه ووت  ، کروکر وايي : دا نو ستره شېبه وه ، دا قاسم سلیماني و .
له جګړې وړاندې له دواړو هېوادو تر منځ همکاري وه ، په  ځانګړي پړاو کې همدې مشر مرکچي کروکر ته  د طالبانو دمورچو ، سنګرونو په  اړه مفصله نخچه  وړاندې کړه او دا یې زیاته کړه : زموږ سپارښتنه داده،چې  لومړی یې دلته  په نښه کړئ ، بیا دا ځای پر نښه کړئ ، دا سمه لار ده . کروکر له  مرکچې پوښتي ایا کولای شم  خپل ملاحظات ولیکم ، مرکچي ورته وویل :  کولای شئ نخچه له ځان سره واخلئ .
کروکر وايي : ما خپلو ایراني همکارانو ته وویل : دطالبانو یو څارګر اوس  دایران په ختیځ مشهد ښار کې اوسیږي ، ایرانیان سمدلاسه ولاړ دا طالب چارواکی یې ونیوه او نوي افغان حکومت ته یې وسپاره، چې هغوي بیا امریکایانو ته تسلیم کړ .
سلیماني په تېرو کلونو کې په  ټایلینډ ، هند ، لاګوس ، نیروبي کې له  دېرشو زیات بریدونه  تنظیم کړي دي،چې وروستۍ په امریکا کې  دسعودي عربستان دسفیر ترور و،چې ناکام شو، سلیماني غوښتل، چې دا برید سپینې ماڼۍ ته څېرمه یو هوټل کې تر سره شي ، خو وروسته بیا څرګنده شوه سلیماني، چې دبرید لپاره کوم  کس ټاکلې و هغه هم دامریکايي استخباراتو غړی و .
د ددې پیچلي او مرموز ایراني جنرال په اړه دلیکنې لمن دصدام حسین داستخباراتو هغه شفري نوم رسوا کوم،چې په خپلو پیغامونو او شفرونو کې به یې جنرال قاسم سلیماني د وزو غل معرفي کاوه.