د سميع الدين افغانی ليکنه
٨ - ٥ - ٢٠٠٩
محترمو لوستونکو
که چيرې د بشريت او انساني نړۍ پسمنظر ته ځير شو انسانانو د ابتدا څخه بيا تر يويشتمې پيړۍ پورې د انسا ني ژوند دبقا لپاره ډيرې هلې ځلې تر سره کړي او د غير مترقبه او طبعي حوادثو په مقابل کې د طبيعت سره لاس ا و ګريوان او د ډيرو قربانيو تر څنګ لازمي برياوې هم تر لاسه کړي او پدې برخه کې دډيرو اکتشافاتو شاهدان دي ٠
بشر وکولای شو دګرمۍ ، يخنی ،مختلفو افتونو ا و امراضو سره مبارزه وکړي د خورا ک پوښاک ، سرپناه او نور حياتي اړتياو دلاسته راوړلو لپاره زحمت وګالي ٠
خو اساسي پوښتنه داده چې ولې پدې عصر او زمان کې هم انسانان د لوږې ، بدبختي او ناخوالو سره مخ دي ايا ددې مشکلاتو اساسي عوامل به په څه کې وي ؟ ايا لامل به يې داوي چې بشريت ددې نيمګړتياپه له مينځه وړلو کې ناکا مه راغلی او ندی توانيدلی چې داوږ د انساني ژوند په جريان کې دا ناخوالې له مينځه ويسي ؟ او که علت په خپله انسانانو کې دی ؟
دا هغه پوښتنې دي چې که چيرې په رښتيني او دقيقه توګه وڅيړل شي او ددې مرض اساسي عوامل تشخيص او دحل نسخه ورته پيدا شي دا به يو بل ستر ګام وي په بشري ټولنه کې د يو عادلا نه او انساني ژوند د احيا لپاره ٠
دېی او نورو پوښتنو د ځواب لپاره لازمه ده چې لاندی موضوګانو ته د لوستونکو پام راوګرځوم ٠
لمړی ؛د بشري ټولنې د ژوند د تفاوتنو اصلي عوامل په څه کې دي ، ولې يو زيات شميروګړي په فقر او بې عدالتيو کې ژوند کوي او يو تعداد نور بيا دهرډول هوسااو لازم انساني ژوند د مزايا او امکاناتو څخه برخورداره دي ؟
دمثال په توګه که افريقا ، اسيا اوپه مجموع کی مخ په انکشافه يا دريمې نړۍ هيوادو ته پام شو د فقر بدبختيو اومحروميتونو کچې يې ډيره جګه او برخلاف ديو شمير هيوادونو د ژوند سطحه لوړه او د قوی اقتصاد خاوندان ګرځيدلي دي ٠
دوهم ؛ کوم هغه مصارف چې نن سبا د بشرد نابودۍ لپاره کارول کيږی پدې معنی هغه کارخانې چې د ټوپکو ، ټانکونو ، جنګي طيارو او دټولنيزو وژنو سلا ګانو دتوليد لپار ه جوړې شوي او يا د جوړيدو په حال کې دي چې د بشريت او ځمکې دنابودۍ لپاره پکارول شوي او پکاريږی که چيری پدغه مصارفو د انسانانو دخير او فلاح لپاره ترې استفاده شوي وای او وشي،مکاتب ، روغتونونه او نور عام المنفعه تاسيسات جوړشوي وای او ياجوړ شي اوس به په نړۍ کې دانسانی تراژديوته دپای ټکی ايښودل شوی وای دهر انسان لپاره به ديو ارام ، مرفع او انساني ژوند زمينه به برابره وای ٠
ايا په يو ټانک به څومره ښوونځي او په يوې جنګی الوتکې به څومره روغتونونه او همدا رنګه په يوې اتومي سرګلولې به څومره عام المنفعه تاسيسات جوړ وای چې په دقيقه توګه به په افريقا او نورو هيوادوکې ماشومان په سو تغذيه نه وه مصاب اونه به جنګونو دمليونونو انسانانو ژوند دنابودۍ سره مخامخ کړي وای٠
که په دقيقه توګه ددې ناخوالو او پرابلمونو لاملونه و څيړل شي دې نتيجې ته رسيږو چې ددې بې عدالتيو ، ظلم او استبداد عامل يو انسان دبل انسان ، يوه ټولنه د بلې ټولنې او همدا رنګه يو ملک د بل ملک د اتباعو په حقوقو تيری دی او د نورو د بدبختيو عاملين ګرزيدلي دي او د ټوپک او ماشينګنو په زوريې د نورو ژوند د خطر سره مواجه کړی او دخلکو په وينو يې لاسونه سره او نن د ارګاه اوبارګاه خاوندان دي چې ژوندی مثالونه يې زموږهيوادوالو په هيواد کی دديرش کلنې تپل شوي جګړې په جريان کې په سر سترګو وليدل او هره ورځ د نوو تراژيديو شاهدان دي ٠
استعمار د نور د هستيو او غصب لپاره د دوو تکتيکونو اوروشونو نه استفاده کړې چې هغه د فزيکي ګرمې جګړی اوسړې جګړې طرزونه دي چې پدې وسيله يې پردي ملکونه ولجه او د منطقې د خلکو هستي يې تاراج او وګړي يې خپل غلامان ګرځولي دي ٠
د تودې جګړی مثال هغه مستقيم اشغالګره تجاوزونه دي چې د تاريخ په جريان کې قوي هيواد ونو په ضعيفه هيوادونو تر سره کړي او هغه ملک يې دخپلې مستقيمې سلطې لاند ې راوستی او د هغوی هستي او دارايي يې خپل کړي او هغه ملک يې خپله مستعمره ګر ځولی دی ٠
