ميرويس عمرخيل
کابل ، ۲۰۰۹/۶/۹ م
د مصر په قاهره کې د امريکا ولس مشر بارک حسين اوباما د نړۍ مسلمانانو ته په داسې حال کې وينا وکړه چې همدا اوس هم په نړۍ کې د جورج بوش پاليسي د پلي کيدو په حال کې ده .
په امريکا کې د ۲۰۰۸ کال د ټاکنيزو سیاليو پرمهال اوباما ژمنه وکړه چې د بوش پاليسۍ ته به بدلون ورکوي اوله نړيوالو او په ځانګړې ډول له اسلامي نړۍ سره به د اړيکو نوی باب پرانيزي .
غواړم د اوباما پر هغو خبرو تبصره وکړه کومې چې د ديپلوماتيکو الفاظو په کارولو سره په فلسطين ، افغانستان عراق او په اسلامي نړۍ کې د بوش پاليسۍ ته د ژمنتيا ډاډ ورکوي او د تل په څير له حقايقو نه سترګې پټوي ، اسرائيلي يرغلګرو سره د ملګرتوب ښکاره چغې وهي او د صهيونستي رژيم له کړنلارې دفاع کوي او ځان ته د هر راز يرغل حق ورکوي، په اسلامی هيوادونو کې غواړي د دين ازادي رامنځته کړي او ځان ته د اتومي وسلو د ځواک صلاحيت ورکوي.
اوباما وايي ( مونږ نه غواړو چې خپل عسکر په افغانستان کې وساتو ، مونږ دلته د پوځي اډو په لټه کې نه يو ..... عراق نن د صدام د واکمنۍ په پرتله په ښه حالت کې دی ....... له اسرايلو سره زمونږ اړيکې نه ماتيدونکي دي ..... اسرايل په فنا تهديدول او يا د يهودانو په باره کې د خرابو خبرو کول غلط کار دی .... فلسطينيان بايد له خشونته لاس واخلي .... خشونت يعنی د ويدو ماشومانو په لور د توغنديو ويشتل ... دا نه ميړانه ده او نه هم د قدرت علامه ...).
اوباما په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو په بمباريو کې د زرګونو بی ګناه انسانو وژنو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي ، پر فلسطيني مسلمانانو د يهودي رژيم له کړنو ننګه کوی ، د عراق دردونکی او وژنکی حالات ورته عادي او سم ښکاري .
که حقيقت ته وکتل شی په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شتون ښايي کلونه کلونه وخت ونيسي ، دلته د بيا رغونې د چارو پر ځای پر پوځي پانګې اچونې کار کيږی ، پوځيانو ته ستر ستر هوايي ډګرونه رغول کيږي ، په هر ولايت کې بنسټيزې پوځي اډې جوړيږي او ټوله پانګه پر پوځي چارو مصرفيږي ښکاري چې امريکايي پوځيان تر ډيرو کلونو دلته اووسيږي ، د تل په څير بی ګناه هيوادوال د کيمياوي وسلو ، فاسفورس او انسان وژنکو بمونوله امله وژل کيږي .
افغان سياسي کارپوه ډاکتر نثاراحمد صمد وژنکو بمباريو ته ګوته نيسي او ليکي ((امريکا په ۲۰۰۴ کې لس زره اټومي سرګلولې لرلې چې اووه زره يې د فعاليت په حال کې يعنی قوماندې ته چمتو وې. پدغو بربادونکو وسلو سره امريکا د مځکې کره په صرف ۳۵ دقيقو کې خاورې ايرې کولای شي. آيا دا هر څه پخپله يو « وحشت » ندی او آيا هغوی همدا بلاوې پر هيروشيما او ناګاساکي باندې استعمال نکړې او په سلګونو زره ملکي انسانان يې ترور نکړل )) .
