په افغانستان کې د كانديدانو رسمي كمپاين ، دولس هيلې او انديښنې


دلوى او بخښوونکي خداى په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
پنجشنبه  18 جون 2009
سرليکنه (اداريه )
د اگست پر شلمه دافغانستان د ولسمشر او ولايتي شوراگانو لپاره ټاكنې ترسره كيږي د انتخاباتو د خپلواك كميسيون لخوا د كانديدانو لپاره د رسمي كمپاين كولو اعلان شوی او كانديدانو هم خپل كمپاين پيل كړى دى دوي ته شپيته ورځې وخت وركړي شوی چې په ولس کې دځان پلويان ولټوي او ولس ته خپلې تگلارې وروپيژني د انتخاباتو دكميسيون لخوا درسنيو لپاره هم ځانگړی كميسيون  جوړ شوی چې له مخي كانديدان وكولاي شي چې برابر كمپاين وچلوي رسنۍ په دوه ډوله ويشل شوي دولتي رسنۍ او خپلواكې رسنۍ دولتي رسنيو ته دنده سپارل شوي چې د كانديدانو تر منځ توپير ونكړي ˆ ټول كانديدانوته يو برابر وخت وركړي چې خپلې تگلارې ولس ته په گوته كړي خو خپلواكې رسنۍ بيا دنده نه لري چې چا ته څومره وخت وركړي دلته انديښنه دا راولاړيږي چې ځينې خپلواكې رسنۍ چې د ځينو ځانگړو كړيو لخوا كار كوي د هغه ځانگړو كړيو كانديدانو ته به ډيره وخت وركړي او هغه كانديدان چې له ځانگړو كړيو سره اړيكې نه لري هغو ته به بيخي وخت نه وركول كيږي او يواځې دولتي رسنيو ته د ټاكلي وخت لپاره سترگې په لاره وي اويا داسې كانديدان هم شته چې د كمپاين لپاره ډيرې پيسې لگوي يا خبريالان په پيسو اخلي اويا ټوله رسنۍ د پيسو په بدل ورته كمپاين چلوي اوهغه كانديدان چې ډيرې پيسي نه لري نه شي كولاي چې خپل غږ او تگلاره ولس ته ورسوي نو دې ته په پام سره هغه ولس چې كانديدان يي پيسې او ځانگړو كړيو سره اړيكي نه لري نو دخپلو كانديدانو د تگلارو څخه به ناخبره پاتې شي او دنورو ځواكمنو كانديدانو تر اغيز لاندې به راشي او ځواكمنو كانديدانو ته به د كمپاين ډگر پراخه وي .
 
ژونالست او ليكوال فضل قادر انډيوال