غزل



پـه جـــوهـــر دزړه  هېــنداره  جـوهــري کـــړه

په هــنر، هـــنر دې  خپـــل  ژوند هنـــري کړه



دفـــطرت دښـــــکلا راز ېــې ای  پــښـتونه؛

دژوند ټـــولې اداګانــې  دې  فــــطري کــــړه



دخــــواره  فــکــــر تارونــه  ســـره تاو کـــــړه

ـپرې راټـينګ د ﻻلهانده  ژوند وري کـــړه



ســــــتا دزړه ســپېڅلې مــــينه لاهــــوتي ده

دمـــين زړګــــــي نارې دې منــصـــوري کـړه



بـــــې ننـــګـي او غـلامـــي خــــو کافـــري  ده

له خـپل ځــانه ورکـــه د غــه کافـــــري کـــــړه



هر ارمــان دخــپل زړګــي دې اســماني کـړه

خـپل احساس اوعــاطفه دې بشـــري کـــــړه



دګيدړې په څېر ژوند ځنګل کې ګران دی

راپــيدا ځان کې خـــويــو نه دزمــري کــــړه



هره اوښکه  دې  رڼه  لکه  الـماس کــــــــــړه

تـــوره شــپه  دزمــانــې  پـــرې زرزري کـــــړه