شرعي قانون يوه پېژندګلو : دوهم باب  (اولنی برخه)

شرعي قانون يوه پېژندګلو : دوهم باب (اولنی برخه)
 
پوهاند داکترمحمد هاشم کمالي د ماليزيا اسلامی پوهنتون
ژباړن:  پوهنيار نبی حبيبي او عبدالهادی حيران
 
 
د شريعت فطرت، سرچينې او اهداف
 
د شريعت فطرت
 
په لغت کې شريعت هغې لارې ته وايي چې د اوبو څښلو ځاى ته تلې وي، هغه صفا لاره چې تلل پرې پکار وي او هغه لاره چې يو مومن له پرې قدم ايښودل وي تر څو په دې دنيا کې لارښودنه او په هغې کې يې ګټه ترلاسه کړي.١ په عام استعمال کې شريعت هغه اوامر، نواهي، لارښودنه او اصول دي چې خداى انسانيت ته د دې لپاره ورکړي چې دې دنيا کې پرې چلند وکړي او په هغې دنيا کې نجات ومومي. د دې او د خداى د نورو لارښودنو ستر هدف انسان له دا استعداد ورکول دي چې د هَوَاء پېروي، يانې بدو کارونو ته مېلان او ازاد ورتګ، پرېږدي او نېکې لار او ريښتياو ته يې بوځي، چې په سمه لار يې روان کړي او د خلافت باور پرې وکړي کومه چې په ځمکه د خداى جانشيني ده. په دې توګه انسان ته دا مسئوليت ورکړل شوى چې د شريعت د ﻻرښوونو سره سم عدل او ښه واکمني قايمه کړي.٢
 مونږ ويلي چې شريعت د دين لاره ده؛ جلا لاره نه ده بلکې د دې برخه ده. د دين وجود پراخ او ستر دى او شريعت د دې يوه برخه ده. د دې د ماخذ سرچينه، اهداف او ارزښتونه د عمومي اسلام برخه ده. خو د دې نظر سره همنظره کېدلى نشو په کوم کې چې شريعت د "اسلامي فکر د خلاصې، د اسلامي ژوند د سترې نمونې او پخپله د اسلام د مزغو او بنسټ" په توګه بيان شوى دى.٣  دا خبره ښايي امکان ونه لري چې شريعت په بشپړه توګه له دين او يا هم د اسلام د بنسټيزو عقيدو او ارزښتونو څخه جلا او يا يوې خوا ته کړل شي، خو بيا هم، لکه څنګه چې به وروسته پرې تفصيلي خبرې وکړو، اسلامي دين سره د شريعت يووالى د مقاصدو او اهدافو په لوړه درجه کې دى او همداراز د شريعت ځينې نور اړخونه داسې دي چې مدني فقهي قانون پکې د اسلام د عقيدوي او اصولي جوړښت دننه تبعيض پېژني. د بېلګې په توګه عدل د شريعت مرکزي موضوع ده چې په مسلمانانو او غېر مسلمانانو دواړو باندې تطبيقېږي او د شرعي محکمو اجرائات داسې مدني او مثبت وي چې د شخص د مذهبي عقيدې پر بنسټ توپيري چلند نه کوي.
د شريعه تورى په قران کې د هَوَاءَ توري د متضاد په توګه استعمال شوى.  د هَوَاء مانا د خواهش پېروي کول دي ، په ځانګړې توګه د هغو خلکو چې نه پوهېږي. هَوَاءَ په دې توګه د شريعه مخالفې غاړې ته ولاړ دى نو شريعه دا رامخکې کوي او مسلمان ته وايي چې په ټولنه کې ستا چلند پکار ده چې د بوالهوسۍ په کنده کې پاتې نه شي. هَوَاءَ د بې قانونۍ په لور تګ او د سمې لارښوونې څخه اوړېدل دي. قران په همدې طريقه لږ تر لږه پنځه ويشت ځايه خلکو ته د هَوَاء د پېروۍ د بدو عواقبو او د دوى په زړونو او فکرونو د دې د اغېز په اړه اختار ورکړى دى.٤ لکه چې وائي:
 
له هغه زيات بې لارې څوک دى چې د هَوَاء پېروي او د خداى د لارښوونې څخه بې غوري کوي (سورة القصص، ايت ٥٠)
وَ مَنْ اَضَل مِمنِ اتبَعَ هَوَاهُ بغَير هُدىً من اللهِ.
 
