
فیسبوک د نړۍ یو اعشاریه ۳۵ میلیارډه وګړي یو له بل سره وصل کړي او د نړۍ پر اقتصاد یې د پام وړ اغېز کړی. فیسبوک ټولنیزه شبکه، چې په ۲۰۰۴کال د امریکا د هاروارډ پوهنتون محصل مارکزوګربرک له خوا جوړه شوه. دا د نړۍ تر ټولو ډېره کارېدونکې ټولنیزه شبکه ده. د موبایل پرمخ او وصلولو برخې ته د دې کمپنۍ زیات پام د دې سبب شو چې مخ پر ودې مارکېټونو لکه هند، برازیل او مالیزیا کې زیات پرمختګ وکړي. دا پرمختګ د دې سبب شو چې نوموړې کمپنۍ ته نوي فرصتونه راوړي او پر نړیوال اقتصاد اغېز وکړي.
د فیسبوک په اړه د (deloitte) په راپور کې راغلي دي، چې دغه ټولنیزه شبکه ۲۰۱۴کال کې کابو ۴.۵ میلیونه دندې رامنځ ته کړې او په نړیوال اقتصاد کې یې ۲۲۵میلیارډ ډالره ونډه اخیستې ده.
په تېر کال کې کابو ۸۳٪ خلک فیسبوک ته د موبایل له لارې ننوتلي دي او فیسبوک پر یوې کارنده ټولنیزې شبکې بدله شوې، مثلاً د یوې سروې له مخې د امریکا متحده ایالتونو کې هر وګړی خپل ۲۰٪ وخت په فیسبوک کې مصرفوي.
د ۲۰۱۴جون پورې ۳۰میلیونو وړو او متوسطو سوداګریزو شرکتونو خپلې فیسبوک پاڼې جوړې کړې او ۱.۵ میلیونه کمپنیو خپلې پاڼې په فعاله توګه کارولې، اعلان کړې او هڅه یې کړې چې په لویه کچه مشتري جذب کړي.
د فیسبوک پاڼو او ټارګېټ اډورټایزېنګ له سوداګرۍ سره مرسته کړې، چې خپل خرڅلاو ته په محلي، ملي او نړیواله کچه وده ورکړي او له کاروبار سره مرسته کړي.
د موبایل په واسطه کارېدونکي فیسبوک ته د اعلاناتو اضافه کولو اسانتیا د دې سبب شوې ده، چې سوداګر له خپلو مشتریانو سره په اړیکه کې پاتې شي، خپل برنډ مشهور کړي. د فیسبوک له خوا د سوداګرۍ پرمختګ آسانتیاوې، د لوی شمېر مشتریانو پام اړونې له سوداګرو سره مرسته کړې چې خپل خرڅلاو په محلي، ملي او نړیواله کچه مشهور کړي، بې له دې چې د کمپنۍ، موقعیت، لویوالی یا کوچنوالی، تخنیکي تجربه یا کیفیت وکتل شي.
داسې تخمین شوې، چې د فیسبوک د مارکېټېنګ اغېز په ۲۰۱۴کال اقتصاد کې ۱۴۸میلیارډ ډالره وه او ۲.۳میلیون دندې یې ایجاد کړې دي. شمالي امریکا د فیسبوک ستر مارکېټ دی، د فیسبوک نړیوالې اقتصادي اغېزې څخه تقریباً نیمايي یې (۸۱میلیارده ډالره او ۸۷۰۰۰۰ دندې) په متحده ایالاتو کې د لوړ شمېر فعاله اډورټایزېنګ له امله ده.
د فیسبوک مارکېټېنګ له ۱۴۸میلیارد نړیوال اقتصادي اغېز څخه ۱۶میلیارد ډالره او ۴۵۰۰۰۰زره دندې په اسیا پاسفیک کې دي.
د فیسبوک ډولپمېنټ ټولز هم خلکو ته نوې دندې، آسانتیاوې او د نوښت لارې چارې پرانیستې دي. درېیم لاسي سافټویرونو او ټولز جوړول او کارولو اسانتیا په فیسبوک کې په ۲۰۰۷ کال رامنځ ته شوه، چې پروګرامرانو ته لاره پرانیستل شوه تر څو خپلو تجربو څخه دلته ګټه واخلي او آیفون، پر انډرويید او نورو سیستمونو ولاړ موبایلونو ته پروګرامونه جوړ کړي. د فیسبوک (اپ مرکز) د نوو اپلیکشنونو منځ ته راتګ او جوړولو لپاره لکه د یو هب خدمت کوي.
د ویبسایټ خاوندان سوشل میډیا پلګېنز کاروي تر څو وکولای شي، چې پر خپل ویب سایټ د ټولنیزې شبکې لایکونه او کمېنټونه وګوري، د ویبسایټ موادو اتومات شرکېدنه پر فیسبوک او نورو ځایونو کې، هم یو له هغو اپلیکشنونو څخه دی، چې فیسبوک پلټفرم په واسطه کار کوي او له کاروونکو سره یې ستره مرسته کړې ده.
تخمین کیږي چې په ۲۰۱۴کال کې د فیسبوک پلټفرم کارونې د تاثیر له امله به په نړیوال اقتصاد کې ۲۹میلیارډ ډالره اغېز او ۶۶۰۰۰۰زره دندې رامنځ ته شوي وي.
له دې اقتصادي اغېز څخه یې زیاته په شمالي امریکا کې ده او په اسیاپاسفیک کې یې له ټولې نړیوالې ټولنې اقتصادي اغیزې(۲۹میلیارد ډالر) څخه ۷میلیاد ډالره او ۲۰۰۰۰۰دندې دي.
د اتصال اغېز
د فیسبوک له لوري د وصلولو تشویق د دې سبب شوی چې انټرنېټ کارونه او د کارېدونکو اړینو وسایلو اخیستلو کچه لوړه شي، چې دغه کار خپله په نړیوال اقتصاد کې د پام وړ اغېز کړی دی. د موبایل کارونه زیاته شوې، په امریکا کې هر وګړۍ د خپل موبایل له هرو پنځو دقیقو وخت څخه یوه په فیسبوک کې تېروي. له ۳۳۰٪ څخه زیاته خلک په فیسبوک کې په ځانګړې توګه له موبایل اپس څخه داخلیږي، چې دا په تیزۍ سره پرمختګ کوي. د فیسبوک اپ او موبایل مسینجر په دواړو مغازو ګوګل پلې او اپل سټور کې د سر لسو وړیا تر ټولو زیاتو کاروونکو پروګرامونو کې راځي. د موبایل وسایلو او انټرنېټ برابرولو وسایلو کې نوښت په پرمختللو ملکونو کې د دې باعث شوی دی، چې خلک دیجیټل اقتصاد پر لور لاړ شي.
د فیسبوک اتصال له امله تخمین کیږي، چې په ۲۰۱۴کال کې به یې په نړیوال اقتصاد کې ۵۰ میلیارډ ډالر او ۱.۶میلیونه دندې پیدا کړې دي، چې په اسیا پاسفیک کې له ټولې اقتصادي اغیزې څخه ۱۳ میلیارډ ده او ۱۶۰۰دندې یې پیدا کړې دي.
په افغانستان کې هم په وروستیو کې فېسیبوک کاروونکي زیات شوي دي، ویل کیږي چې شاوخوا یو میلیون افغانان فیسبوک کاروي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.