په ټولټاکنو او انتخاباتي کمپاين کې دولس ونډه

د لوی او بخښوونكي خداي په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
شنبه 20جون 2009
سرليكنه (اداريه )
په افغانستان کې د ولايتي شوراگانو او دولسمشريزو ټاکنولپاره په رسمي توگه انتخاباتي کمپاين پيل شوې  ټول  کانديدان ددټاکنولپاره کمپاين په مبارزه بوخت ولس سره ژمنې کوي ، چې ماته رايه راکړې ستاسې راتلونکى به روښانه کړم  دکمپاين  غړيو يې گرمې او تودې منډې پيل کړي .او ولس سره غوړې وعدې کوي او ورته وايي ، چې که زمونږ کانديد ته مو رايه ورکړه او بريالى مو کړ واک به ستاسو وي . د ولسمشريزو ټاکنوته کانديدانو بيا دنظام د جوړښت خبره کوي څوک داقتصادي پرمختيا ، د اداري فساد دمخنيوي د ښځو دحقوقو او څوک د پارلماني نظام د جوړښت   او درياستي نظام په نېمگړ تياو رڼا اچوي
 او نور بيا د رياستي نظام د ټېګښت د اوسني اساسي قانون د پلي کيدو خبرې کوي او ځينې کانديدانو خو بيا ځينوته د ولايتونو د جوړيدو د وزيرانو او د سفارتونو د ورکولو ژمنې کړي ، چې دټولو خبره يو ه ده او هغه د واک گدۍ ته ځان رسونه ده ، چې بيا وروسته دواک په مهال نه ژمنه پېژني او نه وعده او نه دولس خدمت او چوپړ ولس ته په کار  دي ،چې سر له اوس څخه په پوره ځېر او هوښيارتيا داسې کانديدان د ولسمشريزو او د ولايتي شوراگانو د ټاکنو لپاره غوره کړي ، چې لږ ترلږه په رېښتنولۍ او دصداقت باور ولري ؛ځکه ،چې په انتخاباتو کې گډون د ولس حق دى او  دهېواد برخليک په ټاکنه کې رايو ته درنښت کيږي .اوس ، چې په افغانستان کې د نظام د جوړښت لپاره هلې ځلې پيل شوي نو ولس دنده لري ،چې په دې ټاکنو کې داسې کانديد ته رايه ورکړي ، چې هېوادله  ستونزو وباسي که څه هم د کانديدانو شمېر ډېر زيات دى او دغوره او صادق کانديد پېژندنه يو بله ستونزه ده او داهم گرانه ده ،چې داسې کانديد وپېژندل شي ، چې دځاڼړيو کړيو سره اړيکې نه لري ددى لپاره ولس له يو بلې ازموينې سره مخ دى،چى دولس خواخوږى او پرديو خواخوږى کانديد وپېژندل شي او هر کانديد ملي گټو ته ځان وفادار گڼي او پرنورو کانديدانو د پرديو د گټو د ټېڼښت تورو لگوي ، چې ملي گټو او دپرديودگټو د وفادارو پېژندنه ستونزه نه  وي او ددغى ستونزې دحل
 لپاره د ولس پو ره ځيرک تيا اړينه ده .
 
ليكوال : فضل قادر انډيوال