دا هغه حقيقت دی چې امريکايي او نړيوالو پوځيانو په افغانستان کې د خپلو کيمياوي او وژنکو وسلو په کارولو سره بی ګناه انسانان ونه وژل ؟
اوباما دا مني چې پوځيان يې په افغانستان او عراق کې د تل پاتې کيدو خوب نه ويني خو د هرې ورځې په تيريدو نه يواځې د افغانستان خلکو ته بلکې امريکايي سرتيرو او د هغوی ملګرو ته مرګونې او د سر په زيان تماميږی .
ليکوال ډاکټر نثار احمد « صمد » په خپله ليکنه کې په افغانستان کې د امريکايانو مصارفو او لګښتونو ته ګوته نيسی او ليکی .
د افغانستان او عراق جنګونه امريکا ته ډير ګران تماميږی . امريکا هر کال په افغانستان کې تقریباْ لس بليونه ډالره پوځي مصرف لری چې د مياشتې اته سوه مليونه ډالره کيږی . په همدې ترتیب د واشنګټن پوځي مصارف په عراق کې د کاله اقلاْ ۷۵ بليونه ډالره دی چې د مياشتې شپږ بليونه ډالره کيږی . په بل عبارت امريکاپه افغانستان کې د ورځې ۲۶ مليونه ډالره یعنی په هره دقیقه کې اتلس زره ډالره او په عراق کې د ورځې دوه سوه مليونه ډالره یعنی په هره دقیقه کې ۱۳۵ زره ډالره مصرف لری چې دا خزانه به ژر يا وروسته تشه کيږی او د امريکا اقتصادي ملابه ورماتوي .
پس څرګنده شوه چې امريکا په افغانستان کې ټولې پيسې پر پوځی چارو مصرفوی ، په همدې توګه د اوباما تر ټاکل کيدو وروسته بيا هم په هيواد کې د ملکی کسانو په وژنو کې زياتوالی ترسترګو کيږی .
دملګرو ملتونو د ورکړل شوې احصایی له مخې يواځې په ۲۰۰۸ کال کې ۲۱۰۰ تنه ملکی خلک د هوایی بمباريو په وسيله وژل شوی چې د ۲۰۰۷ کال په پرتله په سلو کې ۷۲ ٪ زياتوالی راغلی .
د اسيا فاونډیش د ارقامو له مخې بيا دغه شميره ۲۱۱۸ تنه ښودل شوی، يواځې په دې وروستيو وختونو کې د هرات په شينډنډ ولسوالی کې د وژل شويو کسانو شمير ۹۰ تنه ، د فراه ولايت د بالابلوک په ولسوالی کې ۱۶۰ او په ننګرهار ، لغمان او کنړ کې د ړندو بمباريو او ډله ايزو وژنو بيلګی ليدلی شو .
دوکتور م ، ع روستار تره کی په خپله يوه تحقیقی او څیړه نيزه ليکنه کې په افغانستان کې د امريکایی پوځيانو پر کړنو نيوکه نيسی او ليکی .
له ۲۰۰۱ کال څخه را په دې خوا د افغانستان په جګړه کې د بهرنيو پوځيانو په بمباريو او بريدونو کې له ۸۰ زرو څخه ډيرو ملکی کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی،د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د ملکی خلکو وژنه له جنګی جرايمو څخه شميرل کيږی ، امريکا په ۱۹۷۲ م کال کې د کيمياوی او فاسفورس بمونو د نه کارونې پرکانوانسيون لاسليک ونکړ ، ترڅو په جګړه کې خلاص لاس ولری .
د ۲۰۰۱ م کال څخه تر ۲۰۰۷ کال پوری ۷۲۰بهرنی عسکر وژل شويدی په دغه موده کی د افغانانو د تلفاتو شمير نيم مليون اټکل کيږی د دغه تلفاتو په جمله کی زياتره ملکی خلک چه د هوایی بمباريو په وسيله وژل شويدی شامل کيږی .
اوباما نه يواځې دا چې په افغانستان کې ددوې د پوځيانو جنايتونه پټوی بلکی د منځنې ختیځ په اړه هم له حقیقته لری څرګندونې کوی .
