یوې ملګرې ته لیک

 زماخوږې ملګرې :
تاته به ښه په یادوي چې زمااوستادژوندډېرې خوږې اوترخې شېبې سره تړلي دي ، هغه مهال چې زه اوته دیوه پردي هېواد په ېوه ښار کې اوسېدو او موږ دواړو دکډوالۍ ژوند تېروه .
داسمه ده چې زه اوته دعشق او عاشقۍ کومه ناکامه کیسه نه لرو،خودملګرتوب اودوستۍ په یوه کلک مزي سره تړلي یواو
همدې دوستۍ زما او ستا ژوندته ښکلا وربخښلې ده .
زه په دې پوهېږم چې دژوندخواږه ېوازې په عشق او عاشقۍکې نه بلکه په دوستۍ اوملګرتوب کې هم شته خوچې دا هر څه په ریښتوني اوله زړه نه وي .
هغه مهال چې زه اوته کډوال وو نو څومره ېوازې توب و،څومره ترخې شېبې وې،هیڅوک زموږ ددرد اوغم لیدو او اورېدو ته تیار نه وو اوهیچاله موږ سره کوم ډول مرسته نه کوله،خوزه اوته به هرمهال یو دبل غم ته دوادواوو.
له یو له بل سره به مو مادي او معنوي مرسته کوله،خپل ارمانونه ،خیالونه او احساسات به مویو پربل لورول اودخپل ګران وطن اوماشومتوب خوږې کیسې به مو سره کولې .
په کوم ښار کې چې اوسېدو ډېرښکلی او پرمختللی و مګر مااوتاپرې خپل وران وطن نه ورکاوه اودخپل وطن هرکلتوري اوتاریخي ارزښت ته مودرناوی درلوده .
هرافغان به راته خوږ اوښکلی برېښېده اوزماوستاسترارمان همداوه چې کله به زموږوطن ته سوله راځي ،اومونږ به بېرته خپل هېواد ته ستنېږو.
زماخوږې ملګرې!
دادی زه اوته اوس په خپل وطن اوخپل ښکلي ښارکابل کې اوسیږو،خوله یو بل نه ډېرلرې یوبلکه په خپل ښاراوخپل وطن کې سره ورک یو . سره لدې چې دکابل ښاراوس هغه پخوانی رنګ اوخوند نه لري،اواوس هغسې دجګړولړۍ نشته خوکله کله په ناڅاپي ډول بمي بریدونه کیږي اوبې ګناافغانان وژل کیږي دابریدونه که هرڅوک کوي خوزمونږدهېوادوالوخوږژوند یې تریخ کړی دی .
زماخوږې ملګرې!
زه په دې پوهېږم چې ته په کابل کې یې خوپه دې نه یم خبر چې ته چېرې اوسېږې اوڅه کار کوې ؟
باوروکړه زه چې دکابل پرهرواټ روان یم تالټوم اوپر هرڅلورلاري چې موټرتم شي شاوخواموټرڅارم اوتالټوم .
زماپه زړه کې اوس هم ډېرې خبرې همداسې ناویلې پاتې دي،ډېرې کیسې مې همداسې نیمګړې پاتي چې بې له تایې دپوره کیدو امکان نشته .
اوس دکابل ښاراوخلک یومخ سره بدل شوي دي ږ څوک دچاخبرواوکیسواورېدوته وخت نه لري هرڅوک په خپل کاراوژوند بوخت دي اوبس .
زماخوږې ملګرې!
زه نه پوهېږم چې تاڅرنګه پېداکړم اوخپل زړه درته تش کړم .
سهار وختي چې له کوټې اووځم نوټوله ورځ مې په دفتري کارونو رپوټ جوړولو اوخلکو سره په لیدوکتوتېره شي اوماښام سټری ستومانه خپلې کوټې ته راوګرځم،څه وکړم بې له کاره خوپه کابل کې یوه شپه هم نه تیریږي،باوروکړه ټوله شپه مې ستاخاطرې ځوروي،خوب نه راځي،دلته په کابل کې خلک ژرویده کیږي ،دکوټې ملګري مې هم ویده شي برېښناهم لاړه شي،خوزه ترنیې شپې پورې شمعې ته ناست یم . اورته ګورم،شمعې ته چې وګورم لکه ته چې مې مخې ته ناسته یې خوزماپه ژبه کې دڅه ویلو توان نه وي پاتې . که ریښتیا درته ووایم نو زما ژوند اوس له ترخوپاڼونه دجوړ ې شوې دواپه څېردی ،که خورم یې نوترخه ده اوکه یې نه خورم نورغیدامې ترې نه شته .
زماخوږې ملګرې!
که څه هم داخبرې دویلواولیکلونه دي خوڅه وکړم همدا واقیعیت اوحقیقت دی .
مااوتاچې کومې کیسې کولې هغه اوس هیڅ هم ندي پاتې ،دکابل ښاراوخلک دوخت په تېرېدوسره بدل شوي دي ،ټوله شپه تلویزوني کانالونه اوسریالونه څارم همداپروګرامونه یوه ښه بوختیا ګڼم خوداټول لکه دکیبلونوپه څېر دي ، ېوه خپرونه مې هم په زړه کې ځای نه نیسي .
کله کله زه هم دکوم تلویزیون پرمخ راښکاره کیږم،زه داسې فکرکوم چې ته به اوس تلویزیون څارې اومابه وپېژنې خونه پوهېږم چې ته ماوینې اوکنه؟خدای خبر چې چې په فکر اونظر کې به دې څومره بدلون راغلی وي .
زماخوږې ملګرې!
که له خپله ژونده درته هرڅومره شکایتونه وکړم بیاهم لږدي که ریښتیا درته ووایم زما ژوند اوس یواز ې پر خیالونوولاړ دی،زه چې کله نورې نړۍ ته ګورم خپل ژوند راته دژوندانه دیو داسې تصویر په څېر ښکاره شي لکه دژوند اصلي کرکټرچې بل ځای وي اوزه یوازې یوسېوری اوانځوریم .
زماخوږې ملګرې!
زه نورستا وخت نه نیسم خو په پای کې دومره وایم چې له دې ستونزواودردونوسره سره بېاهم خپل وطن،ارمانونه اوستا خوږې خاطرې راته ګرانې دي اودزړه له کومې ورسره مینه لرم .
دخدای په امان
ستاملګری محبوب