د روان میلادي کال د فبروري پر ۱۴ مه نېټه پیلیږي.
د روان میلادي کال د مارچ پر ۲۹ مه نېټه پای ته رسیږي.
ټولې سیالۍ به ۴۴ ورځې ونیسي.
مدیریت یې د کرکیټ نړیوالې شورا پر غاړه دی.
لوبې به یو ورځنۍ نړیوالې وي.
ټولې لوبې به ۴۹ وي.
په سیالیو کې ټولې ۱۴ لوبډلې لوبیږي.
الف ګروپ: انګلینډ، اسټرالیا، سریلانکا، بنګله دېش، نیوزلینډ، افغانستان، سکاټلینډ
ب ګروپ: جنوبي افریقا، هند، پاکستان، ویسټ انډیز، زیمبابې، ایرلینډ، متحده عربي امارات اسټرالیا او نیوزلینډ د نړیوال جام کوربانه دي.
پسله ۲۳ کالو اسټرالیا او نیوزلینډ د کرکیټ د نړیوال جام کوربتوب کوي.
سیالۍ به د پرانیستې تر ښکلو مراسیمو وروسته د نیوزلنډ او سریکلانکا په لوبه پیل شي، دویمه لوبه به د اسټرالیا او انګلینډ تر منځ وي.
لوبې په ۱۴ ښارونو کې دي.
د نړیوال جام ګډونوال نژدې یو میلیون اټکل شوي.
نژدې یو بیلیون کسان به یې پر ټلویزون وګوري.
په افغانستان کې به په رسمي ډول پر لمر او اریانا ټلویزونونو ښودل کیږي.
افغانستان شلم ټیم دی چې د کرکیټ د ۲۰۱۵ په نړیوال جام کې به لوبه کوي.
د دې جام اوسنی اتل هند دی، چې په ۲۰۱۱ کې یې دا جام ګټلی و.
د کرکیټ ۲۰۱۵ په نړیوال جام کې تر ټولو ځوان لوبغاړی د افغانستان ۱۸ کلن عثمان غني دی، د دې جام په تاریخ کې تر ټولو تنکی لوبغاړی د کاناډا ۱۶ کلن نیتېش کمار و، چې د ۲۰۱۱ په سیالیو کې ولوبېدی.
د کرکیټ ۲۰۱۵ په نړیوال جام کې به تر ټولو باتجربه لوبغاړی د سریلانکا مهیلا جیوردنه وي، چې د ۱۹۹۹، ۲۰۰۳، ۲۰۰۷ او ۲۰۱۱ په سیالیو کې یې ۳۳ لوبې کړې دي.
د بي په ګروپ کې د هند او پاکستان تر منځ د لوبې ټول ټکيټونه په ۱۲ دقيقې کې خرڅ شول، دا لوبه د فبروري پر ۱۵ مه نېټه ده.
وروستي