د اسلام اقتصادي نظام

 
لومړۍ برخه
 
د اسلام اقتصادي نظام یو جوړښت دی، چې خپلې ځانګړتیاوې لري. له نورو وضعي اقتصادي نظامونو سره په خپلو ډېرو اړخونو کې خورا لوی توپیرونه لري، که هغه د پانګوالۍ/ سرمایه دارۍ اقتصادي نظام وي او که کمونیستي/ اشتراکي اقتصادي نظام دی. له همدې امله ویلای شو: هر هغه څوک چې اسلامي اقتصادي نظام ته پدې سترګه ګوري چې په خپلو اقتصادي تګلاره کې د یادو شویو وضعي اقتصادي نظامونو له تګلارو کار اخلي، تېروتي دي او د دوی دغه خبره یوه لویه او څرګنده غلطي ده.
دا تېروتنه په خپله هم ناپوهي ده او نور ته هم ناپوهي لیږدوي. داسې یو اقتصادي نظام چې ټوله تګلاره یې د الله تعالی له نازل کړي اسلامي شریعت څخه اخیستل شوې وي، دعالم او دانا الله جل جلاله له شریعت اولارښوونو څخه چې هغه د ټولو مخلوقاتو خالق او روزونکی دی. بیا خو ددې پوښتنه هم نه پیدا کیږي، چې ددغه شان یوه اقتصادي نظام بنسټونه او اساسي تګلارې دې له هغه شان وضعي اقتصادي نظامونو را واخيستل شي چې د داسې چا له خوا چمتوشوي چې په دې نه پوهیږي چې سبا به څه کیږي اویا به په کومه ځمکه ده مرګ راځي.
د اسلامي فقهاوو ترمنځ داسې کسان شته چې هغوی د اسلامي اقتصادي نظام پرتله کول له نورو وضعي اقتصادي نظامونو سره ناروا او غیر مجاز بولي، ځکه د اسلامي اقتصادي نظام او نور وضعي اقتصادي نظامونو ترمنځ هېڅ ډول داسې کوم څه نه شته چې د پرتله کولو لپاره دې وکارول شي، ځکه یو د الله تعالی شریعت او قانون دی، بل د انسانانو په لاس جوړ شوی نظام دی. له دې ډلې فقهاوو سره د خپل دریځ په ټینګولۍ او حقانیت ډیر زیات دلیلونه هم شته دي.
بله ډله فقهای کرام بیا په دې اند دي چې دا کوم د مناظرې او مقابلې په څېر پرتله کول نه دي، بلکې ددې موخې لپاره دي چې د اسلامي اقتصادي نظام لوړوالی، پراخوالی او هغه توپیرونه ښه په ګوته کړای شي چې د مسلمانو عقیده په هر اړ خیز اسلامي نظام چې په هغه کې اقتصاد، اداره، حکومتي نظام او سیاست هم ګډون لري، نوره هم ځواکمنه او په خپل سپېڅلي دین یې باور لا زیات او مضبوط شي. دا کومه منطقی او دمنلو وړ خبر نده چې په مونږ مسلمانانو باندې د لوېدیځ یا ختيځ له لوري کوم شي وتپل شي، بلکې مونږ په ډیرو علمي او ساینسي پوهې ولاړ خزانې او مصادر لرو. الله تعالی په قرآنکریم کې ډېر ځله دغه شان پرتله کولو ته مخه کړې ده، لکه چې د توبې د سورت په ۱۰۹ مبارک آیت کې فرمایې:(أَفَمَنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَى تَقْوَى مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانٍ خَيْرٌ أَم مَّنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَىَ شَفَا جُرُفٍ هَارٍ فَانْهَارَ بِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ وَاللَّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ) ۱۰۹، سورة التوبة
ژباړه: آیا دهغه چا چې بنسټ یې د الله تعالی په تقوی او رضامندۍ باندې ایښی دی بهتره دی؟ او که د هغه چا چې بنسټ یې د دوزخ د اور د کندې په غاړه ایښی دی او بې له شکه الله تعالی دتیري کوونکو قوم (مفسد ټولي) ته هدایت / لارښوونه نه کوي.
په همدې ډول الله تعالی بل ځای د قرآنکریم د فاطر دسورت په ۱۹، ۲۰ او ۲۱ مبارکو آیتونو کې فرمایې:( وَمَا يَسْتَوِي الأَعْمَى وَالْبَصِيرُ(۱۹) وَلا الظُّلُمَاتُ وَلا النُّورُ(۲۰) وَلا الظِّلُّ وَلا الْحَرُورُ(۲۱) سورة فاطر
ژباړه: آیا برابر دی؟ ړوند او بینا، نه تیارې او رڼا، نه سیوری او سخته ګرمي.
