
په تیرو دیارلسو کلونو کې په هېواد کې په بیلابیلو برخو کې نسبي پرمختګونه شوی دي،چې دا پرمختګ د پوهنې په برخه کې هم شوی دی، خو څرنګه چې لازمه وه هغه پرمختګ نه تر سترګو کیږي چې ترې هیله کېده. د پوهنې په برخه کې تر ټولو لویه ستونزه د تعلیمي نصاب ده چې تر اوسه لا نه ده حل شوی او اوس هم په دې نوي تعلیمي نصاب کې د پخوا په پرتله نه یوازې چې ستونزې کمې شوي نه دي بلکې لا پسې دېرې شوي دي.
په اوسني نصاب کې که د تیر نصاب په پرتله موضوعات ډېر شوی دي خو د نوښتونو سره یې ځیني ستونزې هم ور ډېرې کړې دي او هغه د داسې موضوعاتو راووړل دي چې ښایي پخواني ښوونکې د تدریس په وخت کې له ستونزو سره مخ شي چې دا ستونزه زیاتره په ساینسي مضمونو کې لیدل کېږي او د دغو مضمونو تر څنګ د اجتماعي مضمونو ستونزې هم د پام وړ دي چې یوه هم د دري ژبو لپاره د پښتو مضون دی. پښتو ژبه د خپلې ځانګړو ځانګړتیاوو او پیچلي ګرامر په لرلو سره داسې ژبه ده چې په اسانه نه زده کېږي او بیا هغه چا ته چې مورنۍ ژبه یې پښتو نه وي د دې ژبې زده کول ډېر ورته ګران وي.
په اوسني نصاب کې که د پوهنې وزارت د دې ګام ستاینه وشي چې پښتو ژبې زده کړه له لومړي تولګي څخه پیلېږي خو د دې زده کړې کتابونه نیمګړتیاوو هم لري چې له لومړي ټولګي څخه یې دا ژبه پيچل کړې او د لومړینو ټولګیو د کتابونو مضوعات د شاګردانو د پوهې له سویې څخه جګ دي. چې د بیلګې په توګه به یې د ابتدایي تولګیو د لومړي، دویم تولګي کتابونه ذکر کړم.
د لومړي ټولګي په پښتو کتاب کې موضوعات په منظم ډول د الفبې د حروف په اساس راوړل شوی خو دغه موضوعات اوږده او جملې یې سختې دي چې د لومړي ټولګي زده کونکي یې په اسانۍ نه شي زده کولای. بله کومه ستونزه چې د لومړي ټولګي د پښتو په کتاب کې ده هغه د کتاب په اخر کې د پښتو یاګانو او د کلمو د څپو راوړل دي. د دغه کتاب په یوه لوست کې راغلې، چې د څرګنده (ي) غږ زده نکو ته وروپېژندل شي چې زما په اند دغږ پېژندل د پوهنتون د سطحې لوست دی او په بل ځای کې د ویل شوی چې دا کلمې دې په څپو باند ې وویشل شي چی دا هم د لومړی او دویم تولګي زده کونکې ته خوار ګران دی چې دوی دې پرې پوه شي. همدارنګه ځینې جملې پوره مفهموم نه رسوي او نیمګړې دي چې په دري ژبه یې اړول ګران وي. لکه د دویم ټولګي د پښتو د کتاب په یوه لوست عنوان انګور دی. یوه جمله یې داسې ده. ( زموږ خلک د انګورو روزنه کوي او د دغې مېوې څخه خپلې اړتیاوې پوره کوي.) چې دلته د روزنه کلمه د انګورو لپاره سمه نه برښي او له انګورو څخه د اړتیاوو پوره کول واضح نه دي چې کومې اړتیاوې؟ بله کومه ستونزه چې ده هغه د لومړي تولګي په کتاب کې هغه ده ده چې که لوستونه د الفبې په اساس راوړل شوي دي خو جملې یې هغسې نه دي چې توري په کې سم وښودل شي او هغه کلمې چې په دغو تورو لیکل شوی هغه په سمه توګه نه بیان شوی او دا کلمې په یوه اوږد پراګراف کې نا منظمه راوړل شوی دي. زما وړاندیز دلته دا دی که د دغو تورو کلمې په لنډو جملو کې او په هغه شیانو کې ښودل شوی وای چې ماشومان ورسره علاقه لري ډېر به ګټوروو.
د دغو ستونزو سره ونورې هم ډېر ستونزې دي چې دا نوی نصاب کې شته دي، لکه د چاپی غلطي په کتابونو کې د لوست د شمیر توپیرونه د موضوعاتو د تسلسل ماتېدل او نور...
دا ستونزې په تعلمي نصاب کې وړې ستونزې نه دي بلکې پکار ده چې ژور غور پرې وشي او دغه نصاب بیا جدي ارزونې ته اړتیا لري.