ګران هېواد وال به په دې خبر وي ، چې څو موده دمخه يو زيات شمير ايراني کتابونه دهلمند سيند ته له دې امله وغورځول شول ، چې په افغانستان کې يوازې دايراني اخوندانو اود پارسي ژبو فاشيستانو د موخو لپاره ليکل شوي وو او هم زموږ د اسلام دين او ملي فرهنک او ژبو په مقابل کې يې ناوړه کلمات کارولي .

له ډېرې مودې راهيسې ايران غواړي زموږ هېواد يوازې يو پارسي ژبۍ هېواد وښيي او دنورو قومونو د فرهنګ اوثقافت د له منځه وړلو لپاره په افغانستان کې دننه اوبهر په مليونونو ډالره مصروفوي .
ايران په دې توانيدلی ، چې په افغانستان کې د راز راز نومونه او موسساتو تر چتر ﻻندې فاشيستي ډلې ، چې ځانونه افغانستانيان بولي رامنځته کړي او دغه کړيو په منظمه توګه مادي مرستې ورکول کيږي .


دغه خلک ځانو ته بافرهنګه وايي او نورو ته دبې فرهنګه خطاب کوي، خوهغه کلمات چې دوی کاروي دا ښيي ، چې دوی په خپله بې فرهنګه دي .
زمو ږ ادارې له دې امله د دې بيلګو د خپرولو پرېکړه وکړه ، چې يو خو زموږ دنده ده ، چې واقعيتونه که ترخه هم وي خلکو ته په ډاګه کړو او بل هغه ادعاګانې رد کړو ، چې په ايران کې دافغانستان لپاره يوازې تعليمي او فرهنګي کتابونه چاپ شوي وو .