ايراني دسيسې دهلمند په سيند كې

 رحمتيار
په دي ورسيتو كلونوكې افغانستان دګاونډيانواونورو هغوهيوادونو چې دلته خپلې لرې اونژدې ګټې وينې په خلاص مټ لاسو هنو ته را دانګلي دي ، په تيرو ديرشو كلونوكې خپلې ډلې ټپلې روزلي اونن يې له يو ې نه يو لارې  قدرت ته رسولي او دهغو دلارې خپلو شومو اوناوړهدفونوته درسيدو لپاره هلې ځلې كوي .
موږ ترڅنګ دوه پياوړي خود غرضه ګاونډيان لرو  چې هريو ه په ټول توان ددې هېواد په ورانولو كې پوره ونډه اخستي ده ، اوس هم لګيادي خپلو لاس وهنو ته په ټول برخوكې   دوام وركوي ،پاكستان مو په سياسي او اقتصادي او پوځي  ډول له پښو غورځوي او ايران مو د  فرهنګي او كلتوري يرغل له لارې په زړونو كې كوټي .
 له هر ير غل او لاس وهنو سر ه يو څۀ ګزاره كيږي خو دفرهنكي او ذهني يرغل اولاس وهنې سره ګوزاره كول ډير ګران كاردی چې له دي يرغل اولاس وهنو سره دمبارزې لپاره پوره علمي سياسي  كارته چې پر ملي ګټو او ملي يووالي ولاړوي اړتيا ده ،
په دې ورسيتو وختونوكې به تاسو اوريدلي وي چې له ايرانه څو موټره غير قانونې كتابونه په غير قانوني لاره  د افغانستان خاورې ته راوړل شوي و چې دامنيتې بيدارو او پروطن مينو ځواكونو له خواونيول شول چې له پلټنووروسته داڅرګنده شوه چې په دې كتا بونوكې دپښتواو اسلام  ضد ناوړه خبرې ليكلي شوي وې ، په هېوادكې ملې يوالي ورانولوته لمن وهلې وه او دملي نفاق دخوريدو لپاره يې  له زهرو لړلي تبليغات كړي وو،
چې  دنيمروز دفرهنګ درياست او نورو امنيتي تورياليو ځواكونو له خوا دهلمند سيند ته وغورځو ل ، او دايران  داخوندانو دسيسي يې دهلمند په سيند كې لاهو كړې .  او ددوښمن ددې ناوړه دسيسې چې په هېواد كې نفا ق او بدبيني ته لمن وهله مخه ونيوله ، دايوازې په دې نژدې وختونوكې ځوموټره ونيول شول خداى خبر چې تراوسه بۀ ځومره نور موتړه  راتيرشوي او خواره شوي وي،
د ايران دې ناوړه كاريو ځل بيا  په ډا ګه كړه چې ځونه خودغرضه ناوړه پلانونه زموږ  پرضد لري اوپلي كوي ،  دايران دفرهنګي ير غل اولاس وهنو  شاهدان ټول هېوادوال دي  چې ځونه پر مخ تللي او ځونه ګوډاګيان يې روزلي دي .
دوي هرې ادارې  او دهيواد هر سلول ته لاره پيداكړې ده اوددې ناوړه او ګوا ښمن ميكروب په خورولو كې له هرې وسيلې ځخه كار اخلي.
 په پاڼوكې خصوصا په روهي ويب پانه كې ددې كتابو هغه برخه ښودلې شوې ده چې زموږ دهېواد دملي يوالي او اسلام  ضدناوړه تبليغات يې كړيدي، دپښتو اوپښتنو پرضد يو منظم كمپاين پيل  كړيدي چې  پښتو ژبې ته يې په ټول توان په سپكه  كتلي شويد ي او دپښتنو پرخلاف يې  داسې ځه ليكلي دي چې دويلو اواوريدولونه دي .
