
واشنګټن
د امريکا د پوځي مرکز د ټويټر اکاونټ د اسلامي دولت د ډلې (داعش) د پلويانو لخوا هک شوی دی.
سپينه ماڼۍ وايي، چې معامله کړکېچنه ده او دوی يې په غور سره څارنه کوي. نه يوازې د ټويټر اکاونټ، بلکې د دغه پوځي مرکز د يوټيوب اکاونټ د هک کيدو دعوا هم د دوشنبې په ورځ، د داعش ډلې د پلويانو لخوا شوې ده.
د هکرانو لخوا د ټويټر اکاونټ سره تړلې د ډيرو جنرالانو د نوملړ او د استوګنې پتې هم خپرې شوي دي.
د ۲ تنو امريکايي چارواکو په وينا، چې پېښه شرمناکه ده، خو کوم ګواښ نشته. د دغه خبر په هکله د امريکا د سپينې ماڼۍ پريس سکرټر «جوش ارنسټ» وويل، امريکا په دې هکله خپلې څېړنې پيل کړي دي.