اوباما د اسرايلو پر جنايتونو سترګې پټوی او فلسطينيانو ته د ترهګرو او ډار اچونکو خطاب کوی ، يواځې په دې وروستيو مياشتو کې د صهيونيستی پوځيانو په بی رحمان بمباريو او بريدونو کې له ۱۰۶۰ زيات فلسطنيان شهيدان او ۴۸۸۰ پورې ژوبل شوي دي په شهيدانو کې ۳۵۵ ماشومان او له ۱۰۰ زياتې ښځې دي .
اصلاح انلاين دوشنبه, 29 December 2008
په تيرو شپيتو کلنو کې اسرايلو ډير جنايتونه تر سره کړي، او بې ګناه فلسطينيان يې له تېغه تېر کړي.
• د ١٩٤٧م کال د جنورۍ ٣٠-٣١ نېټې د بلدة الشيخ قتل عام چې د شپې په تياره کې يې له ٦٠ څخه زيات انسانان په خپلو کورونو کې ووژل
• د ١٩٤٨م کال د اپريل په ٩مه يې د ٧٠٠هستوګنو يو کوچني کلي ديرياسين کې ٢٥٤ ووژل او له ٣٠٠ زيات يې ټپيان کړل.
• د ١٩٥٣م کال د اکتوبر ١٤-١٥مه نېټه يې په قيبيه کلي کې مسجد او له ٥٦ زيات کورونه ويجاړ، او له ٦٧تنو زيات يې په بې رحمانه توګه ووژل
• د ١٩٥٦م کال د اکتوبر په ٢٩مه يې د کفر قاسم د کلي له ٤٩ تنو زيات اوسيدونکي ووژل
• د ١٩٨٢ م کال د سپتمبر په ١٦مه يې د لبنان د سابرا او شاتيلا په کيمپونو حمله وکړه او د همدې مياشتې تر ١٨مې نېټې يې د ٣٠٠٠ او ٣٥٠٠ په مينځ کې فلسطينيان د مرګ کومي ته وسپارل
• د ١٩٩٠م کال د اکتوبر په ٨مه يې په مسجد اقصى کې ٢٣ تنه شهيدان کړل او له ٨٥٠څخه زيات يې ټپيان کړل.
• د ١٩٩٤م کال د فرورۍ په ٢٤مه يې په ابراهيمي مسجد کې باروخ ګولډسټاين نومي اسرائيلي ٤٨تنه لمونځ کوونکي شهيدان، او له ٣٠٠ زيات يې ټپيان کړل.
• د ١٩٩٦م کال د اپريل په ١٨مه يې د قانا د لومړۍ ټولوژنې په ترڅ کې يې د لبنان ١٠٩ولسي وګړي شهيدان کړل او له ١١٦څخه زيات يې ټپيان کړل.
• د ٢٠٠٢م کال د اپريل په ١٢مه يې په جنين کې له ٥٢٢٢ څخه زيات فلسطينيان شهيدان شول.
• د ٢٠٠٦م کال د جولاى د مياشتې د ٢٩مې د قانا دوهمه ټولوژنه چې له امله يې په لسګونو تنه ماشومان او سپين ږيري شهيدان شول.
• د ٢٠٠٨م کال فرورۍ له ٢٧مې د مارچ تر ٤مې پر غزې د صهيونستانو په حمله کې له ١٢٠ تنو څخه زيات کوچنيان او ولسي وګړي شهيدان شول.
• په همدې ډول د الاقصى د لومړۍ انتفاضې(١٩٨٧ديسمبر-١٩٩٠) په تعقيب تر ١٩٩٣ پورې له ١١٦٢ څخه زيات فلسطينيان شهيدان کړاى شول.
• د دې تر څنګ د الاقصى په دوهم انتفاضه(٢٠٠٠-٢٠٠٥م) کې له ٣٦٥١څخه زيات فلسطيني وګړي شهيدان کړاى شول.
