
دلوى او بخښوونکي خداى په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
پنجشنبه 4 جون 2009
سرليکنه (اداريه )
په پېښور کې ، چې کومې چاودنې وشوې له امله يې په خلکو کې ژوره وېره خپره شوې ، چې خلک په اسانۍ ښاري سيمو ته نه ځي . حکومت بايد د ولس د غه اندېښنه لرې کاندي او داسې اقدامات تر سره کړي ، چې ولسي باور يې زيات شي . له بلې خوا د پېښور پوليس او امنيتي چارواکې افغان کډوال نيسي پيژندپاڼې يې گوري که شک يې پرې زيات شي له ځانه سره يې تاڼو ته بوځي . پېسي ترې اخلي اوزوروي يې او دطالبانو سره د تړاو تور پرې لگوي او دپېسو اخستو لپاره پلمې جوړوي .
زياتره هغه افغان کډوال ځورول کيږي ، چې دري ژبي دي . ايالتي حکومت بايد له افغان کډوالو د نيولو څخه دې لاس واخلي او داسې ډاډ ورکړې شي ، چې نور به په پېښور کې افغان کډوال نه نيو ل کيږي او دامنيت د ساتنې لپاره به ځانگړي پلان نيول کيږي هغه ولسي وگړ ي. چې د چاودنو له وېرې ښاري سيمو ته نه ځي ډاډ ورکړي ، چې په پښتونخوا او په ځانگړې ډول په پېښور کې امنيت د ډآډ وړ دې . ځينو ښوونځيوا له ټاکلي وخت څخه وړاندې د اوړي رخصتۍ ورکړي .دا پخپله ددې څرگندونه کوي ، چې د ښوونځيو چارواکي هم د پېښور په امنيت ډاډ من نه دي ؛ ځکه ، چې يوه چاودنه په داسې مهال کې وشوه ، چې ديو ښوونځي موټر يې له ماشومانو سره ښکار شو ، چې په دې سره د ښوونځيو د زده کونکيو پلرونه د پېښورپه امنيت اندېښمن شول اوله ښوونځيو يې د اوړي د رخصتيو غوښتنه وکړه ، چې ښوونځيو هم پلي کړه او خپل ښوونځي يې رخصت کړ ل او دليل يې داوړي رخصتۍ اعلان وښود . او دماشومانو کورنيو ته يې په رخصت پاڼه کې يې وليکل ، چې د پېښور د اندېښمن حالت له امله ماشومانو ته د ټاکلي وخت وړاندې د اوړي رخصتۍ ورکوو. چې حکومت دې غبرگون ته څه مثبت ځواب نه دى ورکړى ؟حکومت بايد داسې اقدامات پلي کړى واى ، چې لو مړى خو د ښوونځيو چارواکو په ناببره تو گه د خپلو رخصتيو اعلان نه کاوه . اوس هم حکومت وخت لري ، چې د پېښور امنيت ته چټک اقدامات وکاندي .