عبد الله بن عبد العزيز آل سعود

  پاچا عبدالله  دسعودي عربستان شپږم پاچا و،چې نن سهار د 91  کلونو په عمر  په پلازمینه الریاض کې ومړ  دنوموړي دجنازې مراسم به نن مازدیګر ترسره شي .
دسعودي واکمنۍ کورنۍ له  سلیمان بن عبدالعزیز سره دپاچا او امیر مقرن بن عبدالله  سره دولیعهد په توګه بیعت وکړ
پاچا عبدالله بن عبدالعزیز د 2005 ز په اګست کې  دملک فهد له  مړینې وروسته  دسعودي  شپږم پاچا و .او څلور ځل پرې دزړه حمله راغلې وه،چې بیګا بیا له ورته ستونزې سره مخ شو او په 94 کلنۍ کې ومړ.
په وروستیو کې د سعودي عربستان  واکمن په طبیعي مرګ  په دې نفتي هېواد کې د واک تشه رامنځته کوي او د دویم نسل امیران د واک پر سر شخړې ته چمتووالی نیسي، امریکا او اروپا اندېښنې پسې اخستې که دا له تيلو ډک هېواد له داخلي کړکیچ سره مخ شي د تیلو او نفتو وضعیت به څنګه وي .
سعودي عربستان په تېر یوه کال  کې د خپل ډول بېساري بدلونونه ولیدل  لکه د لومړي ځل لپاره د وليعهد لپاره د مرستیال ټاکنه، د پخواني پاچا فهد د زوی ګوښه کول، په  تېر اپریل کې  د استخباراتو له مهمې دندې څخه د امیر بندر بن سلطان ګوښه کول او پر ځای له واکمنۍ کورنی څخه بهر  د رکن یوسف الادرسي راوستل.  د پاچا عبدالله دا ډول یوې پریکړې په واکمنۍ کورنۍ کې جنجال راپورته کړ ځکه له  38 کلونو څخه  دا منصب د دې کورنۍ له مهم او واکمن غړي سره وي. 
پر دې سربېره پاچا عبدالله  د خپل عمر تر پایه هڅه وکړه، چې په  کورنۍ کې د واک د لیږد رالیږد پروسه  له ستونزو سره مخ نه شي  هماغه و، چې خپل کشری ورور امیر مقرن یې  د ولیعهد مرستیال وټاکه،چې دې چارې دواکمنۍ کورنۍ بیعت کمیسون  کې درز رامنځته کړ  او یو شمېر ورڅخه  ووتل .
دا خو دسعودي عربستان کورنی وضعیت و اوس په سیمه کې د داعش په نوم  نوې ډله راپیدا شوې ده او هر یو یې د ځان لپاره ګواښ بولي. د سعودي نوي بوډا واکمن پاچا سلمان بن عبدالعزیز(88 کلن ) ته به سخته وي،چې په  ورته وخت کې دسعودي کورنی  او بهرنی وضعیت کنترول کړي . 
په لاندې کرښو کې به دسعودي د پخواني واکمن پاچا عبدالله د ژوند لوړو ژور ته تم شو .
  پاچا عبدالله  بن عبدالعزیز ال  سعود په 1924 ز کې په سعودي عربستان کې نړۍ ته سترګې پرانېستې دي  نوموړی  دسعودي  6 پاچا و او لقب ېې ( خادم الحرمین الشریفین )، چې له دې وړاندې ېې ورور پاچا فهد غوره کړې و دا د عبدالعزیز  دلسو زامنو له منځه  دویم  هغه و . مور ېې  فهدة بنت العاصي بن شریم نومیږي .
ورور ېې  فهد د 1995 ز داګست پر 1 نېټه د اوږدې ناروغۍ له کبله ومړ  نو عبدالله  دسعودي عربستان  واکمن شو. د دې منصب تر څنګ د سعودي عربستان  د قانون  له مخې  پاچا دهېواد لومړی وزیر هم وي،  نوموړی  د نړۍ په  شتمنو وګړو کې هم حساب شوې دی؛ فارن پالیسۍ مجلې د 2010 ز کال د شتمنو وګړو لست خپور کړې  یو ېې پاچا عبدالله و، چې  ټوله پانګه او شتمني ېې  18 ملیارده ډالر ښودل شوې وه.  پر دې سربېره همدې مجلې  له  باراک اوباما او هوجینتا څخه  راوروسته  د نړۍ درېیم  اغیزمن شخصیت  ښودلې دی .
ژوند او زده کړه :
عبدالله دخپل پلار پاچا عبدالعزیز په لارښوونه   ډېرڅه زده کړي دي  په سیاست، واکمنۍ، ادارې  او مشرتابه کې ېې د پلار له تجربو ډېره ګټه پورته  کړې ده.  نوموړي  د وخت له شرایطو سره سم  د یو شمېر ښوونکو او پوهانو څخه  په مسجد کې  تر لاسه کړې  دي،  پردې سربېره پاچا عبدالله  د فرهنګ او تمدن په برخه کې پراخه مطالعه لري  ځکه خو ېې په سعودي عربستان کې مهمې دندې  وروسپارل شوې  دبېلګې په توګه  په 1963 ز کې پاچا سعود د شاهي فرمان له مخې د ملي ګارډ مشر وټاکه او د2010 ز د نومبر تر 17 مې نېټې پورې  د ملي ګارډ مسوول و. په 1975 ز کې  د وزیرانو شورا دویم  مرستیال غوره شو  په 1982 ز کې فهد بن عبدالعزیز ال سعود د سعودي عربستان د ټولواک په توګه لوړه وکړه  نوموړي  په همدې  ورځ فرمان صادر کړ او عبدالله دوزیرانو شورا لومړی مرستیال، ملکي ګارډ مسوول او خپل ولیعهد په توګه اعلان کړ .
دخپلو پورتنیو دندو سربېره ېې دا دندې هم ترسره کړې دي:
داقتصادي کمیسون مشر .
دپټرولو او معدنونو دکمیسون  مشر .
د معیوبو د کمیسون مشر .
دبشري پراختیا د موسسې رېېس .
په پلازمینه الریاض کې د اس ځغلونې د کلپ مشر .
