هر خــوا ګـــــورم پښتانــــــه
دي غمــونــــــه په درانـــــــــه
دمحشر اورکـــــــې سوځيږي
په خپل کور کې دوی قتليږي
نن که سوات او که هلمند دی
سبا خوست او که شينډنډ دی
کـــــــونړونه کــــــه کندهار دی
هرپښتون مــو خوار وزار دی
په فــــــراه کـــــې هريو کــــــور
بدل شـــــوی دی په ګــــــــور
بيا چـــــې ګورمه لغمـــان دی
پکتيــــــا کــې هم خفګان دی
نن ذليــــل دی پښتون خوار
پرې راغلـــی سخـــت ناتار
هر پښتون مــو دی حيران
بل دی هر کــور کې نيران
څنګه اور دی پرې بل شوی
د کـــوم خوانه نازل شـــوی
پښتـــانه مـــو ټول تباه شول
ټول نيمګړي نيمه خوا شول
دنفـــــــاق پـــه اور سوځيږي
ورور د ورور ځينـــې بيليږي
په هـــر کـــور باندې دی غم
په هــــر چـــــا باندې ماتــم
لويه خدايه مهربان شې
دپښتون مو نګهابان شې
خـــدايه قطع کړې هــر ﻻس
د ظــــالـــم او د خنـــــــاس
نوره ســولـــه کړې قايمه
په پښتـــون باندې دايمه
افغانـــان کـــــړې ســره وروڼه
ترې نه ورک کړې ټول شرونه
هم پوره کړې رؤفي دزړه ارمان
پښتانه چې شي سرلوړي په جهان
مطيع الله رؤفي ـ جرمني
وروستي