په افغانستان كې د بيان آزادي هسې يو نوم دى

په افغانستان كې د بيان آزادي هسې يو نوم دى، چيغې د بيان د آزادۍ وهل كېږي خو عملاً بيا سرچپه كار كېږي. كه كوم خبريال يا ليكوال حقيقت ووايه او يا يې حقيقت وليكه په همغه ورځ يا نيول كېږي او يا هم ترور كېږي.
 له افغان دولت څخه غوښتنه كوو چې د خبريالانو ژوند ته پام وكړي. او له ملي امنيت څخه هيله كوو چې د حميدالله محمدشاه قضيه روښانه، د نيولو لامل يې څرګند كړي او زر تر زره يې خوشى كړي. كه نه د ژورنالستانو دا ډول نيول به د دولت په بدنامۍ تمام شي.