
دپاکستان په ملي بوديجه کې ، چې دوه ورځې وړاندې اعلان شوه په کې اسلام اباد کې دخبريالانو لپاره دکورونو جوړول په پام کې نيول شوي ، چې دا پخپله دخبريالانو لپاره يو غوره زېرى دى ځکه ، چې خبريالان يو داسې طبقه ده، چې تل په سختو ستونزو کې ولس له تازه پېښو خبر ساتې دوى د ولس او حکومت ترمنځ د پل حيثيت لري دوى تل د ستونزو او کورونو د نشتوالي سره مخ وي ، چې حکومت په دې اقدام سره به خبريالان يو ځل بيا رښتنيو پېښو ته ځير شي او خپله خبريالي به غوره توگه پر مخ وړي
که حکومت د صوبو د خبريالانو لپاره د کورونو د جوړولو لپاره پيسې ځانگړې کړې وى نو ښه خبره به وه؛ ځکه، چې اسلام اباد پر پرتله د صوبو خبريالان ډېر د ستونزو سره مخ دي او که په اسلام آبا د کې ورته کورونه جوړيږي نو دا به بيا بله ستونزه وي نو ښه خبره داده ، چې په هره صوبه کې ځايي خبريالانو ته کورونه جوړاو ورکړل شي که څه هم پخواني وزير اعلې اکر م دراني د پېښور خبريالانو ته دکورونو جوړول اعلان کړي اسناديې ورکړي خو بياهم داسې دپام وړ خبره په کې نه ده ليدل شوې ، چې د پېښور خبريالانو ته په عمل کې کورونه ورکړې شي
مونږ د مرکزي او ايالتي حکومت څخه جدي غواړو ، چې په اوسنيوجنگي شرايطو کې خبريالانو ته غوره اسانتيا وې ورکړي که خبره قبايلي سيمو ته وگرځونو د قبايلي سيمو خبر يالان بيا له نورو ستونزوسره لاس گريوان دي يو خوا د حکومت او بل خوا له طالبانو په منځ کې دپاڼ او پړانگ په څېر شپې کوي که ديو خوا پلوي کوي نو بله خوا پرې سترگې رابرگې کړي او خبريال نه شي کولاې ، چې خپله بې طرفي ثابته کړي ددې صورت کې حکومت ته د مسووليت گوته نيول کيږي ، چې نه يواځې دخبريالانو بلکې دهر چا ستونزو ته ځانگړ ې پاملرنه وکړي خو ملي بوديجه کې خبريالانو ته د کورونو ځانگړي کول ددوى د زړونو گټنه ده .