د ۲۰۰۸م کال د دسمبر په ۲۷مه نېټه د شنبې په ورځ د ماسپخين د اذان پر ځايي وخت اسرائيلي يرغلګرو د غزې په هغه بندي کړل شوي ولس چې د ۲۰۰۷م کال د جون له ۱۲مې نېټې راهيسې د اسرائيلي يرغلګرو، او مصري ګوډاګي حکومت له خوا کلابند دي، هوايي بريدونه پيل کړل، په لومړيو دوو ورځو کې د شهيدانو شمېر له ۲۹۰، او د ټپيانو شمېر له ۹۰۰ څخه اوښتی.
د پورته شواهدو په پام کې نيولو سره وليدل شو چې اوباما د فلسطين مسلمان ولس وينو ته ارزښت نه ورکوی بلکی فلسطينی ولس ته د جاهلانو خطاب کوی .
نه پوهيږم چې د امريکا ولس مشر اوباما له نا پوهۍ دا خبره کوی او که د نړۍ اسلامی هيوادونه تير باسی ، هغه ته د عراق وژنکی حالت عادی ښکاری .
د امريکا يوه پخوانی جنرال آبی زيد د جرمنی له ډی ولټ ورځپاڼې سره په مرکه کې دې خبر ې ته په اشارې سره چې د عراق دجنګ د پينځو کلونو په تيريدا سره تر اووسه پورې په منځنی ختیځ کې هیڅ ډول سوله نه ده ټينګه شوې ، په دغه هيواد کې ئې د امریګا پوځی ستراتیژۍ ماته خوړلی ، امريکا په منځنې ختیځ کې يوه فرعی مهره ده او په دغې سيمې کې اصلی لوبغاړی خلک دی . هغه هغو ډيرو ستونزو او مشکلاتو ته په اشارې سره چې دعراق او افغانستان په شمول په مينځنی ختیځ کې شته دی وويل دغه ستونزې په سيمه کې د امريکا په شتون سره نه حل کيږی او مونږ بايدپوه شو چې د منځنې خت
یځ خلک زمونږ په کلتور یقين او اعتقاد نه لری .
ما د عراق په اړه په څو څیړنيزو ليکنو کې چې په هيله مجله کې چاپ شوی ( توره سه شنبه ـ د سپټمبر ۱۱ ـ عراق د صدام له واکمنۍ د بغداد تر ړنګيدو ) هر څه په ډاګه کړی ، عراق نه يواځې دا چې د تباهی خواته ور روان دی نور هیڅ شی نه تر سترګو کيږی .
په عراق کې د امريکايانو لخوا زرګونه تنه بی ګناه خلک وژل شوی ، پر نابالغو او تنکيو انجونو د امريکایی پوځيانو لخوا جنسی تيری شوی ، له عراقی بنديانو سره ناوړه او غيری انسانی چال چلند شوی او د اسلامی مقدساتو سپکاوی شوی او په پای کې عراق پر کڼوالو اوښتی .
زه خپلې خبری په لنډو کرښو پای ته رسوم هغه دا چې اوباما دې اسلامۍ نړۍ سره دروغجنه ډيپلوماسی نه کاروی او نه دې د بوش پوځی پاليسۍ ته پراختيا ورکوی ، همدا شیبه چې زه دا ليکنه بشپړم په کنړ ولايت کې پر افغان زده کوونکو ماشومانو د بهرنيو سرتيرو په ډزو کې شاوو خوا ۷۰ تنو ته مرګ ژوبله اوړی .
دوی بايد خپلې کړنې د افغانستان دخلکو د کلتور او مقدساتو خلاف نه ترسره کوی او دخپل سرو چارو مخه دې ونيسی ، مونږ به وګورو چې د اوباما خبرې حقیقی بڼه لری او که اسلامی نړۍ تير باسی ، خو زما په اټکل ښایی چې دا هرڅه يوه ډيپلوماسی وی ، او پوځی پلانونه به د پخوا پرشان پرمخ ځی .
خدايــه ستـــــــا هــــم عجيبه غوندې نظام دی
چې څوک ډير پسونه وخوري هغه شپون شي