پورتنیو مبارکو آیتونو ته په کتو سره او په دې څو پاڼو کې مو دې ته مخه وکړه چې د اسلامي اقتصادي نظام او نورو وضعي اقتصادي نظامونو ترمنځ خورا بنسټیز د توپیر ټکي په ګوته کړو ترڅو ځېنې کسان داسې و نګري چې اقتصاد خو یو اقتصاد دی اوټولو ډول ډ‌ول اقتصادي نظامونو ترمنځ کوم توپیر نشته دی.
1-د موخې له پلوه:
د اسلامي اقتصادي نظام اساسي او بنسټیزه موخه او هدف دا دی چې دالله تعالی د مخلوق اصلي اړتیاوې پوره، د یوه باعزته، هوسا او پاک انساني ژوند چارې ورته برابرې او د ځمکې په آبادۍ کې ور سره مرسته کوي ترڅو د خدای جل جلاله د عبادت، بنده ګۍ او ښه پرستش لپاره ورته زمینه برابره کړي. پدې معنی، چې اسلامي اقتصادي نظام د انسانانو د ژوند مادي او معنوي چارې د الله تعالی له دې مبارکو او سپېڅلیو ویناوو سره سمې سمبالوي، لکه چې فرمایې:
(هُوَ أَنشَأَكُم مِّنَ الأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا فَاسْتَغْفِرُوهُ ثُمَّ تُوبُواْ إِلَيْهِ ) ۱۶، سورة هود
ژباړه: هغه الله تعالی چې تاسې یې له ځمکې پیدا کړﺉ او په همدې ځمکه کې یې آباد کړﺉ ، تاسې له الله تعالی بښنه وغوارﺉ او هغه ته توبه وباسئ.
(وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالإِنسَ إِلاَّ لِيَعْبُدُونِ) ۵۶، سورة الذرایات
ژباړه: نه دي پیدا کړي ما پېریان او انسانان مګر ددې لپاره چې عبادت وکړي.
مګر نور وضعي اقتصادي نظامونه یوازې ددې موخې لپاره چمتو او کارکوي چې مادي ګټې د شونتیا تر پولې پورې ترلاسه کړي او لویې لویې شتمنۍ جوړې کړي، په دغه لاره اوموخې د رسیدو په یون کې یې د ژوندانه د معنوي اړخ د سمسورتیا او بډاینې لپاره هېڅ کوم شی نشته دی.
2-دتګلارې له پلوه:
اسلامي اقتصادي نظام په یو سپېڅلې عقیدوي بنسټ ولاړ دی چې حلالوالی، پاکوالی ، امانتداري، ریښتینولي، د نوروسره په ګډون، له نورو سره په مرسته، له انسانو سره په مینه، په ورورولی او پدې باندې په کلک ایمان لرولو باندې ولاړ دی چې د اسلامي شریعت سره سم کارکول، مالي او اقتصادي فعالیت ترسره کول د الله تعالی په مبارکه وینا باندې عبادت او دهغه بنده ګي ده، لکه چې فرمایې:( فَكُلُواْ مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ حَلالاً طَيِّبًا وَاشْكُرُواْ نِعْمَتَ اللَّهِ إِن كُنتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ ) ۱۱۴، سورة النحل
ژباړه: نو تاسې وخورﺉ له هغه څه نه چې تاسې ته الله تعالی حلال ، پاک روزي کړي دي او د الله تعالی د نعمت شکر اداء کرﺉ که چېرې تاسې یوازې هغه ته عبادت کوي.
همدا ډول حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دې ته اشاره کوي جې د حلال رزق او حلالې لاسته راوړنې لپاره باید هرومرو کار وشي او په دغه لاره کې باید هر مسلمان وکړی زیار وباسي، لکه چې فرمایلي دي:(طلب الحلال فریضة بعد الفریضة) متفق علیه
ژباړه: دحلالو لټه کول د فرض شوی شي څخه وروسته، فرض دی.
نور وضعي اقتصادي نظامونه عادي انسانی ژوند او ټولنیز اقتصادي چال چلند له دین او هرډول مذهبي لارو چارو بیل او ګوښی ساتي. دا داسې اقتصادي نظامونه دي چې د عقیدې، اخلاقو او معنویت پکې له اقتصادي چارو سره هیڅ ډول تړاو نشته، لکه چې په جاره وایې چې دین دخدای دی او وطن او هیواد د ټولو دی. هغه څه چې د پادشاه دي، پادشاه ته یې پریږده او کوم شی چې د خدای دي، خدای ته یې پریږده. له دې سره سره دوی دا هم وایې: چې ښه لاسته راوړنه، ورته د رارسیدو د لارې ټولې بدغونۍ له مخې لیږې کوي.
دغه شان تګلارو او کاروباري اصولو ته په اسلامي اقتصادي نظام کې نه ځای شته او نه هم د منلو او پلي کیدو وړ دي. اسلامي اقتصاد له دغو ټولو سره په خپل اصل او بنسټ کې مخالف دی او تل خپله ټولنه له دغه شان مهلکو، وژنکو او ناپاکو اصولو لېرې او پاکه ساتی.
 دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.