
د یوه هېواد د ملي قدرت په پیاوړتیا، سوکالۍ، خپلواکۍ او پرمختګ کې د ټولنیزو عناصرو ترڅنګ یو شمېر طبیعي ځانګړتیاوې او عناصر لکه جغرافیوي موقعیت، طبیعي زېرمې،دښتې، سیندونه … هم رغنده رول لوبوي .
له نیکه مرغه افغانستان د طبيعي جوړښت له پلوه ډېرې ښېګڼې لري. څپانده سيندونه، پراخې دښتې، دنګ غرونه، پرېمانه طبيعي زېرمې، خوږې اوبه او هوا، ميړني او باتور خلک هغه څه دي چې د افغانستان موقعیت او طبیعت ته يې لا ښکلا وربښلې ده. دا چې زموږ د هېواد یو شمېرهغه ټولنیز عناصر چې د دولت قدرت غښتلی او پیاوړی کوي لکه قوي اقتصاد، په پرمختللو وسایلو او تجهیزاتو سمبال پوځ، ښه حکومتولي، د لوړ سیاسی شعور او ملی احساس لرونکی ولس او نور په نشت حساب دي، خو بیا هم افغانستان د پرمختګ او د ملي قدرت د پیاوړتیا لپاره ځيني ارزښت لرونکي طبیعي عناصر لري چې د بېلګې په توګه یې څو عناصرو ته اشاره کوم.
طبیعي زېرمې: افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې په غرو، رغو او دښتو کې یې ډول ډول ارزښت لرونکي طبیعي زېرمې شته، که دا طبیعې زېرمې د یو هر اړخیز پلان، شفاف علمي مدیریت پر مټ راوسپړل شي، د ترلاسه شویو عوایدو څخه یې د هېواد د ملي بنسټونو په جوړولو، رغولو او پیاوړي کولو کې ګټه واخیستل شي، نو پرته له شکه چې افغانان به د نورو هېوادونو مرستو او خیراتو ته لاس اوږد نه کړي .
موقعیت: د افغانستان ستراتیژیک موقعیت د سیاست ترڅنګ له اقتصادي پلوه هم ډېر زیات ارزښت او اهمیت لري، زموږ د هیواد موقعیت د منځني اسیا، منځي ختیځ او د نورو هېوادونو ترمنځ د پل حیثیت لري، که د افغانستان ستراتیژیک موقعیت د اقتصادي او سوداګریزو چارو په موخه وکارول شي، نو افغانستان به د نورو هېوادونو ترمنځ د جګړې او سیالۍ ډګر نه، بلکې په یو ستر نړیوال سوداګریز مرکز بدل شي .
کرنه: افغانستان د صنعت او تکنالوژۍ په برخه کې تر ګاونډیو او نورو هېوادونو ډېر وروسته پاتې دی او له دوی سره زموږ سیالي به په دې برخه کې ستونزمنه وي، خو که د زراعت په برخه کې لږې خولې تویې کړو٬ شاړې ځمکې ابادې او د هیواد څپاند سیندونه پرې ور مات شي او حکومت له بزګرانو سره د اصلاح شویو تخمونو، غوره کرنیزو مېتودنو او نورو برخو کې مرسته وکړي، نو افغانستان به په کم وخت کې د زراعتي محصولاتو د واردونکي هېواد پر ځای په یو ستر صادرونکي هېواد واوړي. دغه کار به د خلکو د ژوند ترڅنګ د هیواد په ملي اقتصاد او بهرني سیاست هم مثبت آغیز وښیندي، ځکه هغه هېوادونه چې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي، د بهرني سیاست د جوړېدو او پلي کېدو پر وړاندې يې ستونزې او ګواښونه موجود وي .
پراخوالی: سره له دې چې په ځینو حالاتو کې د نفوسو ډېروالی او د قلمرو پراخوالی د یو هېواد د سوکالۍ، خپلواکۍ، پرمختګ او د ملي قدرت د پیاوړتیا مهم لاملونه ګڼل کیږي، خو په ځینو حالاتو کې ډېر نفوس د دولت د کمزوري کېدو لامل کیږي. د نورو هيوادونو په پرتله د افغانستان نفوس کم او پراخوالى ډېر دی، د بېلګې په توګه که د پاکستان سره د افغانستان پراخوالی او نفوس پرتله کړو، نو لیدل کیږي چې پاکستان د ٨٥٠٠٠٠ کيلومتره مربع پراخوالي په درلودولو سره شاوخوا ۱۹۰ میلیونه وګړي لري او د افغانستان په نږدې ٦٥٠٠٠٠ کيلومتره مربع پراخوالى کې تقريباً ٣٠ ميليونه وګړي ژوند کوي، نو ویلای شو چې د افغانستان د نفوسو شمېر ته په کتو د هغې د قلمرو پراخوالی ډېر او د پرمختګ یو مهم لامل کیدای شي .
د یادو عواملو ترڅنګ یو شمېر نورطبیعي عوامل هم شته چې په هېواد کې د سالمې ادارې او سالم سياسي مشرتوب په شتون کې افغانستان د پرمختللو هيوادونو په کتار کې درولى شي، خو د سالمې ادارې او سالم سياسي مشرتوب په نشتون کې نوموړیو عناصرو له ډلې څخه ځینې يې د نيکمرغۍ پر ځاى د یو هیواد د بد مرغى لامل کيږي، چې د افغانستان ستراتيژيک موقعيت يې څرګنده بېلګه ده. دا که له یوه لوري فرصت دی له بل لوري یې د نيواکګرو او ښکيلا کګرو پاملرنه ځانته راجلب کړې او ترنن ورځې پورې يې موږ ته د ګټې پرځاى تاوان رسيدلى دى.
د دولت له مشر، چارواکو، سياستوالو او مشرانو څخه د خلکو هيله دا ده چې د پورتنیو خدای راکړو نعمتونو څخه د خپل وران، ویجاړ، نا امنه او محتاج هېواد په جوړونه، رغونه، سوکالۍ او د خلکو د ژوند د ښه والي په موخه ترې ګټه واخلي، ترڅو افغانان هم د نړۍ د نورو ملتونو او انسانانو په څېر د سولې، ارامۍ او خپلواکۍ په فضا کې ژوند وکړي او راتلونکي نسل ته يو باثباته، پرمختللى، ودان او خپلواک افغانستان په ميراث پريږدي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.