يو بل ځاى کې دا تورى داود عليه السلام ته په مخاطبه کې راغلى:
 
اى داوده! مونږ ته په ځمکه خليفه وټاکلې نو خلکو ته د انصاف امر کوه او د هَواَء پېروي مه کوي ځکه چې دا به دې د خداى د لارې څخه واړوي (سورت صۤ، ايت ٢٦)
يَا دَاوُد اِنا جَعَلْنٰکَ خَلِيْفَةً فِى الاَرْضِ فَاحْکُمْ بَيْنَ النَاسِ بِالْحَق وَلاَ تَتبِعَ الْهَواى فَيُضلَکَ عَنْ سَبِيْلِ الله.
 
د دې نه دا هم څرګندېږي چې حضرت داود عليه السلام هم د هَوَاء د بد اغېز څخه بچ نه و. څرنګه چې د خواهشاتو په لور تشويقېدل د انسان فطرت دى نو دلته د هغې لارښوونې وضاحت ضروري دى چې شريعت يې ورکوي. په هَوَاء قابو موندل او د دې د بد اغېز مخنيوى کول د اسلامي شريعت کار او هدف دواړه دي.
د شريعت قانوني کرکټر ته په کتلو سره بعضو دې ته "د انسان د ژوند لپاره د خداى احکام" ويلي او هغه احکام چې د اخلاقو سره اړوند دي يې ترې ايستلي او د "اداب او اخلاق" لاندې يې ځاى ورکړى دى. فقهه يو قانوني علم دى چې کله کله د شريعت د مترادف په توګه هم استعمالېدى شي. هو، د دواړو ترمنځه توپير شته ځکه چې شريعت وحي ته نژدې دى چې علم يې يواځې د قران او حديث څخه ترلاسه کېداى شي. خو فقهه بيا د فقهاو لخوا جوړه شوې او هغه اصول لري چې د انساني منطق او اجتهاد له لارې يې بنسټ ايښودل شوى دى.٥ نو په دې توګه د شريعت دايره پراخه ده او په خپل مدار کې د انسان د ژوند ټولو اړخونو سره غاړه لګوي، او فقه دومره وسعت نلري او زياتره تکيه يې په قانوني اوامرو (الاحکام العَمليه) باندې ده. د شريعت لار د خداى او د هغه د پېغمبر له خوا جوړه شوې او د فقهې لوړه وداني د انسان په کوښښ ودرول شوې ده.٦
اسلامي پوهانو په عمومي توګه فقهې ته په شريعت پوهنه ويلي، نه دا چې ګوندې دا په خپله شريعت دى، ځکه چې د دواړو ترمنځ يو توپير د لومړنيو پړاوونو څخه شتون لري. د بېلګې په توګه به ووايو چې د قانون ستر مکتبونه کوم چې په لومړنيو درېو پېړيو کې جوړ شوي وو ټول د فقهي مکتبونو په توګه پېژندل کېږي. دوى ته حنفي شريعت يا شافعي شريعت ندي ويل شوي بلکې د حنفي فقهې، شافعي فقهې او داسې نور په توګه پېژندل کېږي. په دې کې پټ پروت پېغام دا دى چې په شريعت کې اتفاق دى او په فقه کې اختلاف دى. د شريعت او فقهې ترمنځ دا توپير په دې موضوع د شلمې پېړۍ څو ليکوالانو په ګوته کړى، چې پکې محمد موسى، اصف علي فېضي، محمد اسد او نور شامل دي.٧