او بل تکتيک يې ساړه يا تبليغاتي جنګونه دي چې د هغه په وسيلې يې دمنطقې يا ملک خلک خطا اوخپلو شومو اهدافو لپاره يې ذهنيتونو ته دخپل په ګټه تغيير ورکړی دی٠
په دغسې مواردو کې دانسانانو بعضا د پاکو او سپيڅلو احساساتو نه ګټه پورته کړې ده ٠
که په مشخص توګه په افغانستان کې د يو تعداد ګوندو ، تنظيمونو ، پارټيو ، ډلو او ټپلو ته ځير شو چې اکثراد پردو له خوا تمويل ، حمايه او سازماندهي کيږي چې د خلکو بالخصوص دځوانانو د پاکو وطني ، ملي ،منطقوي او ژبنيز و احساتو نه د خپل ځان په ګټه کار اخلي چې که په دقيقه توګه ددغو تنظيمونو ډلو او ټپلو سر ه په تماس کې شوي اکثريت يې په دين وطن مين خلک دي چې متاسفانه د يو تعداد خاينو رهبرانو تر تاثير لاندې راغلي او خپل هستي او ژوند يې ددې خاينو رهبرانو لپاره په ډير صداقت او ايماندارۍ قرباني کړی دی چې ژوندی مثال يې چا داسلام مقدس دين په لاره کې قرباني ورکړه او څوک دی چې ددې شهيدانو د وينو په بيه ځانله بلند منزلې جوړوي ا و په خارجي بانکو ېی دمليونونو ډالرو خاوندان دي ؟
که ددې ليکنې اصلي مطلب ته راشو تاريخ دا ښودلې ا و هر چاته د منلو وړ ده چې په وطن کې هېڅکله يوې ډلې ، يو تنظيم ، ګوند يا يو قوم په تنهايي سره د حاکميت چارې په برياليتوب سره پر مخ ندی بيولي نو لازمه ده چې د وطن په بيا رغونې کې د افغانستان ټول ولسونه او خلک په ګډه برخه واخلي ،
زما په اند صرف يووالی او ورورګلوي کولی شي چې د وطن خلک ددې بدبختيو څخه نجات ورکړي او بس ، داچې څنګه دا يووالی مينځ ته راځي اوڅوک يې راوستلی شي او کوم علمي وړانديز ددې معضلې اساسي نسخه ده دا د وطن د بادردو ، وطنپالو او خدا پرسته علماوو ، مشرانو او ټولو سياست والو دنده ده چې بدې برخه کې مثبتې هلې ځلې وکړي او د افغانستان او د بشريت د خير لپاره کار وکړي، داسې طرحې وړاندې کړي چې ټولو ته دمنلو وړ وی او د افغاناستان هر وګړی ته چې په رښتينی ډول دا وطن ورته ګران وي او پدغه پاک احساس سره په مختلفو لارو روان کړی شوی دی ورته د اميدوارۍ او دژوند کولو زمينه برابره شي٠
بايد د بې باوريو او اختلافو نو د مينځه وړلو لپاره مشترک او عملي کارونه تر سره شي ٠
د ا يوڅرګند حقيقت دی چې د افغانستان خلک دمختلفو نظرو تر څنګ په وطن مين خلک دي د هريو په زړنو کې د وطن د ابادی مينه شته چې پدې لارکې د هيوادوالو رېښتنې مبارزه د قدر وړ ده زموږ خلکود وطن ، ازادي او خدای په لاره کې خپل ژوند اوهستي هرڅه قربان کړل چې په خواشني سره بايد وويل شي ددې قربايو څخه نا اهلو او خرڅ شوو ليډرانو د ځان او خپلو مافيايې انډيوالانو په نفعه ګټه پورته کړه دوطن ، خاورې او اسلاميت تر شعارو لاندې يې ځانونه دشيشه يې قصرونو او ميلونونو ډالرو خاوندا ن کړل٠
د وطن با درده سياستوالو
په هر تنظيم کې چې ياست په هر ليډر چې مو باور دی دا ستاسو شخصي کار دی که موږ دخپلې لارې حقانيت بل ته کوو او دنورو څخه غواړو چې دده په لار دې لاړ شي او دهغوی رهبر دې ومني دا به عملي نه وي ښه به داوي چې ديو شعار لاندې داسلام په خاطر د افغانيت په خاطر د انسانيت په خاطر د هغه پاکو شهيدانو د سپيڅلي وينې په خاطر د هغه کونډو يتيمانو په خاطر کوم چې ديوی مړی ډوډی لپاره د محنت شپې او ورځې تيروې نور دې بې باوريو ، تعصب ، ډلو او ټپلو ته خاتمه ورکړو او ديو افغان ، هموطن او مسلمان تر نامه يو بل ته د وروری لاس ورکړو ، صرف همدا دبدبختيو د نجات لار ده صرف همدا په مختلفو
ډلو او تنظيونو تقسيم کړل شوی خلکو يووالی دی چې د وطن د ټولواقشارو خلکو او ولسونو په صادقانه همکاري د وطن مشکلات حل او يو بل ته دوروري لاسونه ورکړو او دنياته وښيو چې افغانان دا استعداد لري او کولای شي چې په شريکه دا وطن جوړ او خپلو خلکو ته د نجات الا هيه وګرځي ٠
دا ده هغه رېښتني لارچې کولای شي زموږ وطن ددې ناخوالو څخه وژغوري او په ګران افغانستان کې د خلکو د خير او فلاح لپار اسلامي ، وطني او انساني ګامونه اوچت کړي ٠
واعتصمو بحبل الله جميعا لا تفرقو
ترجمه
د خدای په رسی منګولې ولګوی او مه جدا کيږی٠
ومن الله التوفيق
--------------------------------------------------
سميع الدين افغانی