
دلوى او بخښوونکي خداى په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
چارشنبه 17 جون 2009
سرليکنه (اداري )
خبريالان په ټولنه كې هغه قشر دى چې په ټولنه کې پرتې ستونزې دنړيوالو غوږنو ته رسوي او بله دا چې خبريالان د يو خبر د كره والي لپاره اړوند اورگانو سره اړيكي نيسي . دافغانستان په څير هيواد کې خبريالان د يو خبر د كره والي لپاره د سختو ستونزو سره لاس او گريوان شي حكومت هم ورته د شك په سترگه گوري او مخالفين هم،
تيره ورځ په كابل کې د الجزيرې تلويزيون دوه خبريالان هريو حميد الله محمدشاه او محمد قسيم عظيمي د ملي امنيت د رياست د چارواكو لخوا د كورنيو قوانينو څخه د سرغړونې په تور نيولي او تر پلټنو لاندې دي د رسنيو په خبره حميدالله محمد شاه په كونړ کې د امريكايي ځواكونو خلاف دولس غبرگون خپور كړى او محمد قسيم عظيمي په كندز کې د طالب چارواكو سره شوي مركې خپرې كړي . ملي امنيت رياست دغه خبريالان په همدغه دليل نيولي چې ولې يو طرفه راپور خپور كړی دا چې نور څه تورونه پرې لگيدلي ؟
د الجزيري تلويزيون دخبرياﻻنوډله چې حميدالله محمد شاه هم په کې و د كونړ په چپه دره کې د طالبانو لخوا نيولي شوي، وهل شوي اوځورول شوي دي او اوس حميدالله محمدشاه د محمدقسيم عظيمي سره د ملي امنيت چارواكو نيولي . دا چې خبريالان د حكومت لخوا هم ځورول كيږي او د مخالفينو لخواهم دا د خبريالانوپه وړاندې د بشري حقوقو او بيان د ازادي څخه څرګنده سرغړونه ده
موږ له ملي امنيت څخه غوښتنه كوو چې نوموړي خبريالان ژر تر ژره خوشي كړي او اجازه وركړي خپل كار د نړيوالو او هېوادنيو قوانينو په رڼاکې تر سره كړي د خبريالانو ځورول ، نيول د بشري حقوقو څخه څرگند تيری دی .
له پېښور څخه د پښتون پوسټ ورځپاڼې اداره
ليكوال : فضل قادر انډيوال