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=3546&CatID=10
 ځوورځې وړاندې مې درسنيوله لارې وا ورېدل چې دښونكو دعلمي روزنې لپاره دښونې اوروزنې و زارت  له ايران سره يو پرتوكول لاسليك كړيدي چې له امله به يې افغاني ښوونكي ايران ته ځي اوهلته به مسلكي زده كړې كوي ،  ددې  خبراوكار په اوريدو حيران شوم چې موږ ولې دومره ړانده او كاڼه يو خپله چاړه تيره وو  ، اودښمن ته يې په لاس كې وركوو چې زموږ مري په پرېكړي ، .
هلته ايران دهيواد دملي يووالي (!) لپاره  هغسې كتابونه راليږي   دناسو ر ميكروبونه مو په سلولونوكې پيچکاري كوي او دلته بيا د ونه خواخوږي راسره كوي چې ښوونكي راته روزي ،
له ايران او پاكستان سره كه هر ډول تړون كيږي اويامرستې ترېنه ترلاسه كيږ ي ودې شي ، خو هغه تړونونه بايد ورسره ونه شي  چې زموږ ملي يووالي ته زيان ورسوي  او ذهنونواو فكرونوته مو لاره پيداكړي يا زموږ دهيوادوالو ماغزه پرې ولې او په ناوړه لارويې وګماري چې داډيرخطرناك كاردى ،
دښونې اوروزنې له وزير ښا غلي فارو ق وردګ  نه په كلكه هيله كو چې له ايران سر تر دې تړون تير شي ،
دايران په دستو ردهغو دګوډاګيانو  له خوا پرتاسو  كو م تورونه نه وو چې ونه لګيدل ،  دفاشيست اونورو ناوړ كلمو په كارولوسره يې ياد كړاست ولې تاسو نن بيا ورغلاست ګونډې  مو ورته ووهلې او په خندا دې تړون  ورسره لاسليك كړ،  دايران تر فرهنګي همكار ي اودښوونكو  ترروزلو چې همداسې بې سواد پاتې شو په ګټه مو ده له نويو جنجالنونه خوبه خلاص يو .
وګورئ په ځونه بې شرمي او بې ننګي يې دپښتنو پر خلاف داسې خبرې كړيدي چې په كتابوكې ليكلي دي :( فارسي شير وشكر است ** پشتو ګوز خر است )
خو ښاغلي فاروق وردګ پښتني غروراوافغاني ميړانه ترپښولاندې كوي ، ورځي اوتړون ورسره لاسليك كوي چې زموږ ښونكوته په ذهنوكې زهر پيچكاري كړه. ډير دافسوس خبره ده .
* څه ښه يې ويلي دي :
** اغيار چاړه په لاس  ورپسې ګرځي ** پښتانه لكه  غوائي پسې روان دي ***
هيله كوم چې دخپل پښتني غروراوافغاني همت په ژوندي ساتلوكلي هوښيار واوسئ .
 
 دايران سره دفرهنګي  همګاري پراختيا به د هيواد له ملي يووالي سره لويه دښمني وي ،
دكلتور له وزارت او د ښوونې اوروزنې له وزارت اونورادارو په كلكه غواړو چې  ملي ارزښتونو اوملي يووالي ته په نظر كتلو سره له ايران او پاكستان سره له فرهنګي همګاريو ډه ډ ه وكړي  څكه چې د وئ موږ ته په ګوړه كې زهر راكوي .موږ  دومره پيا وړي نه يو چې اثر راباندې ونه كړي ،
له ټولو هېوادوالو په كلكله هيله لرو چې ددغسې كتا بو دراوړولو په مخنيوى كې پوره هوښيار وه اوسې ،
  هغو ځواكونو چې دا كتا بونه نيولي دي با  يد وستا يل شي او مننه ترينه وشې.
له ټولو رسينو په كلكه هيله  اوغو ښتنه كيږئ چې د ايران نه را  وړل شويو كتا بونو په اړه پوره معلومات هيوادوالوته وړاندې كړي ، نه بايد تراو سه  داخبره پټه پاته وايې ،
 دفرهنګ وزارت ددې كتا بونو نمونې  د ايران دولت او نړيوالوته وړاندې كړي ، ترځو ددوي له خايينانه لاسوهنولاښه پرده پورته شې ،
               په در ناوي     رحمتيار