په مــــــوږ د مرګ بدې څپې تېرې شــــوې
څـــــه عجيبه شانتې صـــــحنې تېرې شوې
د زړه ګوګل ته مــــــو لاس ويـــــوړو رقيب
د درد او غـــــــم بدې شيبې تېرې شـــــوې
د ژوند مفهـــــــــوم زموږ بې رنـــــګه شولو
د نابوديو ولــــــــــــــــولې تېرې شــــــــــوې
هـــــــــــا اميـــدونه ارزو ګانې د ژونــــــــــــــد
ټولې نيمـــــــــــــــګړي قافـــــــلې تېرې شوې
راځئ ترې واخـــــــــــــلو عبرتونـــــه د ژونـــد
داسې په مــوږه چې تيارې تېرې شـــــوې
پدغـــــــــــه ژوندکې اعتبار کلـــــــــه شتـــــه
د خود غرضـــــــو ناکردې تېرې شـــــــــــــوې
د ژوندون په پا ی کې مــايوسي څه پکار
د ښه عمل ښې خــــــــــــاطرې تېرې شــــــوې
دلته دا څوک دی چې مغروره ښــــــــکاري
فــــاني دنيا شيبې ، شيبې تېرې شـــــــــوې
افغاني! رب ته د سجــــــــــدو موقعه ده
ګنې مــــــوقعې مو د توبې تېرې شـــــــــوې
--------------------------------------
سميع الدين افغانی
٨ - ٥ - ٢٠٠٩
مهاجرت
وروستي