
د لوی او بخښوونكي خداي په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
يكشنبه 21جون 2009
سرليكنه (اداريه )
دا ،چې ورځ په ورځ دافغانستان د ټولټاکنو ورځ رانيږدې کيږي او کانديدانو هم خپل کمپاين پيل کړی خو دهېواد په ختيځ او جنوبي برخو کې دمخالفينو بريدونه زيات شوي او کوښښ کوي،چې په دې بريدونو سره د ټولټاکنو مخه ونيسي . په زابل ،هلمند، کندهار ، روزگان ، خوست ، او لغمان کې ورځ په ورځ د ملي اردو او دملي پوليسو او دبهرنيو ځواکونو پر گزمو بريدونه کيږي بل خوا د کورنيو چارو وزارت اعلان کړى، چې لس زره پوليس د ټولټاکنو د حوزو د امنيت د ساتنې لپاره گمارلي ، د انتخاباتي کمپاين ځينې امنيتي چارواکي هم د امنيت د ساتنې لپاره وسلې گرځوي ، په کلو او بانډو کې انتخاباتي مبارزه روانه ده خو د کورنيو چارو وزارت له خوا دامنيتي ډاډ سره سره بيا هم بريدونه زيات دي او ولس دکورنيو چارو د وزارت په ډاډ باوري نه دي بشپړ باور غواړي دا، چې د کورنيو چاورو وزارت د ولسمشريزو ټاکنو کانديدانوته شل پوليس ورکړي خود ولايتي شورا کانديدان له دې امتيازه بې برخې دي ، او خپل امنيت بايد پخپله ونيسي ځکه ،چې مخالفينو له پخوا گواښ کړی، چې کانديدان به هم د بريدونو نخښه وگرځي دى ته په پام سره د کورنيو چارو وزارت د امنيت د ټېنگښت لپاره که څه هم يې اعلان کړی ، چې لازم چمتو والی لرو خو داسې نخښې شته ، چې دا چمتو والې يې کمزوری دی او د ولس اندېښنې ته
يې مثبت ځواب نه دی ورکړی ، که څه هم انتخاباتي کمپاينونه روان دي ،خو کمپاين کوونکي له امنتيي اندېښنو سره سره خپل کمپاين کوي ، چې ولس په کې چنداني لوالتيا نه ښيي .خو د کانديدانو د کمپا ين کوونکيو په ټېنگار غونډوته ورځي خو اندېښنه لري، چې کومه امنيتي پېښه رامنځ ته نه شي او په ډاډه زړه انتخاباتي غونډو ته نه ورځي خو د کمپاين کوونکيو د خپلوۍ او يا د بلې کومې طمعې له امله اړ دي ، چې ددوى د غونډو گډونوال شي .
ليكوال : فضل قادر انډيوال