د مېرمن کلتوري ــ ټولنیز بهیر د اوومې اونیزې غونډې راپور

 
د ۱۳۹۳ کال  د وږې په ۵ نېټه مېرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د کتابښار د میرمن بهیر په تالار کې غوڼده وکړه. د غوڼدې مېلمانه  مدني فعاله او د افغان ملي غورځنګ غړې  ډاکتره ثریا یوسفزۍ وه  او د سټیج چارې کاینات سعادت پر مخ یوړې.
د غوڼدې په لومړۍ برخه کې د غزني ولایت له یوه کلي څخه د شپنې شپېلۍ  په غزل کره کتنه وشوه د غزل په اړه پاکیزې ارزو لیکلی نقد وړاندې کړ چې دلته یې را اخلو:
تا که دي راوړي پسرلیه بیا تازه ګلان
ما هم دي شیندلي د ارمان په هدیره ګلان
پاکیزې ارزو وویل چې د شپنې د غزل په بیتونو کې ښکلی د لفظونو تضاد موجود دی او د ژوند کولو ښکلې هیلې په کې رانغښتې دي او لومړي بیت کې د ارمان هدیره له پسرلي سره ښه تشبې کړې ده  او د ارمان قتلولو رنګونه یې د پسرلي  د ګلانو په رنګونو کې ښه رنګولي دي.   
تا که دې خزان سړې سیلۍ په ځان منلي دي
ما هم قتار کړي په پلو کې د لاله ګلان
شفیقې خپلواک د شپنې د غزل دا بیت خوښ کړ وې ویل چې د لومړي بیت برعکس یې په انداز راخیستی دی او خو ښایي دلته د لاله د ګلانو هدف داغونه  او هیلې وي چې له یوې خوا هیله او له بلې خوا نا هیلي ښکاره کوي چې دا تضاد یې خوندور دی. نعیمې غني هم د شپنې دا بیت خوښ کړ وې ویل چې په پلو کې د لاله د ګلانو راوړل بیت ته ښایست ورکړی.
تا که میخانه کې د رندانو کړل جامونه ډک
زه به د فردوس د وصال راوړمه دسته ګلان
د شپنې د غزل دغه بیت کې نعیمې د جامونو  راوړل ښه و نه ګڼل وې ویل چې دا رندانو او میخانو او جامونو تکرار  دی. شفیقې خپلواک وویل چې دلته  جامونه  او د فردوس د ځوانۍ سمبولونه دی چې د مینې په وصال یې تل پاتې کوي. چې شاعرې په ښه انداز راخیستی دی.   
ما باندې به  خاورې د ګلونو منت څه بولي
دېر مې دي ښخ کړي د انسان غوندې ښایسته ګلان
کاینات سعادت وویل  د غزل په دې بیت کې د وطن د هدیرو انځور په نوي دول راخیستل شوې دی او شاعري ګلونو د ټوکېدو دلیل د ښو انسانو د وجونو څخه وبولي ویلې دي چې شاعري ښکلې شعري نزاکت څخه کار اخیستی دی او ښکلی یې انځور کړی دی.
د غونډې په دویمه برخه کې مشاعره وشوه، ، مینې ابراهیم خیل،  لیمې نیازۍ، شفیقې خپلواک، مریم امرخیل، ، پاکیزې ارزو ،رابعې ، نعیمې غني او حورې سپېڅلې  شعرونه ولوستل.
غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسېده. په راتلونکې غونډه کې  فاطمه سیمانخیل ادبي ټوټه او رابعه غزل کره کتنې ته وړاندې کوي. د  د یادولو وړ ده ، چې مېرمن بهیر په میاشت کې دوه ځلې د چارشنبې په ورځ  غونډه کوي.
پاکیزه ارزو