غدۍ

د ورېځـــــو شاتــــــه سپوږمـــــــــــۍ ولاړه

په هـــاغــــه وره كـــــــــــې جېنــــــــۍ ولاړه

دوې كوچۍ پېغلې سترګې يې څار كړي

پـــرې د پېچكـــــــــې كېــــــــــــــــږدۍ ولاړه

ماښام نږدې دى، يو څوك به راشــــــــي

انتــــــــــظار سپينه خولګــــــــــــۍ ولاړه

٭٭٭٭٭٭

دلتــــــــــه يو ځوان خوالــــــې كړې پاكې

تر څنګ يــــــــې لويـــه ګـــــــــاډۍ ولاړه

خلتــــــــــې د ژاولو، پاپړو تشــــــــــې

پكـــــــې غنــــــــم اوس، بوجــــۍ ولاړه

٭٭٭٭٭٭

لمـــــــونځ يې ادا كړ، توره كوټه كې

يـــــــــــوه سرتـــــــوره بــــــــــوډۍ ولاړه

پــــــــــر پـاك قرآن يې لاسونـــــــــه ايښي

ده غوړېدلـــــــــې ځــولــــــــــــــــۍ ولاړه

د يو ســــــر خېر، ټكـــــــــو كې غواړي

دعــــــــــا د هسك پر بلـــــــــــۍ ولاړه

٭٭٭٭٭٭

ستومانـــــــــي لاړه، زلمى باغ باغ شو

مخــــــــــــې ته يې موسكه غوټۍ ولاړه

زركــــــــــه قفس كــــــــې شوه په ټوپونو

پښــــــــــو ته يې خړه كـــــونګرۍ ولاړه

وږي وزه يــــــــې لاســــونـــــه ګــــوري

تــــر شا يــــــــــې زېړه سېرلــــــــۍ ولاړه

٭٭٭٭٭٭

سهـــــار نږدې دى، د وره ټك ټك شو

زلمــــــــــى ور ووت، غـــــــدۍ ولاړه

پردي ټوپك دي، پردۍ درېشۍ دي

د داســــــې خپلــو ډلګـــــــــــــۍ ولاړه

هغه يې بوتلو، كـــور چيغو واخېست

د هر ميل خولـــــــــې ته، ګولۍ ولاړه

٭٭٭٭٭٭

ماښام نږدې دى، جېنــــــــۍ ولاړه

مين يـــــــې نشتــــــــه، ګاډۍ ولاړه

پر شنه ګړي يې اوښكې ور لويږي

د اوبو تل كــــــې سپوږمۍ ولاړه

كلونه تېر شول، خو په دې زړه كې

نه خـــــوځــــي، ټولـــــــــــه نړۍ ولاړه
 
نورا جان بهير، خوست