فتح الله ګولن : دترکانو خمیني


نن سبا په ترکیه کې  د دوو اسلامي سمبولونو ولسمشر رجب طیب اردوګان او فتح الله ګولن ترمنځ  کړکیچ او ستونزه رامنځته شوې ده،چې  ګرده ترکیه یې په سر  اخستې ده. اردوګان د(اسلامي امت ) استازیتوب کوي ، خو پخوانی ملګری ګولن بیا ځان د(قومي/ ترکي   اسلام) استازی بولي .
له کړکیچ وړاندې دواړو هڅه وکړه ، چې دعدالت او پرمختیا ګوند په ترکیه کې واک ته ورسوي ، اوس داستاد او شاګرد ترمنځ خبره دکړکیچ او اختلاف تر بریده رسیدلې ده، له وضعیت داسې مالومیږي،چې ګولن داردوګان په حکومت پراخه رېښې غځولې دي،چې په اسانۍ له پامه نه شي غورځېدای  . نوموړی اوس خپل زور د اردوګان پر ضد کار کوي .  
دا ستونزه هغه مهال رامنځته شوه،چې  واکمن ګوند (له فسادسره مبارزه ) پیل کړه او مالومه شوه،چې په پولیسو ، قضاء کې  دفتح الله ګولن پلویان او ملګري په کې ښکیل دي.
ډیری خلک پردې باور دي،چې پخوانی لومړی وزیر نجم الدین اربکان د ولسمشر اردوګان استاد دی ، خو اوس خبره بل ډول ده او داسې ویل کیږي،چې فتح الله ګولن یې استاد دی ، خو اربکان په ترکیه کې دسیاسي اسلام  پلار  او ګولن دټولنیز اسلام  هغه ګڼل کیږي دنوموړي خوځښت په ترکیه  او له ترکیې بهر په سلګونو ښوونځي او مدرسې لري ان خبره یې تر منځنۍ اسیا ، روسیې ، المغرب ، کینیا ، بلکان او قفقاز پورې رسیږي . پردې سربېره ګولن خپلې ورځپاڼې ، مجلې ، تلویزون  لري ، ددې ترڅنګ  دا خوځښت  سوداګریزې چارې هم پر مخ بیايي .
ګولن  دترکي اسلام له تیورسانو څخه ګڼل کیږي ،چې دفلسفې محورې برخه یې ( نرمښت او له تعصب څخه لرېوالی دی ) د ګولن حرکت هغه مهال ډېر مشهور شو ،چې نوموړي په واتیکان کې له  پاپ سره لیدنه وکړه او هلته یې وویل :
زه پردې باور یم ،چې دټیکنالوژۍ له برکته  اوس ګرده نړۍ  دکلي بڼه غوره کړې ده، هر خوځښت که چیرې له نورو هغو سره دښمني  کومه مثبته پایله به  ونه لري ، په کار ده ،چې له ګردې نړۍ سره اړیکې ولرو ، موږ باید نړۍ ته وښایو ،چې اسلام له ترهګرۍ سره کوم تړاو نه لري  ، ډېرې برخې شته ،چې  اسلام او نور ادیان په کې ګډه همکاري ولري.
هغه مهال  غربي رسنیو ګولن  د داسې قومي ټولنیز اسلامي خوځښت  مخکښ وباله ،چې له لویدیز سره ستونزه نه لري  دا به په منځني ختیځ کې دټولنیز اسلام ګانده وي .
خو اربکان بیا بل دریځ درلود نوموړي امریکا ته د دښمن  په سترګه کتل ، خو ګولن بیا امریکا او لویدیز  ته  د نړیوال زبر ځواک په سترګه ګوري او دهمکارۍ  غوښتنه ورسره کوي ، اربکان به داسلامي نړۍ ترمنځ د اتحاد خبره کوله ، خو ګولن بیا وايي : عربي نړۍ او ایران  دترکیي دنفوذ ساحه نه ده قفقاز او منځنۍ اسیا د ترکیي دنفوذ ساحې دي  ځکه په دې هېوادو کې ترکي لږه کي میشت دي .
ګولن وايي : که چیرې ترکیه غواړي،چې دنړۍ له مهمو هېوادو څخه وشمېرل شي لکه څرنګه ،چې دعثماني خلافت پر مهال وه نو باید په ګرده نړۍ کې باید دترکانو ترمنځ  اغیز ولري.
ګولن  په ترکیه کې دشریعت پلي کېدل  غوره نه بولي  او وايي : دشریعت  داحکامو غوښنه برخه  دخلکو له  ځانګړي / خاص ژوند سره تړاو لري او ډېره لږه هغه یې  د دولت او حکومت  له حکمونو سره تړاو لري ، ځکه خو دا اړتیا نه لیدل کیږي ،چې په عامو مواردو کې شریعت تطبیق شي ، نوموړی وايي : تر ټولو غوره حل ډیموکراسي ده.
اوس به  دترکیي ددې  مشهور او له جنجاله ډک کس  دژوند لوړو ژورو ته  تم شو :
فتح الله ګولن :
محمد فتح الله ګولن د 1941ز داپریل پر 27مه نېټه  د ارضروم ولایت په  کوروجک سیمه کې ږیږیدلی دی، څلور کلن و ،چې دمور دهڅو له برکته یې قران کریم زده کړ .
