
راټولوونکې سوله "ولي زۍ"
لیکوال: استادگوهرشاه" گوهري"
انټرنېټ ددووکلمودلنډیزتوروځخه جوړشوی؛ یوه کلمه يې انټرinterدانټرنیشنلinternationalاو نیټ net دنیټ ورک څخه اخیستل شوي او په پښتو کې ورته نړیوال جال ویلی شو.
د انټرنيټ د رامنځته کيدلو لمړنۍ نښې نښانې په 1957ز کال کې لټولی شو.
په 1969ز کال کې ARPAداسې یو نيټ ورک سیستم جور کړی شو، چې یوازی څلورکمپيوټرونه په کې له یوبل سره تړلی وو اودهمدې ایجنسۍ سره دتړاوله امله یې د ARPANETپه نامه ونوموله.
په 1972کال کې دBBNپه نوم یوې ادارې، چې دARPANE ټېکه ورسره وه یوتن کارکوونکي Ray Tomlionson په نوم، دلومړني E-mailپروگرام جوړ کړ. دوخت په تیریدو د ARPAنوم په DRAPA Defense Adranced Research Projects Agency بدل شو.
1973ز کال کې دDARPAیوی کارکوونکېډلې،چې مشر يې vinton cerfؤدTcp/ipپروتوکول له لارې پر دې بریالی شو،چې دکمپيوټرونوبیلا بیل نيټ ورک سیستمونه په خپلوکې سره وتړي.په 1974م کال کې دهمدغی ډلې لخوا دېنيټ ورک سیستم ته internetتوريوکارول شول،
-1976 ز کال کې لومرنی برېښنالیک E-mailدانگلستان دملکې لخوا د امریکا متحده ایالاتوته ولیږل شو.
-په1982ز کال کې دارپانيټ دکمپيوټرنو شمیر 235دستگاؤته رسیده، په 1984 کال کې یې شمیر۱۰۰۰دستگاو ته اوپه 1989ز کال کې داشمیر شل زره دستگاؤته لورشو.
-په نړیواله سطحه نږدې یوملیاردانټرنېټ پاڼې شته،چې په 1996م کال کې دغه شمیره نږدې 627000ته رسیده اوپه 2000کال کې نږدې 18میلیونه ویب سایتونه راجسترشول.
-په 1992م کال کې دانټرنېټ سره دتړل شویوکمپيوټرونو شمیر یومیلیون ته رسیده.
-همدارنگه 1993ز کال کې دلومريځل لپاره رادیویي سرویس په انټرنېټ کې پیل شو؛ پدې وخت کې دانټرنېټ سره دتړل شویو کمپيوټرونوشمیر دوه میلیونه شو.
-1994م کال کې دانټرنېټ دکارولومینه وال نږدې درې میلیونه وګړي وو اوپه 2000 ز کال کې په توله نړۍکې ددې پرگرام کاروونکي Usersنږدی درې سوه میلیونو وگړوته ورسیدل.
-په 1994م کال کې دانټرنېټ دزیږیدو 25 مه کالیزه ولمانجل شوه
-په 1995م کال کې واټيکان هم دانټرنېټ سره خپلې اریکې ټینگې کړې، په دې وخت کې توله نرۍکې دکمپيوټرونو شمیر ه 5میلیونه دستگا ؤته ورسیده.