ګوګل هېکرانو ته پنځوس زره ډالر جایزه ورکړه.

 
ګوګل په پولینډ هېواد کې د کمپیوټري پروګرامونو د هېکرانو یوې ډلې ته پنځوس زره ډالره جایزه ورکړه.
 
دغو هېکرانو د ګوګل په یوه پروګرام ګوګل کلاوډ کې ګوګل ادارې ته ځينې نیمګړتیاوې او چاودونه ور په ګوته کړي وو.


داسې ویل کېږي، چې هېکرانو یا انټرنېټي غلو ته د ګوګل د ادارې له لوري دا تر ټولو لوړه جایزه ده، چې ګوګل یې د خپلو پروګرامونو د هېک په موخه هېکرانو ته ورکوي.
ګوګل له دې وړاندې هم د هغو هېکرانو لپاره چې وکړای شي، د ګوګل هغه چلیز سېستم چې اوس د کرومبوک په کمپیوټرونو کې چلېږي، مات کړي څه باندې دوه مېلیونه ډالره جایزه ټاکلې وه.
 
هېکران تل دا هڅه کوي، چې مشهور او مهم پروګرامونه مات کړي او بیا یې په تور بازار کې په لږ قېمت په خلکو وپلوري.
 
دا یوازې ګوګل نه دی، چې هېکرانو ته جایزې ورکوي؛ بلکې مایکروسافټ کمپیوټري ادارې هم تر اوسه هېکرانو ته ۳۰۰ زره ډالره په دې موخه ورکړي دي، چې د دوی ځینې پروګرامونه یې هېک کړي وو.
 
زاهدالله ځلاند