پلار یې رامز افندي نومیږي او دخپل وخت له متدینه خلکو څخه و او دیره یې له صوفیانو ، دینپوهانو څخه نه خالي کېده ، محمد فتح الله به  هم له دې صوفیانو او دینپوهانو سره کیناسته او د دوی خبرې او بحثونه به یې اوریدل پلار یې توانیدلې و ،چې په ډېر کم  عمر کې عربي او پارسي ور زده کړي .
فتح الله  لا ماشوم و ،چې ددینې مدرسې لار یې ونیوله او هلته یې  له مشهورو استادانو لکه عثمان بکتاش څخه  نحو ، بلاغت ، فقه ، اصول الفقه ، العقائد زده کړل  او دبدیع الزمان النورسي له  کتابونو څخه اغیزمن شو نوموړي به د النورسي  کتابونو ته (  دنوښت او هر اړخیزه خوځښت ) په سترګه کتل ، ځکه خو ورڅخه  اغیزمن شوې و .
نوموړی شل کلن و،چې  په ادرنة ښار کې دمسجد ملا امام شو ګولن په دې مسجد کې یو نیم کال تېر کړ او دشپې له مخه به هم په مسجد کې پاتې کېده . ګولن  دهمدې مسجد د قران کریم دحفظ له مدرسې څخه د دعوت هڅې پیل کړې ، وروسته بیا  دانادول لرې پرتو سیمو ته  ورته خو دخپل وخت ځوانان  یې خپلې لارې او طریقې ته رامات نه شو کړای . ګولن  هوښیار او ځېرک کس و دمطالعې او لوست لپاره یې پوره وخت درلود او هر ډول کتابونه یې لوستل ددې هر څه تر څنګ یې خپلې ټولنیزې اړیکې هم ساتلې او دخپل کلي په غم او ښادۍ کې به یې برخه اخیسته . له لوړپوړو دولتي چارواکو سره یې ښې اړیکې درلودې .
دګولن دفعالیت ډیره برخه دښوونې او رسنیو په برخه کې وه  نوموړي د تلویزون او رادیو سربېره مطبعې ، مجلې ، ورځپاڼې ، مدرسې رامنځته کړې د پخواني شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته یې  په منځنۍ اسیا کې په پراخه کچه مدرسې رامنځته کړې دي .
ګولن په عبادت کې   له اړتیا ډېر دتصوف لور ته  تمایل لري  دده زهد او تصوف  ددې لامل شو، چې دنیا ته شا کړي  ان خپل ځان عبادت او تصوف ته وزګار کړي له همدې کبله یې  واده هم نه دی کړی  او وايي : زه په دې برخه کې له خپل مرشد بدیع الزمان سعید النورسي څخه اغیزمن شوی یم . النورسي هم واده نه و کړې .
دګولن مخالفین پرې تور لګوي،چې دنوموړي دا ډول چلند او دریځ  له فطرت او اسلامي احکامو سره په ټکر کې دی .
لیکوال اکتاي وايي : که چیرې ښه ځېر شو فتح الله ګولن  د ترکانو په طریقه  اسلام مني  او دا دامت  اسلام په پرتله  قومي اسلام ته  نږدې دی ، کټ مټ لکه النورسي ،چې له عربي او اهل السنت والجماعت څخه یې جلا بل ډول اسلام  منلې و .
درجب طیب اردوګان او فتح الله ګولن ترمنځ  دجنجال او اختلاف  نقطه همداده ، اردوګان  اهل السنت ته په څېر اسلامي امت غواړي او فتح الله بیا یوازې ترکي اسلام غواړي ان کله ،چې اردوګان غزې ته دمرمرې کښتۍ لیږله  ګولن یې مخالفت وکړ  او زیاته یې کړه دا ترکیې په ګټه نه ده ،چې له اسرائیلو سره ټکر وکړي .
فتح الله ګولن  60 کتابه لري او ډیرو یې جایزې هم تر لاسه کړې دي او ډيری یې دتصوف  او دین په اړه دي .
فتح الله ګولن له  پوځ سره ښې اړیکې درلودې په 1980 ز کې پوځ له دیني فعالیتونو بندیز لغوه کړ ګولن له دې پریکړې څخه وړ ګټه پورته کړه ، نوموړی په 1971 ز کې دپوځ لخوا نهه میاشتې بندي شوی هم دی پر نوموړي تور و ،چې په ناقانونه توګه یې خپل پلویان دپوځ او پولیسو لیکو ته  ننویستي دي.
ګولن اوس په امریکا کې میشت دی  ولسمشر رجب طیب اردوګان ورته څو ځلې بلنه ورکړې ده،چې ترکیي ته راشي او دلته ژوند وکړي ، خو نوموړی وايي : نه غواړم ،چې په سیاست کې ښکیل شم له لرې به خپل فعالیت او کار کوم .
شنونکي وايي : محمد فتح الله ګولن  اوس دامریکا او لویدیز  په کنترول کی دی او غواړي ،چې دولسمشر رجب طیب اردوګان پر ضد یې وکاروي اووخت ناوخت ورته ستونزې راوپنځوي ، اوس خو داسې ښکاري ،چې اردوګان او ډله یې  برلاسې ده. حکومت  امر کړی دی،چې فتح الله ګولن باید ونیول شي  پر نوموړي تور دی،چې په فساد کې لاس لري.