مودودي کوښښ کړى چې د شريعت دقيق پراخوالى تعريف کړي او ويلي يې دي چې دا مونږ ته په دوو شکلونو کې رارسېدلى دى. اول قران چې د خداى قول او حکم يې ټکي په ټکي راوړى او بيا د خداى د پېغمبر چلند يا سنت چې د قران د مانا تشريح او تصديق کوي. سنت د قران په ملګرتيا شريعت تشکيلوي.٨  د شريعت دا تعريف د انسان لخوا جوړ شوى قانون او اجتهاد له خپلې پولې بهر وباسي کوم چې د فقهاو او د بېلابېلو مفکورو د مکتبونو لخوا جوړ شوي دي. دا د دې خبرې په ثبوت رسول دي چې فقهي افکار او اجتهاد د وحي سره نشي برابرېدلى. لدې وروسته دا ويل اړين دي چې د اسلام فکري او قانوني وراثت ته د پخوانيو سترو علماوو د بېش بها بخښنو (ورکړو) څخه انکار نشي کېدلاى او هيڅکله بايد د کوچني کار په توګه ورته ونه کتل شي. محمد اسد په دې کې نور هم وړاندې تللى او شريعت يې د قران هغو احکامو ته محدود کړى چې په مثبتو قانوني ټکو کې راڅرګند شوي او کوم چې د څرګندو اوامرو په توګه پېژندل شوي دي. د قران او سنت همدغه څرګند اوامر اصلي شريعت تشکيلوي.٩
اسلامي فقهاوو د ديني او عدالتي فرايضو ترمنځ توپير ښودلى او ويلي يې دي چې يواځې عدالتي فرايض د انصاف د محکمو لخوا د رسمي بندېزونو په توګه تحميلېداى شي. ديني فرايض او همدارنګه د اسلام اخلاقي سپارښتنې شخصي بڼه لري او د محکمو د قانون څخه بهر دي. شرعي اوامر په دې توګه په دوو غټو درجو کې اچول شوي دي چې يو عبادات او بل معاملات دي. په عباداتو کې هغه احکام شامل دي چې د انسان او د هغه د خالق ترمنځ مناسبات جوړوي، حال دا چې د معاملاتو کار د يو انسان د نورو انسانانو سره د تعلق سره دى. د شريعت د احکامو دويمه او دې ته ورته درجه بندي داسې شوې چې يو د الله حق (حق الله) او بل د بنده حق (حق العبد) دى. لومړنى حق په ټولو دى او وروستى د هر چا شخصي دى. نو د معاملاتو په برخه کې د شريعت احکام، چې د اشخاصو ترمنځ د خپل منځ تعلق لپاره دي، په واضحه توګه د دولتي چارواکو او محکمې کار دى. په نورو ټکيو کې دا قانوني اجرائات دي او که د يو چا حق د بل چا يا د حکومت لخوا تروړل شواى وي نو هغه د محکمې له لارې د هغې غوښتنه کولاى شي. هغه احکام چې د عبادت سره اړه لري، هغه چې خالص مخلص د خداى حق ګڼل کېږي، لکه فرض لمونځونه او روژه وغېره، ديني فرايض دي. که دا څوک ونکړي نو په دې دنيا کې پرې د اخلاقي غندنې او په هغې کې د سزا غږ پرې کېږي خو د دې لپاره محکمې ته مراجعه نشي کېداى.١٠
د شريعت يوه بله ځانګړنه د توحيد سره اړه لري، يانې د خداى په يووالي عقيده لرل، چې د اسلامي عقيدې تر ټولو لومړنۍ او مهمه ماده او بې له شکه د اسلام مهمه ستن ده. په اسلام کې د قانون او اخلاقو هر بحث به خامخا د توحيد څخه پېل کېږي. د دې اغېز په شريعت او اخلاقو دومره ژور دى چې توحيد خپل ځان په فرضي عبادت او شخصي پرهېزګارۍ، په دينيات او قانون، په سياست او اقتصاد او په عقيده او اعمالو کې هم ښکاره کوي ځکه چې دا ټول د توحيد د همه ګير پرېنسيپ اړخونه دي. خداى دا کاينات پېدا کړى چې هره برخه يې د هغه د يووالي عکس دى: دا هره برخه د دې نورو سره يو شان جوړه ده. په دې تناظر کې "توحيد په خپله په وحدانيت کې د علم موجودات، علم کاينات او علم نفسيات په توګه مخې ته راځي."