د شهزادګۍ ډیانا د مرګ اوولس کاله  پوره شول

 
مشهوره شهزادګۍ ډیانا اوولس کاله وړاندې د ۱۹۹۷د اګست پر ۳۱مه په پاریس کې د موټر په ټکر کې ووژل شوه.
هغه تر ټکر وروسته ژوندۍ وه، روغتون ته ورسول شوه، خو د ډاکټرانو له ډېرو هڅو سره سره بیا هم ونه ژغورل شوه او د یکشنبې د ورځې په لومړیو ساعتونو کې یې ساه ورکړه.
شهزدادګۍ ډیانا په هغه ورځ له خپل ملګري دودي الفايد سره یو ځای د پاریس له ریټز هوټل څخه حرکت وکړ، نوموړی او د موټر چلوونکی هم په ټکر کې ووژل شو.
د هغې موټر د فوټرګرافرانو له خوا پر موټرسایکلو تعقبېدی، تر څو د هغې عکسونه واخلي، چې موټر یې له یوه پیلر سره تر لګېدو وروسته له یو دیوال سره ټکر وکړ.
پولیسو د عکاسانو څخه هم څېړنې ترسره کړلې خو څوک مجرم ثابت نه شو.
د هغې مړینې ته ځینې خلک اوس هم د شک په سترګه ګوري، او دا یو تصاف نه بولي.
نژدې یو ملیون کسان د لندن کوڅو ته راووتل چې د هغې جنازه وګوري، ډیانا په ۱۹۸۱کې له شهزاده چارلیز سره واده وکړ او د والز شهزادګۍ ونومول شوه، دوی دوه ماشومان شهزاده ویلیم او شهزاده هیري درلودل او په ۱۹۹۶کې سره طلاق شول.
شهزادګۍ ډیانا په نړۍ کې د خپلې ښکلې څېرې او د هغې د ټولنیزو فعالیتونو او مرستو له امله د خلکو د زړونو د شهزادګۍ لقب ګټلی و.
هغې په ځانګړې ډول د ماشومانو په برخه کې پاموړ هلې ځلې کولې.