انګلستان دملالۍ کاکړ انځور له بورقې / چادري سره دمبارزې لپاره کاروي
ملالۍ کاکړ په افغانستان کې لومړۍ پولیسه وه چې په کندهار کې د پولیسو له امنیې قومندانۍ سره کار پیل کړ.
نوموړې په خپل کار او فعالیت د ډېرو نړیوالو رسنیو پام ور واړاوه، په همدې لړ کې د کاناډا د ټورنټو عکاسه لانا سلیزیک هم د ملالۍ کاکړ د فعالیتونو عکسونو واخیستل. لانا له ۲۰۰۴څخه تر ۲۰۰۶پورې په افغانستان کې وه.
هغې د ملالۍ کاکړ عکسونه په داسې وخت کې اخیستې چې هغه د یوې تښتول شوې ماشومې د خلاصون لپاره تله، او بورقه (بوغره) یې پر سر کړ وه. خو اوس دا عکسونه په برتانیه کې د یوه سیاسي حزب بریټیش فرسټ له خوا د هغوی په هغه سیاسي کمپاین کې کارول شوي چې د بورقې خلاف یې کاروي.
لانا ګارډین ورځپاڼې ته ویلي چې د هغې عکسونه بې له اجازې خپاره شوي دي.
دا وايي چې دا ډېره بده خبره ده، یوه ښځه چې د ښځو د حقونو لپاره یې مبارزه وکړه، او د ښځو د حقونو لپاره وجنګېده، اخر د طالبانو او بنسټپالو له خوا ووژل شوه، خو دلته داسې ښودل شوې چې ګواکې یوه متجاوزه ده.
دا عکس د برتانیې د یوې سیاسي پارټۍ تر څنګ اسټرالوۍ سناتورې جاکوي لامبي هم پر خپله فیسبوک پاڼه خپور کړی دیملالۍ کاکړ په ۲۰۰۸کې طالبانو ووژله، هغه یوه تکړه پولیسه او یوه مور وه، او لانا غوښتل چې د هغې د ژوند دغه دواړه اړخونه او د هغې پیاوړتیا وښيي.
وروستي