عبدالله د74 کلونو و،چې دسعودي عربستان دوليعهد په توګه  غوره شوې و دا مهال نو نوموړی دیوه نوي پر ځان ویسا ځواګ بڼه راخپله کړې وه  . دده غوښور ( چاغ) مشر ورور پاچا فهد د زړه دناروغۍ له کبله ،چې څو کاله دمخه ورته پېښه شوې وه معیوب ژوند کاوه د وخت له تېرېدو سره د ټوالواکۍ  ځواک په تدریجي توګه د عبدالله پر شاوخوا را غونډ شوی و ، تور سترګی ، اسیايي مخ ، پنډ او وزه ږیری عبدالله دخپلو سپینو ویناوو ، پیاوړی سعودي نشلیزم ، له سعودي عادی سرتېرو او وګړو سره دنرم سلوک او نسبي ساده ژوند له کبله نوموړی  په ټولواکۍ کې دستاینې وړ ګرځېدلې و .
عبدالله  دشاهي کورنۍ دنورو غړو برعکس دساتیرۍ لپاره د فرانسې کېنزقمارخونو ته سفرونه نه کاوه  او په ناانضباطه بېباکه شهواني  اشتهاوکې ېې برخه نه اخسته . دې خویونو نوموړي ته د سعودي د ټولواکې کورنۍ په چوکاټ  کې یو څه ځانګړنه وربښلې وه . دسعودي عربستان  له دود سره سم دبوډايۍ په عمر نوموړي له ځوانو نجونو سره  واده کولو او بچیانو زیږولو ته دوام ورکاوه تر 1988 ز پورې ېې دمنځنۍ کچې امریکايي پوهنتونونو ته ورته په یوه لړۍ کوچنیو ماڼیو کې ژوند کاوه ،چې داوبو خور شنو چمنونو او ګلانو په غاړو کې څنډلارې او سړکونه  ورتېر شوي وو .
عبدالله  دیو ځانګړي پروګرام  له مخې کار کاوه په دوه څلور کړۍ مهالونو کې وېده کېده دشپې له نهو بجو نه تر یوې بجې پورې  یو مهال اوبیا دسهار له اتو بجو نه دغرمې  تر یوې بجې پورې  دوېښتیا پر مهال ېې په خپل سلطنتي لامبو ځای کې لامبو وهله او تر څنګ ېې پر دفتري کارونو وخت تېروه هره شنبه  له خپلو یوګڼ  شمېر ورورڼو سره په الوتکه کې  دجدې ښار ته تګ کاوه ، خپله  تفریحي کښتۍ ېې له  ځان سره وړله  او دسیند پر څپو ېې د زنګېدو په حال کې لنډه سترګه پټوله  هره چهارشنبه دبس پر وسیله په دښته کې ېوې  کروندې ته  ورته  دلته نوموړي عربي اسونه  روزل  دخپلو سیاسي  مسولیتونو په اړه جدي او زیارکښ و ، خو ژوند ېې تر دومره کچه ساده و لکه  څومره ، چېدسترو ماڼیو ، اسونو او تفریحي  کښتیو څښتن یو ملیادر ېې کولای شي .
له بهر سره اړېکې : پاچا عبدالله دښو بهرنیو اړیکو په موخه له یو شمېر هېوادو لیدنه وکړه  تر ټولو د پاموړ او تاریخي لیدنه ېې له روم څخه  وه او هلته ېې په واتیکان  کې شپاړلسم بنديکس سره له نږدې لیده کاته و، چې  داسلام – عیسویت ترمنځ دخبرو اترودلا پیاوړي  کولو په اړه ېې ورسره بحث وکړ پردې سربېره ېې په یوشمېر عربي او خلیجي هېوادو کې دخپل هېواددپلاوي مشري کړې ده  په 2008 ز کې  په هسپانیه کې د دینونوترمنځ  خبرې اترې  تر سرلیک لاندې  کنفرانس  و هلته ورغلې و . دسعودي عربستان او لیبیاترمنځ مناسبات  چندانې ښه نه و ، خو دعبدالله د واکمنۍ پر مهال  او دقطردامیر الشیخ حمدبن خلیفه  ال ثاني پر هڅو د 2009 ز دمارچ پر لسمه  دعرب لیګ دیوې غونډې په څنډه کې دمعمر القذافي او عبدالله ترمنځ روغه وشوه
 دسعودي په واکمنه  کورنۍ  کې پاچا عبدالله له نورو یو څه توپیر درلود نوموړي  په هره بیه، چې کېدای شول د امریکا د خوشاله ساتلو او د پام ور اړولو پر موخه د سعودي  دځینو شاهزادګانو له لېوالتیا سره همغږی نه و، عبدالله پردې پوهېده، چې عربستان  له پوځي پلوه دومره پیاوړی نه و، چې دواشنګټن ملاتړ ته شا کړي، خو دا ېې غوښتل، چې له امریکایانو سره  په اړیکو کې ډېره خپلواکي تر لاسه کړي.  نوموړي فکر کاوه، چې عربستان باید متوازنه  بهرنۍ  کړنلار خپله کړي ، چې په هغې کې د امریکا یو شمېر ساړه اروپايي  دوستان  په تېره بیا فرانسه هم شامل وي . عبدالله د ایران او سعودي ترمنځ  د اړیکو غوښتنه  کوله، خو امریکا د دې  ډول پرمختګ مخالفت کاوه  نوموړي غوښتل، چې د فلسطین او اسراییلو ترمنځ دې تلپاتې  سولې کولو په  لار کې له امریکا سره مرسته  وکړي، خو له اسراییلو سره ېې د امریکا مرستې غندلې. عبدالله دد ه پر خپل اند د سعودي نشلیزم پالنه  کوله ، خو د امریکا د ګټو مخالف نه و او د سعودی د پخوانیو ټولواکانو پر څیر غاړه اېښودونکی نه و. وړاندې له  دې، چې عبدالله د سعودي عربستان  پاچا شي نوموړي په منځني ختیځ کې  د سولې د نوښت  وکړ، چې وروسته بیا همدا نوښت  امریکايي لیکوال او اندیال توماس فریډمان  په  2002 ز کې په بیروت کې  د یوې غونډې پر مټ نړۍ ته وروپيژنده . د دې نوښت  منځپانګه  دا وه، چې اسراییل به ټولې هغه سیمې خوشی کوي، چې په 1967 ز کې ېې نیولې دي، په دې کې د جولان غونډۍ او ختیځ بیت المقدس هم شامل و، فلسطیني ګډوال به بېرته خپلو سیمو ته راګرځي، ټول هغه استوګنځایونه  به له منځه ځي، چې اسراییلو په دې وروستیو کې جوړ کړې دي  بیاعربان  له اسراییلو سره  پوره سوله  کوي . واکمني پاچا عبدالله  د2005 ز داګسټ پر لومړۍ نېټه  په رسمي توګه  دسعودي عربستان پاچا شو په همدې ورځېې ورور امیر سلطان بن عبدالعزیز ال سعود ولیعهد وټاکل شو .

