
ځمکنی بادام یا ممپلي هغه خوندور مغزدي، چې ډیر زیات مینه وال لري. نن ورځ په امریکا کې دغه ځمکنی بادام په سلوکې %۸۹ سلنه خلک کاروي او د دغه ملک وګړواصلی غذا جوړوي، چې په خام اوجوش شوي توګه کارول کیږي.ممپلي نه يوازې خوندور خوراکي توکي دي، بلکه ډیرې نورې ګټې هم لري.
دغه مغزي محصولات د نورو مغزي محصولاتو په پرتله په نړۍ کې یو په درېیمه برخه کرل کیږي.
د دی لپاره چې دممپلو دګټو سره ښه اشناشو دډاکټرمحمدرضا(وفا)، چې دتغذی رژیم درملنې متخصص دی خبرې رااخلو.
بهتره ده چې لومړی په دغه مغزکې د موجودو ترکیباتو په اړه وپوهیږو.
۱– پروټين: د ځمکني بادامو مهمترین مواد یې کامل پروټین دي، یعنی دغه خوراکي توکی د کاملو پروټینو درلودونکی دی.
۲– امينو اسيډونه: دغه مغز یا ممپلی د هیڅ ډول پروتینو کمبود نلري اود بدن ټول امینواسیډونه پوره کوي.
۳– غوړ: په ځمکني بادامو یا ممپلیو کې غیر مشبوع غوړ شتون لري، چې د وجود د سلامتیا ته ګټه رسوي.
۴–اوسپنه:ممپلی د اوسپنی درلودونکی دی.
ایا د دغه مغزیا ممپلیو زیات خوراک کیدای شی مضروي؟
ځواب: که سم ونه ساتل شي هو- که له زیات مقدار مالګې سره مصرف شي نو طبعا“ چې مضرتمامیږي ځکه چې د مالګې سره په خوراک کې ټولې ګټې له منځه ځي، په ضمن کې منګنیزیم په ځمکنیو بادامو کې ډیر زیات موندل کیږی او په دې پوهیږو چې د منګنیزیم کمبود نن سبا زمونږ په ټولنه کې ډیرزیات دی.
مالګه لرونکی ممپلي: دغه ټکی ته باید پوره پاملرنه وکړو،چې ممپلي دهغه ډلې له خوراکونو څخه دي چې د انرژي تراکم یی نسبت وزن ته ډیر زیات دی او پریمانه غوړلري .
مالومات دانترنیتی سرچينو څخه.
ژباړه سوله ولی زۍ