په پېښور کې د افغان کډوالو بې ځايه نيونه


د لوی او بخښوونكي خداي په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
جمعه 19  جون 2009
سرليكنه (اداريه )
له تېرو څو ورځوراهيسې د پېښور په بېلابېلو ښاري سيمو کې پوليس افغان کډوال نيسي ځوروي او پيسې تر ې اخلي که څه هم پيژند پاڼې ور ښيي ، خو تر څو ، چې پيسې ور نه کړي بيرته دې نه خوشي کوي .په پاکستا ن او په ځانګړې توگه په پېښور کې په مليو نوافغان کډوال اوسيږي او دحلال رزق د گټلو لپاره ښاري سيمو ته ورځي ، چې وخت ناوخت يې پوليس په مخه کې خنډ جوړيږي داسې وخت هم راغلی ، چې د کورنيو خبرتيا پرته څو څو ورځې په بندي خانو کې پراته وي ، چې نه يې ضمانت کيږي اونه څه ځانګړې واسطه لري ، چې بېرته راخوشي کړاې شي او نه په قانوني توگه ستر ې محکمې ته ورپيژندل کيږي او بيا هم ستر ې محکمې ته وپيژندل شي هلته يې بيا دوسيې په اوونيو او مياشتو پرتې وي حکومت او افغان چاواکي يې هم پوښتنه نه کوي که څوک دافغان د کوم چارواکي سره اړيکي ونيسي نو هغو ورته په ځواب کې وايي، چې مونږ ته چا په قانوني تو گه څه نه دي ويلي  . مونږ د افغان د کډوالوله مشرانو ، افغان سفارت او پاکستاني چارواکو څخه هيله کو ، چې د افغان کډوالو د بې ځايه نيونو څخه لاس واخلي . که چېرې دغه لړې روانه وي نو ښکاره خبره ده ، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ ولسي  دوستانه اړيکو ته تاوان رسيږي او کوم افغان ، چې د کوم ځانګړي هدف لپاره نيو ل کيږي  دهغې لپاره د افغانستان او پاکستان د چارواکو کميسون  شته ، خو د بې گناه افغانانو نيول له زغمه وتلي . ډېر افغانان ا وس دپاکستان په  بېلابېلو  زندانانو کې بې برخليکه پراته دي او څوک يې پوښتنه نه کوي کورنۍ يې په  دې ډاډه ده ،چې ځوانان يې پاکستان ته د مزدورۍ لپاره تللي دي ، خو هغوی د پاکستاني پوليسو له خوا دغير قانوني افغانانو  دقانون لاندې نيولي او بيا يې دومره هم نه دي کړي ، چې لږ تر لږ ه کورنيو ته يې خبرورکړي ، چې هغوي يې له خپلو ځوانانو دراخوشي
کيدو لپاره قانوني لارې چارې ولټوي .
 
ليكوال : فضل قادر انډيوال