
هسې په کابینه کې د برخو ویشل خو وشو خو لا هم قناعت پرې نه دی شوی. ځیني خوشاله او ځیني بوس بوس ګرځي او تر ټوله ښه یې دا چې ښځې په دې برخو خوشاله نه دي. ګډوې وډې پوښټنې د غوږو پردې راترنګوي یوه خو دا ده چې، عجیبه ده چې کابینه اعلان شوه د ښځینو لپاره د مدني ټولنو او د ښځو د حقونو مدافینو هېڅ غږ پورته نه کړ. ما ته دا پوښتنه عجیبه ښکاره شوه ، په حیرانۍ مې له خولې ووته ښاغلیه، خیر خو به وي؟ په تمسخر یې وویل نه له ځان او نه بل له حقونو دفاع کولای شئ.... بیا مې وویل ولې خیر خو دی؟ تندی یې ګونځې کړ له لږ مکس وروسته یې وویل، ښځه د ټولنې نیمایي برخه جوړه وي او په ۲۵ وزارتونو کې یوازې درې وزارته د ښځو برخه شو!؟ ما وېلخیرځه نور که څه نه وي جندر مراعات شو.
په وزارتونو کې د برخې مسله خو هسې هم جالبه ده ځکه یوازې کابینه نه ده برخې شوې بلکې ټول نظام برخې شو او اوس به هر څوک په کې خپله برخه او د برخې ګټه پورته کوي. خبر د ښځو په برخه کې وه. له دې خبرې سره ما ته د پوښتنې راپیدا شوه چې ایا په رښتیا په حکومت کې د ښځو ونډه د دوی سیاسی وړتیا او کاري ظرفیت دی او که د جندر مراعات او یا نړیوال فشار او که زړه سوی؟. هسې موضوع دېره دې توکو هم نه ده یوه څه غور غواړي چې ښځې کابینې ته په کاري وړتیا راغلې او که د جندر مراعاتول دي.
که څه هم د نړۍ او زموږ په تاریخ کې داسې بیلګې شته چې ښځې په کې د هېوادنو مشرانې دي، جګړې یې کړي ، سفارتونه یې کړي تړونونه یې لاسلیک کړې خو دا ټول د هغې انفرادي وړتیا ښي او که په کوم دور کې مشره هم پاتې شوې وي نو هغه هم د ضرورت له مخې وي چې همدا ستونزه زموږ په ننني حکومت کې ده او په پخوانیو کېهم وه.
زموږ د هېواد په تاریخ کې که څه هم د ښځو ذکر شوی خو دا ذکر یوازې د یوې فردي وړتیا په اساس شوی نه په سیاست کې د دوی رغنده رول په هکله چی یوه بیلګه یې د ګوهر شاد بیګم، زرغونې او نازو انا ده چې د خپلو زامنو ته یې صلاح ورکولهاو یا یې زامنو تر صلاح غوښتله او دا هم غینمت دی چی افغاني تاریخ بې د ښځو د ذکره نه دی او که میوندۍ ملاله یادوو نو هغه د مقاومت د میدان اتله وه چې په خپلې مقاومتي وړتیا یې د جنګ میدان وګټل نو په رسمي توګه دا میرمنې سیاست مدارې نه وې او نه یې په رسمي توګه په دربار کې کوم رول درلوده.
له ازادي وروسته هم د ښځو ونډه په سیاست کې نه وه او که چیرې د کومې ښځې یاودنه شوی نو هغه به د ملکې او یا د شاهي کورني د غړې په توګه وي نه په سیاسي لحاظ چې دوی دې مستقیما په سیاست کې داخلې وې او په هېواد په سیاسي بهیر کې یې عمده رول لوبولی وي.
له ازادي څه موده پس په اول ځل په سیاسي بهیر کېپه څلویښتمه لسیزه کې د وزارت یوه څوکۍ د ښځو هم برخه شوه او دا لړۍ همداسې د یوه یا دوو وزارتونو پورې د داکتر نجیب تر حکومت دوام وکړ.
د مجاهدینو او طلبانو د نسکورېدو سره ښځو یو ځل بیا د کور له چاردیوالیو سرونه را هسک کړل او او د حالاتو د سمون سره یې د کورنو دورازې پرانیستې او سم یې د کار میدان ته مټې راونغاړلېاو بیخي ښه یې دا وه چې په لومړي دور ټاکنو کې د جمهوري ریاست د څوکۍ د نیولو خیال هم وکړ او چې د جمهوري ریاست ښه یې په برخه نه شوه نو په یوه سمبولیک وزارت یې د قناعت سر وښاراوه او کرار کرار یوه وزات دوه شوه او ور سره د ځینې نورو مقامونو خاوندانې هم وشوې او د ولایت او نورو مهمو ریاستونو لکه د بشر د حقونو په ریاست یې شاهي ډډه ولګوله چې د ریاست دا تخت لا پرځېدلی نه دی.
خو اوس د نوې کابینې درې اغلې چې رامخ ته شوې یوې ته هم ولسي جرګې د خیال په سترګه ونه کتل او د ښځو ځایبیخي خالي ښکاري. خو هغه څه چې دېر ځورونکي و هغه دا و چې دا یوه هم د کاري وړتیا په اساس نه وه راغلې بیا هم سیاسي جوړ جاړی او یوازې د جندر مراعات و او بیخي بده یې دا ده چې په لیست کې نورې وزیرانې هم نشته چې د دوی ځای ونیسي داسې ښکاري چې لکه د کلتور او فرهنګ وزارت نور ته به هم نارینه وزیران ونومول شي.
زموږ په پرتلهد ګاوندی هیوادنو او د نړۍ ستر ځواکمن حکومتونه هم ټوله کابینه ښځو ته نه ورسپاري بلکې د هغوی ته یو یا دوه وزارتونه ورکوي خو د هغوی توپیر دادی چې هغوی د ښځو په کاري وړتیا باور لري د هغو کاري ظرفیت لوړ دی او مهم وزارتونه لکه د بهرینو چارو وزارت او ان د دفاع وزارت ښځې وزیرې ته سپاري، خو زموږ اساسي ستونزه د دا نه چی کاري وړتیا او ظرفیت په نظر کې ونیسو بلکې ښځو ته د ډېرو وزارتونو د برخو غږ د هغوی د حق د تامینولو لپاره ده نه د ظرفیت ښودلو لپاره.
نو تر ټوله ښه به دا وي چې د ډیرو وزارتونوپه برخه کې او په کاري برخه کېد ښځو په وړتیا باور وشي او په دې اطمینان ولري چې کار کولای شي او د پر مخ وړلو وړتیا یې لري.
پاکیزه ارزو