١٢ نتيجتاً اسلام او شريعت يې د انساني ژوند د مختلفو اړخونو ترمنځ اختلافات نه مني. دين، په اصولي توګه، د سياست، اخلاقياتو او اقتصادياتو څخه نشي جلا کېداى لکه څنګه چې د انسان شخصيت هم په ديني، سياسي او اقتصادي برخو نشي ويشل کېداى. اسلام دا ټول بحث کوي او د انسان وجود ته د وحدانيت له لارې ګوري تر څو په دې توګه د ژوند يوه تګلاره جوړه کړي او د ځان لپاره يو کايناتي نظر مخې ته راوړي. شريعت يواځې قانوني حقوق او فرايض نه بلکې هغه چارې هم تنظيموي چې د قانون سره اړه نلري او په مجموع کې د انسان د چلند لپاره اخلاقي لارښوونه کوي. توحيد په دې توګه په شريعت، چې په تنوع کې يووالى دى، باندې په بنسټيز شکل کې خور دى. عبادت هم په اسلام کې د توحيد عملي څرګندونه ده يانې د خداى په عقلِ کُل او علمِ کُل عقيده لرل او د هغه روښانه موجوديت ته درناوى کول دي. د اسلام په روح کې د توحيد د وراچولو نه بغېر عبادت خالي رسم دى چې هيڅ مانا نلري او کول يې هم نه دي پکار. خو بيا هم د تحميلي اهدافو لپاره شريعت د خپلو احکامو د قانوني، اخلاقي او ديني اړخونو جلا جلا درجې راپېژندلې دي او په دې توګه يې د ارزښتونو يو بنسټيز جدول جوړ کړى د کوم له لارې چې د واجب، مندوب، مباح، مکروه او حرام ټاکنه شوې ده. په دوى کې يواځې اول او اخر يې د قران او سنت په واضحو احکامو کې راځي. دا نور درې واړه په ټيټو درجو کې دي او د قانون سره تړاو نلري؛ دوى د اخلاقي نېکېو د ودې او د خپل چلند د غوره کولو لپاره جوړ شوي دي. په دې توګه شريعت د ژوند د ګردو اړخونو سره ځان مربوط کړى دى، خو داسې نه چې هر ځاى کې يې تحميلي او د زور لاره غوره کړې بلکې د اخلاقي ډاډمنتيا او تشويق له لارې. په دې توګه دا سړي ته د يوې مرجع د رمز په ورکولو کې مرسته کوي چې اخلاقي، قانوني او کولتوري ارزښتونه پکې شامل وي کوم چې ډاډمن او مقصدي کېداى شي. په اصل کې دا د توحيد د اغېزې سبب دى چې شريعت د مفکورو د يو داسې مربوط وجود په توګه تشريح شوى چې "په خپل ټول تنوع کې د وحدانيت تضمين ورکوي."١٣ د انسان اعمال او اړيکې د ارزښتونو په داسې تله تلل شوي چې د دې د اصل او مقصد عکس ښکاره کوي.
برسېره پر دې، توحيد د يو ځاى کولو رول ترسره کوي چې خلک مربوطوي او د برابرۍ، يووالي او ازادۍ لار تشکيلوي. دا ټولنه چې د خداى د عبادت او تقوىٰ پرته بل کوم نسبت پکې يو تن ته په بل فوقيت نه ورکوي، بنسټ يې د غړيو ترمنځ د خالق په نظر کې د برابرۍ پر اصل ايښودل شوى دى. طبعي ده چې د وحداني تګلارې لرونکې ټولنه کې فرد زياته خپلواکي او ازادي لري، ځکه چې توحيد او د خداى په مطلق قدرت باندې عقيده لرل فرد د نورو قدرتونو د غلامۍ نه ازادوي، ځکه چې هغه په دې او هغه بله دنيا کې د خپل سرنوشت د کنټرول تمه د بل چا نه نلري (لرل يې هم ندي پکار).١٤
 
ادامه لری..