اشتون کارټر داوباما په اته کلنه دوره کې ددفاع څلورم وزیر دی،چې دچاک هیګل له استعفا وروسته اوباما وټاکه او ګانګرس هم په غوڅ اکثریت دباور رایه ورکړه، له ټاکل کېدو سره جوخت کارټر وویل : متحده ایالات دبل هر وخت په پرتله له جدي او ستراتیژیکو ستونزو سره مخ دی، موږ باید ډېرې هڅې وکړو،چې دا ګواښونه له منځه یوسو، همدومره لنډې او پیچلې خبرې ددې شاهدي ورکوي،چې کارټر په زړه کې ډېر څه لري،چې وروسته به خپله راڅرګند شي.
- کارټر د1954 ز د سپټمبر پر 24 مه زیږیدلی دی .
- له ییل پوهنتون څخه په 1976 ز کې فارغ شوی او د فزیک متخصص دی .
- له اکسفورډ پوهنتون څخه یې په 1979 ز کې ماستري اخستې ده.
- له 1996-1993 څخه د نړیوال امنیت په برخه کې ددفاع مرستیال وزیر و .
- له 2013-2011 څخه دامریکا د دفاع وزارت عمومي مرستیال و او په ورته وخت کې د اپرایسیون رئیس و نوموړي ټول هغه عملیات څارل، چې هره ګړۍ به ترسره کېدل. د دې ترڅنګ نوموړی د 600 ملیارډه ډالره بودیجې او په پنتاګون کې 2.4 ميلیونه ملکي او نظامي پرسونل مسوول و، په پنتاګون کې دا خبره مشهوره ده، چې اشتون غوڅ او قاطع سړی دی او د وزارت په اداره او کنترول کې پراخه او پخه تجربه لري .
اشتون په نظامي او مدني برخو کې د تجربې څښتن دی او پراخه ویجاړونکو او اتومي وسلو په مخینوي کې یې هم مرسته کړې ده، په افغانستان او عراق کې یې د ځانمرګو بریدونو او چاودنو په برخه کې له امریکايي سرتیرو د مرستې په موخه ځانګړي پروګرامونه رامنځته او پیاوړي کړي دي.
اشتون په هارورډ پوهنتون کې د استاد په توګه هم دنده ترسره کړې ده، دنوموړي پراخه تجربه او زده کړې دي، چې د امریکا په دواړو ګوندونو کې خپل پلویان لري.
د یادونې ده، چې اشتون د ځینو ځانګړو موضوعاتو په اړه سخت دریځ هم نیولی دی د بیلګې په توګه اشتون د دې پلوي، چې په 2006ز کې شمالي کوریا وویشتل شي د ولسمشر اوباما د پریکړې برعکس باید له عراقه امریکايي سرتیري راونه وځي .
اشتون د فزیکپوه او په هارورد پوهنتون کې د استاد، په اتومي سیاست کې د مجرب کس په توګه د کارتر له دورې نیولې ان تر اوباما هغې پورې د امریکا په دفاع وزارت کې دنده ترسره کړې ده، نوموړی له امنیت شورا سره نږدې اړیکې لري. اشتون به کارتر د هرې ستراتیژیکې موضوع په اړه جلا سپارښتنې او مشورې ورکولې .
کله، چې د دفاع پخوانی وزیر لیون پنیټا له دندې استعفا وکړه د دې احتمال و، چې اوباما کارتر د نوموړي د ځایناستي په توګه وټاکي او دا هم په پام کې وه، چې کارتر به د انرژۍ وزیر شي، خو هغه مهال اوباما جمهوري غوښتونکی سناتور چاک هیګل غوره کړ او اشتون بیا د 2013 ز پورې د دفاع مرستیال وزیر و او وروسته یې بیا اکاډیمیک ژوند ته مخه کړه او د لنډې مودې لپاره یې په کانګرس کې هم دنده ترسره کړه هلته یې ټیکنالوژي ارزوله ، بیا په MIT مرکز کې د نړیوالو څېړنو غړی شو، چې وروسته بیا دهارورډ پوهنتون ته ولاړ او هلته د ساینس او نړیوالو چارو د مرکز عمومي ریاست ته ورسید .
دکارټر ټاکنه دامریکا لپاره څه مانا لري ؟
دا سمه ده، چې اشتون کارټر په دواړو ګوندونو کې خپل ملګري او خواخوږي لري او په څرګنده بڼه د پنتاګون ادارې لپاره وړ سړی دی، خو په ورته وخت کې سړی دا نه شي ویلای، چې نوموړی دې د منځني ختیځ په اړه ستراتیژیک فکر ولري، د دې اټکل شته، چې سپینه ماڼۍ به تر ډېره په امنیت شورا کې د بهرنۍ تګلارې مرکزي اړخ وي .
ان سناټور جون مکین خو د ده پر ټاکنه ملنډې وهلي دي « زه ضمانت درکوم، چې اشتون کارټر به د ایران او سوریې په پریکړو کې هیڅ اغیز ونه لري.»
اشتون کارټر دهغو دفاع وزیرانو څخه دی، چې د دفاعي چارو اړوند پرزو په اخستلو کې خلاص لاس لري او دF35 الوتکې پروګرام یې په خپله څارلې دی دا جنګي الوتکه په ډېر لږ لګښت سره جوړه شوې ده، په هر ډول شرایطو کې عملیات کولای شي او تر اوسه 160 ملیارډه ډالره لګښت پرې راغلی دی.
په امریکا کې د وسلو جوړولو شرکتونو د نوموړي له ټاکنې هرکلی کړی دی، ځینې پرې تور لګوي سره له دې، چې اشتون کارټر لوړپوړی امریکايي چارواکی دی، خو په ورته وخت کې دSBD Advisor شرکت سره سلاکار هم دی دا د سلا ومشورې ورکولو شرکت دی.
دCIA پخوانی رئیس ډیویډ پټریوس د اشتون کارټر له نږدې ملګرو څخه دی او پر نوموړي یې اغیز له ورایه جوت دی .
وروستي