کابل کې ذبيح الله احساس و نمانځل شو!

 
هغه غونډه،چې د کتاب ښار دمسوولينو لخوا په همدې اړوند د کتاب ښار د غونډو په تالار کې رابل شوې وه پکې لسګونو تنوځوانانو،مدني فعالينو،خبريالانو،اديبانو او يو شمېر مېرمنو هم ګډون کړی و.      
 
C:UsersDotComDownloads1469797_1520736791537266_3991747338198368195_n.jpg
                                                        
د غونډې په پيل کې استاد نجيب منلی د ښه راغلاست وينا وا وروله او زياته يې کړه:(( موږ نور بايد د بابا د توري په تمه پاتې نه شو د بابا توره مو زنګ شوې ده.د هغه دې کور ودان وي، هغه پنځه زره کلن تاريخ موږ ته په درد نه خوړل کيږي يوازې د عبرت په توګه له تېر نه څه زده کوای شو بايد په دې وهڅيږو چې موږ څه کولای شو؟))                                                                                                  
د ښاغلي منلی په خبره د غونډو د جوړيدو زيات ټينګار د ځوانو استعدادونو د هڅونې لپاره دی.                                                                                    
د استاد منلي په اند پيل يې له ذبيح الله احساس څخه دی او دا لړی به روانه وي.
د منلي په عقيده احساس په يوه داسې جغرافيه کې اوسي،چې موږ ورته د کار کولو تمه لرو.   
 
C:UsersDotComDownloads10841518_10152909554694938_888474351_n.jpg
                                                                                      
استاد محمد اصف صميم ذبيح الله احساس د ټولنې د يو واقعي خادم په توګه ياد کړ.                                                                                                       
نوموړي وويل: هر هغه څوک چې د ژوند سره مينه لري هغه دې د قوم د ژوند لپاره مړ شي او احساس هغه څوک دی،چې د ژوند سره مينه لري که هغه مړ هم شي مړ نه دی.                                                                                      
نوموړي پر نورو ځوانانو هم غږ وکړ،چې د احساس غوندې د خپل ولس د فکري ودې لپاره راپورته شي او دوی په يوه سمه لار روان کړي.
 
C:UsersDotComDownloads10846159_1520742424870036_2452007806443500317_n.jpg
                               
د غوندې يو بل تن ويناوال ډاکتر خوشال روهي بيا خوښي وښوده،چې اوس مهال د مړو کادرونو پر ځای د ژونديو نمانځغونډې کيږي.       
 
C:UsersDotComDownloads10696378_1520751021535843_8706243509208719367_n.jpg
                                    
ښاغلي روهي زياته کړه:(( يو ځوان رهبر هغه وخت په خلکو کې نفوذ پيدا کوي،چې د خلکو د زړونو تل ته ور کوز شي او د دوی د ستونزو په حل کې ورسره شريک وي. ذبيح الله احساس هم هغه څوک دی چې د خپل احساس له مخې يې په مزار کې په ځانګړي ډول په ټول شمالي زون کې د پښتنو د حقونو،هغوی ته د مدنيت د فکر د لېږد ترڅنګ په ښوونخيو او پوهنتونو نو کې د مورنۍ ژبې د عامولو او د ملي هويت څخه په کلکه دفاع کړې ده.))                                                
د ښاغلي رو هي د مالو ماتو له مخې ذبيح الله احساس هغه فکري سټه ده،چې د فرهنګ او ادب ترڅنګ يې د ژورنالېزم په برخه کې هم خورا زيات کار کړی دی،چې د پسرلي.پرخې او يو شمېر نورې چاپي خپرونې يې ښېې بېلګې دي.      د ده په قول په شمال کې کوم فرهنګي او ادبي خوځښتونه،چې نن سبا فعاليت کوي او تر شا يې ډېر شمېر ځوانان ولاړ دی د ده د هڅو او نوښتونو برکت دی.
 
C:UsersDotComDownloads10801500_1520755164868762_7689219236290943594_n.jpg
     
د ودان افغانستان ګوند مشر محمد يار يار د ښاغلي ذبيح الله احساس د هغې فکري مبارزې او نوښت يادونه وکړه،چې په مزار کې يې د خوشال بابا په نوم يو عامه کتابتون د خپلو هيوادوالو د لوست لپاره برابر کړی دی.                               
نوموړي وويل:(( موږ بې کتابه خلک يو که کوم کتاب لرو هغه به داسې کتاب  وي چې موږ ته نه عقل راښيي او نه منطق،نه مو د رڼا لورته بيا يي او نه مو د انسانيت چآپيريال ته. ذبيح الله احساس په دغه برخه کې ډېر ستر کار کړی دی او د ټولنې د يوه مسوول کس په توګه يې خپل مسووليت ادا کړی دی.))   
 
C:UsersDotComDownloads10850847_10152909554704938_572438517_n.jpg
                          
په غونډه کې په وار سره  له کوټې نه راغلی ليکوال صادق ژړک،ډاکتر فيض محمد ځلاند،نذير احمد نذير،ګل رحيم نيازمن،په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازې ګلالۍ نور صافۍ او اباسين بريال د ذبيح الله احساس پر ادبي او مدني هڅو اوږدې خبرې وکړې.                                                                                          
د غونډې پرمهال د ذبيح الله احساس غزلونه د هيواد نوموتې سندرغاړې بريښنا امېل په خواږه غږ کې ديکلومه او ترنم شول،چې څو شيبې غونډې سندريز رنګ خپل کړ او د ګډونوالو لخوا په چکچکو بدرګه شول.                                            
C:UsersDotComDownloads10473209_1520760224868256_1014574378363574961_n.jpg
 
د غونډې په پای کې ذبيح الله احساس خپلې خبرې وکړې او د مننې ترڅنګ يې پر نورو ځوانانو غږ وکړ،چې د خپل ولس د فکري ودې لپاره له هېڅ ډول قربانيو ځان ونه سپموي.                                                                                               
نوموړي،چې د خپل ولس د بې اتفاقۍ له تورې بلا نه سر ټکاوه وويل:(( زه دغې غونډې ته دومره خوښ نه يمه ،چې نن زما  لپاره جوړه شوې ده بلکې زه هغه وخت خوښ ومه چې کله ما په لومړي ځل د شعر ليکلو تابيا ونيوه. بياهم د کتاب ښار له مسوولينو مننه چې زه يې و نازولم او نورو مسووليتونو ته يې ځيرکړم.))    
نوموړي له ټولو سياسي مشرانو او د ګوندونو له استازو وغوښتل،چې د خپل ولس په يووالي کې سره يو شي او د يوه سياسي ګوند تر چتر لاندې د خپل ويجاړ وطن لوی افغانستان پر زخمي بدن پټۍ ولګوي.                                                    
ذبيح الله احساس د ډاکتر شیرمحمد زوی د بغلان د کيله ګي اوسيدونکی دوه دېرش کاله وړاندې دې نړۍ ته راغلی دی.                                                    
د انجينري په برخه کې يې د لسانس تر کچې زده کړې کړې دي او اوس مهال په بلخ کې د پژواک خبري اژانس سره د خبريال په توګه پر دنده بوخت دی.               
پنځه کتابونه يې د شعر،نثر او ژباړې په برخه کې چاپ شوي او کابو لس کتابونه يې د چاپ انتظار باسي.                                                                           
د غونډې په پای کې د کتاب ښار د مسوولينو لخوا لونګۍ هم ور په سر شوه او د پکتيا ميډيا سنټر د ادارې لخوا په ستاينليک هم ونازول شو.                               
فريد احمد تسکين ـ کابل