 دپاچاعبدالله کورنۍ

مېرمن
بچیان
اميرة حصة  دعبد الله لور
دمتعب په نوم زوی ، مړ شوې دی
اميرة منيرة دمحمد لور ( طلاق )
 خالد
اميرة منيرة د محمد لور (طلاق )
متعب الثاني
اميرة نوره دعجمي المنيخر لور
 سعود
اميرة سلطانة دعبد العزيز لور ( طلاق )
....................
اميرة عايدة  ّّ(طلاق )
 عبد العزيز، عادلة، علياء
اميرةحصةدطراد الشعلان  لور
 فيصل،  منصور،  هيفاء، ريما،  صيتة، اسارة،نايفة، عبير
اميرة مشاعل د بندر لور   (طلاق )
 مضاوي
اميرة تاضى د مشعان الفيصل لور
 مشعل، تركي، محمد،  ماجد،  مشهور، عريب،  الهنوف
اميرة ملكه الجربا الشمري
اسعد، سلطان او اميرة سحاب
اميرة طريفة الفيصل الحمود (طلاق )
.....................
اميرة هيفاء بنت مهنا بن عبد الرحمن آل مهنا
امير بدر، امير بندر، او أميرة بسمه
اميرة حصه بنت مانع  ( مړه شوې ده )
اميرة فهدة
أميرة العنود دحام ( طلاق )
اميرة مها، اميرة جواهر، اميرة هلا، اميرة سحر
اميرة بنية بنت محمد  ( طلاق )
اميرة نوف
اميرة عمشاء بنت خليل ( طلاق )
 
اميرة نورة ( طلاق )
 
اميرة موضي بنت محمد ( طلاق )